سوره روم ۹- ۱۳
p-727-room-ayaat-9-13 د روم سورې ژباړه او تفسیر
p-732-room-ayaat-9-13
آیا په ځمکه کې نه دي ګرځیدلې چې وویني دهغو کسانو انجام چې تر دوی مخکې وو څنګه و؟ هغوی تر دوي زیات پیاوړې او ځواکمن وو او ځمکه یې لټ په لټ کړه او هغه یې تر هغې چې دوي اباده کړه زیاته اباده کړې وه او دهغوی پیغمبران هغوی ته په روښانه دلایلو سره ورغلل (خو د پیغمبرانو د تکذیب په وجه تباه شول) نو خدای نه غوښتل چې پر هغوي ظلم وکړي بلکي هغوي په خپله په ځان ظلم کاوه .
نو بیا اخر د هغو کسانو انجام چې سپک کارونه یې کول دا شو چې د خدای ایتونه یې دروغ وګڼل او ورپورې یې مسخرې کولې.
په تیره برخه کې مو وویل چې خدای تعالی په هغو کسانو چې د ځمکې او اسمان په خلقت کې غور او فکر نه کوي نیوکه کړې او له هغوي غواړي چې د هستۍ په نظام کې فکر وکړي چې په هدفمندوالي یې پوه شي او په دې چې دا نظام د حق په اساس پنځول شوی دی.
دغه ایتونه فرمایي: ولې د تاریخ له تیرو کسانو پند او نصیحت نه اخلئ؟ولې د نړۍ مخلتفو سیمو ته د سفر په وخت د تیرو قامونو پاتو کنډوالو ته نه ګورئ او ورځنې عبرت نه اخلئ.؟ هغه قامونه چې ډیر اباد پټي باغونه او ودانۍ یې لرلې او خلکو یې ډیر زیات مال دولت درلود خو د حق د انکار او د بدو کارونو د کولو په وجه هلاک شول او ورځنې یوازې خرابې او کنډوالې پاتې دي.
دغه هلاکت د هغه ظلم نتیجه ده چې هغوي په ځان کول ځکه چې په اسلامي کلتور او فرهنګ کې هم په ځان ظلم او هم په نورو ظلم دواړه نه دي جایزه د هیومنزم د مکت په اپوټه چې وایي انسان اجازه لري هر کار چې یې زړه وغواړي کولی شي مګر دا چې د نورو د ځور او ورباندې د تیري سبب شي ، په اسلامي کلتور او لغت کې انسان دا حق نه لري چې حتی ځانته هم تاوان ورسوي نورو ته خو یې خود نه شي رسولی. البته ځانته تر ټولو لوی تاوان په عقل او ضمیر پښه کیښودل اود هغو حقایقو انکار دی چې انسان پرې په عقل او ضمیر سره پوهیږي.
درسونه :
۱: قرآن مجید د تیرو قامونو په تاریخ کې د مطالعې او د هغوی له برخلیکه د عبرت د درس اخستلو لپاره لرغونو ځایونو ته په سفر ټینګار کړی دی.
۲: تاریخي بدلونونه خپل اصول او معیارونه لري او له تیر وخته د راتلونکي لپاره درس اخستلی شو.
۳: د ولسونو نیکمرغي او سعادت یوازې په ظاهري ترقۍ او ابادۍ سره نه حاصلیږي بلکې د واقعي سعادت او کامیابۍ بنیاد په خدای ایمان او د الهي پیغمبرانو پیروي ده .
۴: په ګناه ټینګار کول او د هغه بیا بیا تکرار د انسان انجام خرابوي او هغه دې حال ته رسوي چې حق دروغ وګڼي او ورپورې ټوکې وکړي.
خدای خلقت پیلوي، بیا یې ستنوي. بیا به دهغه په لور ستنول کیږئ.
او په هغه ورځ چې قیامت شي مجرمان به نهیلي شي.
او د هغوي لپاره به دهغوي له شریکانو (معبودانو) هیڅ شفاعت کوونکي نه وي او هغوی به د خپلو شریکانو کافران (منکران) شي.
د قران د ایتونو په اساس مرګ یوازې په دې دنیا کې د انسان د ژوند پای او قبر بلې دنیا ته یوه دریچه ده .لکه څنګه چې د مور له خیټې پيدا کیدل د مور په خیټه کې دانسان د ژوند ختمیدل او دې نړۍ ته دهغه د راتګ لپاره یوه دریچه ده.
دغه ایتونه فرمایي: په دې دنیا کې ستاسو پیدا کول او مرګ ستاسو په اختیار کې نه و او نه دی.تاسو د خدای په خوښه دلته راغلې یئ او د خدای په اراده به له دې دنیا ځئ په قیامت کې ستاسو دوباره ژوند هم ستاسو په خپله اراده نه دی ستاسو که خوښه وي او که نه هلته به حاضریږئ نو داسې عمل ولرئ چې هلته تش لاس لاړ نه شئ او له خپلو تیرو کارونو پښیمانه نه شئ د دې دینا په کسانو څیزونو او مادیاتو پورې زیات زړه مه تړئ ځکه چې په قیامت کې مو دغه څیزونه هیڅ په کار نه راځي کوم کسان چې تاسو خیال کوئ په قیامت کې ستاسو شفاعت کولی شي په هغه ورځ به د دوي په ناکارندوالي او بې فایده والي پوه شئ او په دې چې دوي ستاسو په ژغورنه کې هیڅ رول نه شي لوبولی.
هو مشرکان چې بوتان په قیامت کې خپل شریکان ګڼي هلته به پوه شي چې دغه بې روحه او بې ځانه څیزونه د نړۍ د چارو په چلولو کې هیڅ رول او خاصیت نه لري او بیخي بې ارزښته څیزونه دي هم به د هغوي له شفاعته نهیلي او په درد وغم اخته شي او هم دخدای رحمت او مهربانۍ ته هیڅ هیله نه لري ځکه چې په دې دنیا کې یې له پیغمبرانو سره دښمني او مخالفت کاوه نو په اخرت کې یې د خدای د رحمت له لاسته راوړلو لپاره د هیلې هیڅ دریچه نه ده پریښې.
درسونه :
۱: د هستۍ نظام او دا نړۍ له خدایه پیل شوې او هم هغه ته به ستنیږي په بله ژبه مبدا او معاد یو دی له دې چارې غفلت په راتلونکي د انسان د ناامیدۍ او پښیمانۍ سبب کیږي.
۲: په دنیا کې د مجرمانو او ګناهکارانو مستي او خوشالي باید مونږ تر اغیز لاندې رانه ولي ځکه چې په قیامت کې به هغوی ډیر غمجن ژوند او حالات لري.
۳: د قیامت په ورځ د دنیا دروغ او کاذبې مینې او تعلقات په کینې او نفرت بدلیږي او خلک به د خیالی شفیعانو او معبودانو انکار وکړي.