Jul 23, 2020 09:57 Asia/Kabul

p-729-ankaboot-ayaat-62-66 د عنکبوت سورې ترجمه او تفسیر

p-729-ankaboot-ayaat-62-66

 خدای  چې په خپلو بندګانو کې د هر چا لپاره وغواړي روزي پراخوي  او یا یې ورله تنګوي.بې شکه خدای پر هر څه پوه دی .

 په تیره برخه کې مو وویل چې په مکې ښار کې مسلمانان چې د مشرکانو  له ځورونې  او سختیو سره مخامخ وو څو کاله ورباندې د هغوی له خوا  تجارتي او اقتصادي  بندیز ولګیده  سره له دې په دغه شان شرایطو کې په هغوي کې ځینې حاضر نه وو چې  له خپل کور اوره هجرت وکړي .

دا ایت فرمایي د کار او کسب د خرابوالي او د اقتصادي او معیشتي مشکلاتو د پیدا کیدو په وجه له  ایمانه لاس مه اخلئ بلکې په خپل ایمان کې پایداره او ټینګ اوسئ او پوه شئ چې روزي د خدای په لاس کې ده که  د هجرت ضرورت وي   خپل کار او کور کلی پریږدئ او مدینې ته هجرت وکړئ.

درسونه:

 ۱: د معاش او روزۍ د ګټلو لپاره کار او کسب زمونږ دنده ده خو د عاید او روزۍ اندازه زمونږ په لاس کې نه ده بلکې دخدای په حکمت پورې تړلې ده .

۲: له رزق او روزۍ او د دنیا له نعمتونو د برخمنتیا له نظره  په انسانانو کې فرق همداسې دی لکه څنګه چې  له هوش او استعداده  په برخورتیا کې  په انسانانو کې فرق د خدای له خوا حکیمانه چاره ده . البته دغه فرقونه د بشري ټولنې  لپاره ضروري دي.

 

او که له هغوی پوښتنه وکړې چې چا له اسمانه اوبه راستولې  چې په وسیله یې  ځمکه له مرګه وروسته ژوندۍ کړه؟ بې شکه وبه وایي : خدای! ووایه:ستاینه یوازې خدای لره    ده  خو په هغوي کې یې ډیری فکر نه کوي.

او د دنیا دا ژوند یوازې مشغولتیا او لوبې دي او بې شکه چې د اخرت کور هماغه حقیقي ژوند دی که دوي پوهیدلی.

 دې ته په پام سره چې د انسان رزق او روزي او دهغه د ژوند سرچینه اوبه دي او په اوبو پورلې تړلې ده او که په یوه سیمه کې څو کاله باران ونه شي نو وچکالي د بوټو او حیواناتو د تباهۍ او د انسانانو د لوږې او کاختۍ سبب کیږي ، دا ایت فرمایي: حتی مشرکانو هم عقیده لرله چې د باران نزول د خدای په لاس کې دی خو بیا به یې هم د بوتانو عبادت کاوه او هغوی یې په خپل ژوند کې اغیزشیندونکي ګڼل  بیا  نو ولې د ایمان خاوندان د خپل رزق او روزۍ د لاسته راوړلو لپاره اندیښمن دي  او له ویرې د خدای په لاره کې هجرت ته تیار نه دي؟

 آیا هغوی نه پوهیږي چې واقعي رزق او روزي  د اخرت په کور کې ده او دا دنیا او د دې درا پړق پړوق او شان و شوکت یې هر څه  هسې لوبې او لهو لعب دي . واړه په وړو لوبتکو  سره ځانونه مشغولوي او لوی  په لویو څیزونو سره لکه ګاډي کور کارخانه او داسې نور ، د ماشومانو په لوبو کې هم یو باچا وي یو وزیر وي، یو ډاکټر  او یو ناروغ ، یوه مور وي او یوه لور یا زوی  او کله  چې لوبې ختمې شي  نو معلومه شي چې دا هر څه هو هسې لوبې وې او دا ټول عنوانونه او مقامونه  خیالي او مجازي وو. کله چې انسان لوی شي هغه وخت هم ښایي د ځان لپاره  په ټولنه کې یو مقام او چوکۍ او نوم پیدا کړي  خو کله چې عمر پای ته ورسیږي  هاله پوه شي چې دا ټول جعلي ، مجازي او ناپایداره څیزونه او مقامونه وو  او هغه په دغه شان کردارونو او نقشونو کې د ژوند لوبه بایللې ده . چرته دي هغه لوی لوی پاچاهان چې ادعاګانې به یې کولې؟ چرته دي د تاریخ لوی کسان ؟ چرته دي د تاریخ د  لویو جنګونو سالاران او کوماندانان؟! ته وا د هغوی د لوبو وخت پای ته رسیدلی او اوس د هغوی په ځای بله ډله په لوبو مشغوله شوې ده.

 درسونه :

۱: دخدای پیژندل یوه فطري چاره ده او که  ګمراهانو له زړونو د ګناه او انحراف  غبار لرې شي  په خپل حقیقت به اعتراف وکړي .

۲: ډیر کسان ځانونه غافله کوي دې ته  نه تیاریږي چې د ځان او نړۍ د  پیل او پای او آغاز او انجام په هکله فکر وکړي.

۳: له اخرته غفلت او د هغه په حقیقت نه پوهیدل په دنیا پورې د زړه د تړښت او  په دنیاوي او مادي چارو د انسان د بوختیدو سبب کیږي.

۴: واقعي ژوند په اخرت کې دی  چې پکې هر یو کس خپل حقیقي ځای او مقام ته رسیږي . هلته به هیڅ ځور مصیبت کړاو او ظلم نه وي او د هیچا حق به نه خوړل کیږي.

 

نو کله چې په کشتۍ کې سپاره شی ( او کشتۍ په توپان کې ګیره شي) په اخلاص سره خدای بلي ( او نور هر څه هیروي) نو کله چې یې خدای وچې ته ورسوي او وې ژغوري،  بیا دوباره شرک ته ستنیږي .

 چې د هغه څه چې ورکړې مو دي ناشکري  وکړي  او ( د دنیا له زر تیریدونکو خوندونو) ګټه پورته کړي ، خو ډیر زر به پوه شي.

 د تیرو ایتونو په دوام کې چې د انسانانو د فطرت د ویښولو لپاره یې په اسمان او ځمکه کې دخدای د قدرت نښو ته اشاره وکړه  دا  ایتونه  انسانانو ته وریادوي چې د خطرې د احساس په وخت کله چې له هر څه او هر کسه نهیلي شئ نو چاته مخه کوئ؟ او له چا مرسته غواړئ؟

کله چې کشتۍ په غرقیدو شي نو تاسو څوک بلئ؟ کله چې الوتکه د غورځیدو په حال کې وي تاسو چاته غږ او فریاد کوئ او له چا مرسته غواړئ؟هغه هماغه لوی خدایدی چې قادر دی تاسو وژغوري او له حتمي مرګه مو وساتي.

 انسان په خپل ژوند کې  په معمول ډول  په مادي اسبابو او وسایلو او په دوستانو يا خپل خپلوانو تکیه کوي او په ستونزو کې  دهغوی لمنه رانیسي. له همدې امله خدای هیروي  خو له خطر سره په مقابله کې کله چې څوک د انسان فریاد نه شي اوریدلی او مرسته یې نه شي کولی یوازې خدای بلي او  نور ټول هیروي.

خو عجیبه خبره ده همدا انسان چې خدای یې له حتمي خطرو وژغوري  یو ځل بیا خدای هیروي  او په خپل مادي ژوند د دنیا په نعمتونو پسې ځي بې له دې چې د دغو نعمتونو په خاطر د  خدای مننه وکړي او د هغه  د نعمتونو په یاد  کې شي.

درسونه :

 ۱: د غفلت دوړې د انسان فطرت پټوي  خو خطرناکې پيښې او  حادثې د  غفلت پردې لرې کوي او د انسان خدای غواړی فطرت راویښوي.

۲: خالصه دعا قبلیږي  ، کافر هم که د زړه له اخلاصه دعا وکړي خدای یې قبلوي.

۳: له خدای سره شرک یو ډول ناشکري او د  هغه د نعمتونو کفران دی  او توحید یو ډول د الهی ورکړو شکر ایستل دي.

پای.