سوره روم ۱- ۸
p-731-room-ayaat-1-8 د روم سورې ژباړه او تفسیر
p-731-room-ayaat-1-8
۱-۵
الف، لام، میم.
رومیانو ( له ایرانیانو) ماته وخوړه.
(عربو ته) په ډیر نزدې ټاټوبي کې خو هغوی به له ماتې وروسته ، ډیر زر بریالی شي.
(په راتلونکو) څو کلونو کې، له دې مخکې او له دې وروسته د چارو واګې د خدای په لاس کې دي او په هغه ورځ به مومنان خوشاله شي.
د خدای په مرسته ، هغه چې له هر چا سره وغواړي مرسته کوي او هغه عزیز او بخښندویی دی.
د تاریخي سرچینو له مخې د روم او ایران د سترواکیو ترمینځ ډیر اوږد جنګ او شخړه موجوده وه . کله چې پیغمبر اکرم (ص) په مکه کې و دحجاز ټاټوبي ته نزدې د ایران او روم تر مینځ جنګ پیل شو چې رومیانو پکې ماته وخوړله. خدای تعالی خپل پیغمبر ته خبر ورکړ چې که څه هم رومیانو ماته وخوړله خو په راتلونکي جنګ کې به رومیان کامیاب شي. کله چې دغه د غیبو وړاندوینه پوره شوه مومنانو ډاډ پیدا کړ چې پر مشرکانو د هغوی د بری وعده به هم پوره شي ځکه چې هر څه دخدای په لاس کې دي او له هر چا سره چې وغواړي مرسته کوي او عزت ورکوي او خپل رحمت ورباندې نازلوي.
درسونه :
۱: د قران غیبي خبرونه او وړاندوینې یې د ددغه لوی کتاب د معجزه والي یو دلیل دی
۲: له ماتو نهیلي کیدل نه دي پکار باید همیشه د خدای مرستې ته سترګې په لاره ووسو .
۳: د خدای کار د حکمت په اساس دی د ایمان د خاوندانو تر مینځ ماته او کامیابي هم د الهي حکمت له مخې ده البته مومنان باید په خپلو دندو عمل وکړي خو د کار نتیجه د خدای په لاس کې ده او د ټولو کارونو انجام یوازې دهغه ذات په لاس کې دی.
۶-۷
دا د خدای وعده ده او خدای هیڅکله خپله وعده نه ماتوي خو زیاتره خلک نه پوهیږي.
هغوی یوازې د دنیا د ژوند ظاهر ( چې په سترګولیدلی شي) پیژني او د اخرت (له ژونده) غافله او بې خبره دي .
تیرو ایتونو پر مشرکانو د مومنانو د کامیابۍ وعده بیان کړه دا ایتونه فرمایي: ای خلکو د خدای په وعدې کې شک او دوه زړه توب مه لرئ ځکه چې دا د خدای کلکه وعده ده او ترې خلاف ورزي ممکنه نه ده .
البته کوم کسان چې په خدای ایمان نه لري یا یې ایمان سست او کمزوری دی، د خدای په وعده ډاډه نه دي ځکه چې هغوی د خدای له علم او حکمته خبر نه دي او یوازې ظاهري او مادي اسباب ویني او ماته او کامیابي په مادي عواملو سره تفسیر او تحلیلوي . هغوی له دې امله چې له اخرته غافله دي نو هر څه د دنیا په محدودو عینکو ویني او ځانونه د نړۍ په حقایقو له پوهیدو محروموي.
درسونه :
۱: د وعدو د ماتولو اصلي سبب معمولا جهل ، بې وسي او یا پښیماني ده حال دا چې خدای له دغه ټولو مواردو پاک او مبرا دی.
۲: په دنیا او مادي عواملو پورې زړه تړل د انسان فکر لنډوي او نظر یې سطحي کوي.
۳: له اخرته د غفلت جرړه د دنیا ظواهرو ته پام او ورپورې زړه تړل دي.
«أَوَلَمْ یَتَفَکَّرُوا فِی أَنفُسِهِم مَّا خَلَقَ اللَّـهُ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى وَإِنَّ کَثِیرًا مِّنَ النَّاسِ بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ لَکَافِرُونَ»
آیا په ځان کې یې فکر ونه کړ چې خدای اسمانونه او ځمکه او هغه چې په مینځ کې یې دي بې له حقه او بې له دې چې د یو ټاکل وخت لپاره وي نه دي پيدا کړې؟ او بې شکه ډیر خلک د خپل پروردګار د ملاقات منکر دي.
د آیتونه د قران د نورو ډیرو ایتونو په شان انسانان د هستۍ او نړۍ په نظام کې تفکر ته بلي او له هغوي غواړي چې خپل عقل او ضمیر ته مراجعه وکړي واقعا چا اسمان او ځمکه پیدا کړې ده؟ آیا دا پیدایښت بې هدفه او بې مقصده و؟ آیا د نړۍ کوم مشخص آغاز او انجام نیشته ؟ آیا په دې خبره یقین کولی شو چې که انسان عقل او شعور ولری او کارونه یې په حساب او پروګرام وي خو دا دومره عظیمه او لویه نړۍ چې انسانان پکې یوازې یو وړوکی مخلوق دی د تدبیر او شعور په اساس اداره نه شی؟ آیا منلی شو چې په دې نړۍ کې زمونږ انسانانو ژوند ختم شي او یوه بله نړۍ نه وي؟
البته ډیر کسان چې په دنیا پورې یې زړه تړلی د اخرت او د خدای په عدالت کې د حاضریدو منکر دي چې په خپل ګمان ښه په راحته او بې له اندیښنې د دنیا له چارو خوند واخلي خو د عقل او فکر خاوندان د هستۍ دا نظام او دا نړۍ د یو خاص هدف او منطق لرونکې ګڼي او باوري دي چې خلقت یو مشخص او یقیني نظام لری چې د نړۍ د پنځوونکي د حکمت بیانوونکی دی.
درسونه :
۱: اسلام انسانان د هستۍ په نظام کې تفکر ته بللې دي چې د هغوی ایمان د سم معرفت او پيژندنې په اساس وي .
۲: خلقت هم هدف او مقصد لري او هم ټاکل مهال ویش
۳: د قیامت انکار د منطقي استدلال او فکر په اساس نه دی بلکې اصلي سبب یې دا دی چې انسان په دنیا پورې زړه وتړي او هغه پایداره او نه ختمیدونکې وګڼي.
پای.