Jul 23, 2020 09:34 Asia/Kabul

P-726-ankaboot-ayaat-46-49 د عنکبوت سورې ترجمه او تفسیر

P-726-ankaboot-ayaat-46-49

 

او له کتابیانو سره یوازې  په ښه طریقه مجادله او  خبرې اترې کوئ ، پرته  له ظالمانو یې  او (هغوی ته) ووایئ:  مونږ په هغه څه چې  پر مونږ او تاسو نازل شوې  ایمان لرو  او  زمونږ او ستاسو خدای یو دی او مونږ هغه ته تسلیم یوو.

په تیرو ایتونو کې  له مشرکانو او کافرانو سره  د بحث او خبرو اترو رودې ته اشاره وشوه  خو دا ایت له کتابیانو یعنې مسیحیانو او یهودیانو سره د بحث روده بیانوي  په اول کې د یو کلي اصل په توګه  فرمایي:  له اهل کتابو سره په خبرو  کې د هغوی درناوی وکړئ  او له هغوي سره په خبرو کولو کې  مودبانه او دوستانه  لحن ولرئ. په استدلال او منطق سره خبره کوئ  او د ځان  لویې مه ګڼئ چې ستاسو خبرې په هغوي کې نفوذ وکړي  او کوم کسان چې د حق غوښتونکي او په لټه کې یې دي  اسلام ته جذب شي. البته طبیعي ده  کوم کسان چې د ادب د خبرو او د متقابل درناوي خاوندان نه دي  له دغه قاعدې مستثنی دي  او باید دکبرجنو او مغرورو کسانو په  وړاندې په ادب اواحترام سره چلند  دهغوي په وړاندې ستاسو د ذلت او وړکیدو سبب نه شي. 

ایت په دوام کې د اسماني دینونو تر مینځ مشترکاتو ته اشاره کوي  او فرمایي: د اختلافي ټکو څخه د بحث د پیلولو په ځای  هڅه وکړئ له هغوي سره په خبرو کې د وحدت له چورلیز او د الهی دینونو تر مینځ له مشترکاتو او ګډو ټکو پیل وکړئ چې په خدای  او په اسماني کتابونو ایمان دی. له هغوي وغواړئ چې ټول د خدای  او دهغه د اوامرو په وړاندې تسلیم وي.

درسونه:

۱: له غیر مسلمو سره په خبرو کې  له سپکاوي، خندا کولو او بدو ردو ویلو  ډډه کول پکار دي  دغه خبرې باید د منطق او دلیل په اساس  او په اصلاحي انګیزې سره وي  څرګنده ده چې له خپلو مسلمانانو سره هم باید د دغه ټولو اصولو خیال وساتل شي.

۲:اسلام  د اسماني دینونو تر مینځ  د نظر د تبادلې او د صحیح خبرو اترو هغه هم د مشترکاتو په چورلیز سپارښتنه کړې ده .

۳: په خدای او  پیغمبرانو ایمان کافي نه دی  بلکې باید د هغوی اوامرو ته تسلیم هم شو او  د هغوی اطاعت وکړو.

او په دې ډول مو پر تا کتاب نازل کړ، نو  کومو کسانو ته مو چې کتاب ورکړی  په هغه (قران) ایمان راوړي او له دوې (مشرکانو) هم پرې  یو لړ کسان ایمان راوړي  او بې له کافرانو (څوک) زمونږ د ایتونو انکار نه کوي.

لکه څنګه چې خدای په  موسی او عیسی تورات او انجیل نازل کړ  د اسلام په پیغمبر یې هم قران نازل کړ  او د ټولو الهي پيغمبرانو سرچینه  د خدای کلام دی  نو په هغو کې ټکر نیشته  او لکه څنګه چې  مسلمانان د تیرو پيغمبرانو په کتابونو ایمان لري   تمه کیږي چې  د نورو دینونو پیروان هم  په قران ایمان ولري  او درناوی یې وکړي  ځکه چې معارف یې  د کلي اصولو له نظره د تیرو پیغمبرانو د کتابونو له معارفو سره  غږمله دي.

ایت په دوام کې فرمایي:  نه یوازې د کتاب خاوندان بلکې بت پالي هم  هر یو  چې د حقیقت په لټه کې وي  په قران ایمان راوړي او مسلمانیږي.  یوازې ضدي کافران چې په حق پوه شوې دي  خو په مختلفو دلایلو یې منلو ته تیار نه دي د هغه انکار کوي البته په دې بڼه کې د قران  حقانیت ته څه تاوان نه رسیږي  کټ مټ دهغه چا په شان چې د خپلې کوټې  په  کړکۍ کې یې  پریړه پرده لګولې وي  او نه پریږدي چې د لمر رڼا یې کور ته ننوځي  هغه په دغه کار سره د لمر سترتوب او عظمت نه شي کمول بلکې یوازې ځان  د لمر له رڼا  محروموي.

درسونه :

۱:  قران د تیرو پيغمبرانو کتابونو ته د درناوي په څنګ کې  د نورو دینونو پیروان هم اسلام ته بلي.

۲: هغه څوک خدای ته تسلیم دی چې  په یو خاص دین او مذهب تعصب ونه لري او د بل پیغمبر په راتګ سره  په هغه او کتاب یې ایمان راوړي نه دا چې په خپل تیر پیغمبر ټینګار وکړي.

او  تا له دې مخکې هیڅ کتاب نه لوسته  او په خپل لاس دې څه نه لیکل، ګني باطل ګروهه کسانو ته به شک پیدا شوی و.

بلکه هغه (قران) روښانه ایتونه دي  دهغه چا  په سینه کې چې ورته معرفت ورکړل شوی،  او بې له ظالمانو څوک زمونږ د ایتونو انکار نه کوي.

 د تیرو اسماني کتابونو له  ایتونو سره د قران پر غږملتیا سربیره   اته څلویښتم ایت د قران د حقانیت یوې بلې نښې ته اشاره کوي  اوفرمایي: د اسلامي پیغمبر د قران له نازلیدلو مخکې نه کوم استاد او معلم لیدلی و او نه  کوم ښوونځي ته تللی و  او نه یې کوم کتاب لوستلی او متن  لیکلی و ، د دې لپاره چې هغه کسان چې د پیغمبر  د دعوت او تبلیغ د باطلولو او غلط ښودلو په لټه کې دي  په شک او  دوه زړه والي اخته  نه شي  او ونه وایي چې پیغمبر د تیرو کتابونو له مطالعې وروسته قران  لیکلې دی  هغه چې د  رسالت ادعا کوي  دورغ وایي.  همدا چې یو نالوستی او داسې کس چې له استاده یې زده کړه نه ده کړې  داسې لوړ معارف وړاندې کوي  چې  دهغه زمانې په  عربو کې یې  مخینه نه ده لرلې  او په ډیرو مواردو کې  هم یې  داسې معارف بیان کړې چې د هغه زمانې له فرهنګ او دود سره مخالف وو  دا په خپله د قران  یوه معجزه ده . البته د پیغمبر د نالوستي مطلب یوازې دا دی چې هغه چاته زنګون نه دی وهلی او له چا یې سبق نه دی زده کړی خو د دې مطلب دا نه دی چې نعوذ بالله بې سواده او جاهل و بلکې هغه حضرت د خدای له لورې د  لوړو علمونو خاوند و چې هم پکې لیک لوست شاملیږي او هم نور علوم .

نو ایتونه په دوام کې فرمایی: : د دغه کتاب  د حقانیت نښې دهغه په ایتونو کې پټې دي او د علم او معرفت خاوندان پرې پوهیږي.  او یوازې هغه کسان چې  په خپله ځان ظلم کوي د هغه انکار کوي نه بل څوک.

درسونه

۱: کله کله دخدای په اراده داسې یو کس چې له چا یې زده کړه نه وي کړي د انسانیت کلتور او فرهنګ بدلوي او کیدی شي ډیر تعلیم یافته کسان وي چې د دیني معنویت په نفي کولو سره د بشري ټولنو د بې لارې کیدو سبب کیږي

۳:  څوک چې دعلم او معرفت واقعي خاوندان دي د قران حقانیت په پوره وجود سره درک کوي.