Jul 23, 2020 09:34 Asia/Kabul

p-728-ankaboot-ayaat-56-61 د عنکبوت سورې ترجمه او تفسیر

p-728-ankaboot-ayaat-56-61

 ای زما بندګانو  چې ایمان مو رواړی! زما ځمکه پراخه ده  نو یوازې زما عبادت وکړئ.

هرکس به د مرګ خوند څښي، بیا به زمونږ لور ته ستنول کیږي.

د اسلام یو په زړه پورې  دستورالعمل  د ایمان د ساتلو لپاره هجرت کول دي  د اسلام په لومړیو وختونو کې  مسلمانانو د مشرکانو تر سخت فشار لاندې وو او خپلې دیني دندې یې په ازاده توګه نه شوې ترسره کولې  نو د اسلامي پیغمبر او واقعي مومنانو له مکې مدینې ته هجرت وکړ  او په هغه ښار کې استوګن شول.

 دا ایتونه د یوې کلي قاعدې په توګه فرمایي.  په ښار او وطن پورې د زړه تړښت او  مینه یې باید تاسو په ایمان کې له  مزبوتیا او د خدای له عبادته منعې نه کړي.  ګمان مه کوئ چې همیشه به په دې نړۍ کې ژوندي وئ  پر دې اساس باید  له ژونده ستاسو هدف یوازې د مال او دولت راغونډول او د خپل پوزیشن او دنیا پیاوړې کول نه وي  که دې خبرې ته پام ولرئ چې اخرت همیشنی منزل دی  نو بیا له خپل وطن او کلی کور سره تر حده زیاده مینه نه پیدا کوئ او  بندي کیږئ یې نه .

درسونه :

د استوګنې د ځای په انتخاب کې د خپل دین او ایمان د ساتلو مسالې  ته باید ډیر پام ولرو.

۲: د خپل دین او ایمان د حفاظت لپاره هجرت  د ایماندارو یوه دنده ده .

۳: کوم کسان چې په یو ښار  او سیمې پورې د زړه د تړلو او مینې په وجه  ګمراه کیږي په قیامت کې یې عذر نه منل کیږي.

۴: مرګ به په ټولو راځي او هیڅ تیښته ترې نیشته  نو ضروري ده چې د خپل ژوند په حساب کتاب کې له مرګه د وروسته دنیا لپاره  پلانونه وکړو.  

کومو کسانو چې ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړې دي،ضرور به ورته په جنتي کوټو ( تختونو) کې  ځای ورکوو چې  لاندې به یې ویالې بهیږي،هلته به د همیشه لپاره وي، څومره ښه ده د  عمل کوونکو بدله.

هماغه کسان چې صبر یې وکړ او په  خپل پالونکي  توکل کوي.

  په دغو ایتونو کې خدای تعالی هغو کسانو ته چې د ایمان د ساتلو په لاره کې یې سختۍ زغملې او د ضرورت په بڼه کې یې له خپل ښار او وطنه هجرت کړی  وعده ورکوي چې  په اخرت کې به په ډيرو ښکلو جنتي کورونو کې استوګن او له پریمانه نعمتونو به برخمن وي دا ایتونه د ایمان د خاوندانو دریو مهمو ځانګړنو ته اشاره کوي  چې  هغوی د الهی رحمت جنت ته رسوي : عمل صبر او  توکل.

د ویلو ده چې له کوم ایمان سره چې نیک عمل نه وي مل   هغه هیڅ ارزښت نه لري ، عمل هم بې له صبر او تحمله نتیجې ته نه رسیږي  او له صبر سره هم که په خدای توکل نه وي دوام  نه راوړي.

درسونه :

۱: جنت او جنتی نعمتونو ته د رسیدلو شرط ایمان او نیک عمل دی

 ۲: هغه څه چې مومنان یې په دنیا کې د خپل ایمان د ساتلو لپاره  له لاسه ورکوي خدای به یې په قیامت کې جبران کړي او هغوی ته به یې ورکاندي.

۳: صبر او استقامت پر مشکلاتو د کامیابۍ   او د ژوند په مختلفو پړاوونو کې کامیابۍ ته د رسیدلو راز دی.څرګنده ده چې د ایمان خاوندانو همیشه د دښمنانو  له ازار او سپکاوي سره مخامخ دي  باید تر نورو زیاته پایداري کوي.

 

او  ډیر داسې شوې  چې  یو خوځیدونکی خپله روزي نه شي تامینولی، خدای دی چې هغه او تاسو ته روزي درکوي او هغه اوریدونکی او پوه دی.

د تیرو ایتونو په دوام کې چې د ایمان د ساتلو لپاره د هجرت د ضروري والي په هکله وو دا ایت فرمایی:  له دې چې د کفر له ټاټوبي د هجرت په وجه خپل کار او کسب له لاسه ورکوئ او د ژوند د چارو په چلولو کې له مشکل سره مخامخیږئ مه ویریږئ که هجرت لازم وي هجرت وکړئ او پوه شئ چې خدای روزي رسوونکی دی  هماغه خدای چې  په ځمکه کې مختلفو خزندګانو ته روزي ورکوي تاسو نه هیروي. حتی کوم حیوانات چې خپلې ځالې ته خواړه نه شي راوړلی  او ذخیره کولی یې نه شي او مجبوره دي هره ورځ له ځالې بهر  په ډودۍ پسې وګرځي  خالي لاس نه ستنیږي او د هغوی رزق خدای ورکوي.  انسان خو له ځناورو کم نه دی  او کولی شي په کوشش او زیار سره  خپله روزي لاسته راوړي.

 که د هجرت او له وطنه د لرې والي په وجه  د انسان کسب و کار له لاسه لاړ شي  له هجرته وروسته  یې د وټ کټ ایستلو او جبران امکان شته دی خو که انسان خپل ژوند د شرک او کفر په لاره کې تیر کړي یا ظلم او طاغوت ته تسلیم شي دا شی د جبران وړ نه دی ځکه چې کفر او شرک  او ظلم انسان د انسانیت له دایرې وباسي.

درسونه :

۱: دخدای په لاره کې مهاجران باید د خپل رزق او روزۍ فکر ونه کړي  او باید  له لاسه د  روزۍ د ورکولو  داندیښنې په خاطر د خدای په لاره کې هجرت پرې نه ږدي.

۲: مومن انسان تل په خدای توکل کوي او د روزۍ د غوڅیدو له ویرې د خپلو دندو په ترسره کولو کې کوتاهي نه کوي.

۳:  خدای چې د هستۍ خالق دی  د ټولو  ژوندي سارواو  انسان د رزق ذمه واري یې اخستې ده .

 

او که له هغوی (چې له خدای سره شریکان نیسي) وپوښتې: چا اسمانونو او ځمکه پنځولې او لمر او سپوږمۍ یې مسخره او کنټرول کړې  ده؟  ضرور به ووایي : خدای. نو څنګه ( بیا له حقه) غړیږي؟.

کومو مشرکانو چې په مکې کې ژوند  او د بوتانو عبادت  کاوه ؟ خدای یې د پنځګر په توګه  مانه خو د خپلو چارو تدبیر او چلښت یې د لمر ، سپوږمۍ او ستورو یا ډول ډول بوتانو  په لاس کې ګاڼه. هغوی د خالق په توګه د خدای عبادت کاوه خو دهغه لپاره د ربوبیت قایل نه وو  په دې ډول چې ته وا د هغوی برخلیک او حتی رزق او روزي د خدای په لاس کې نه ده او حق لري هر څنګه چې زړه یې وغواړي  فیصله  او عمل وکړي.

درسونه :

۱: 

 په عقیدتي بحثونو کې  باید له نورو سره له ګډو ټکو بحث پیل کړو  بیا دوام ورکړ، د مکې له مشرکانو سره د مسلمانانو ګډ ټکی  دخدای په خالقیت دهغوی عقیده وه .

۲: له حقه انحراف او سرغړونه  یوه هغه خطره او تاوان دی چې ټول ګواښي ، په ژوند کې دخدای د ربوبیت او خدایۍ له منلو پرته یوازې  په خالقیت کې یې په خدایۍ منل یو ډول له حقه انحراف او بې لاري ده.

 پای.