Jul 28, 2020 07:43 Asia/Kabul

p-728-room-ayaat-14-19 د روم سورې ژباړه او تفسیر

p-734-room-ayaat-14-19

 

 او  په کومه ورځ چې قیامت  قایم شي هغه ورځ به (خلک) له یوه بله جدا  کیږي.

نو چا چې ایمان راوړی او ښه کارونه یې کړې دي نو هغوی به (د جنت) په یو باغ کې خوشاله اوسیږي.

خو کومو کسانو چې کفر کړی او زمونږ د ایتونو او د  اخرت د راتګ انکار یې کړی، نو هغوی به په عذاب کې له حاضریدونکو وي.

 دا  ایتونه د دنیا خلک په قیامت کې په دوو ډلو ویشي : یوه ډله هغه چې د ایمان او نیک عمل خاوندان دي او بله هغه ډله چې د هغوي د کار بنیاد په  کفر او د حق په انکار و ، هغه څه  چې په دې دنیا کې خلک له یوه بله جدا او متمایزوي  او ډلې ډلې کوي یې لکه عمر ، تعلیم ، جنس ، توکم ، ژبه ، مال دولت  مقام او موقعیت  په قیامت کې به هیڅ اثر نه لري  یوازینی څیز چې  د انسانانو برخلیک له یوه بله جدا کوي ایمان او کفر دی چې د نیکو یا بدو کارونو سبب کیږي.

 په زړه پورې دا ده چې  جنت ته د ننوتلو لپاره یوازې ایمان کافي نه دی او د نیکو او ښو کارونو کول هم ضروري دي  خو دوزخ ته د ننوتلو لپاره  یوازې کفر کافي دی  ځکه چې کفر په خپله په ځان او په خپلې وجودي پانګې ډیر لوی ظلم دی  چې  خدای انسان ته ورکړې ده .

درسونه :

۱: قیامت له پاکو د ناپاکو او نیکو د بدو او مجرمو کسانو د جدایۍ ورځ ده .

۲: هغه نیک کار ارزښمتن دی چې الهي انګیزه او محرک ولري  او په خدای له ایمانه یې سرچینه اخستې وي.

۳: د الهی ایتونو او قیامت انکار  په انسان کې د کفر او دښمنۍ له روحیې سرچینه اخلي.

۴:  په اخرت کې د انسان برخلیک   د دې دنیا په ژوند کې دهغه په عمل پورې تړلی دی.

 

نو په پاکۍ وستایئ  خدای، هغه وخت چې شپې ته داخلیږئ او هغه وخت چې سهار کوئ.

او  په اسمانونو او ځمکې کې حمد او ستاینه  یوازې  له هغه سره مخصوصه ده  او(همداراز) د ورځې په پای ( ماسخوتن) کې  او هغه  وخت  چې غرمه کوئ ( غرمې مهال)

ځینې مفسران په دې باور دي چې  دا ایتونه په  شپې او ورځې کې د واجبو لمونځونو وختونو ته اشاره کوي  او فرمايي: په سهار او ماښام او غرمه او مازیګر مهالونو کې خدای یاد کړئ  او د هغه په حمد او ستاینه مشغول اوسئ  ځکه چې ټول کاینات او مخلوقات  د هغه په پاکۍ او عظمت ګواهي ورکوي  او د هغه د بې پایه علم او قدرت نښې دي، هو له شرکه د لرې والي لپاره باید  په هر حال کې دخدای تسبیح وویل شی او په زړه او ژبه   هغه ذات له هر ډول شریک یا عیبه پاک اوسپیڅلی وګڼل شي.

درسونه :

۱: دخدای حمد او تسبیح په ټولو زمانو او ځایونو(اسمانونو او ځمکه) کې یو ارزښت  دی  خو بیا هم ځینې وختونه د خدای د ذکر لپاره ډیر مناسب او غوره دي.

۲: د خدای تعالی تسبیح او له هر ډول عیب، نیمګړتیا او ناپاکۍ د هغوي پاک ګڼل  د مننې او ستاینې  زمینه برابروي  نو ځکه د خدای تسبیح   د هغه تر حمد او ستاینې مخکې راغلې دي.

هغه ژوندی له مړي راوباسي او مړی له ژوندي راوباسي، او ځمکه وورسته له دې چې مړه وه  ژوندۍ کوي، او تاسو (هم) دغه شان (له قبرونه) راویستل کیږئ.

د هغو کسانو د شبهې په ځواب کې چې د  معاد او قیامت انکار کوي  دا ایتونه  په دنیا کې د مړو د ژوندي کیدو ځینو بیلګو ته اشاره کوي او فرمایي:  تاسو څنګه په قیامت کې د مړو بیا ژوندي کیدل بعیده او لرې خبره ګڼئ حال دا چې خدای تعالی همیشه  د ژوندي کولو او مړولو  په حال کې دی. کله چې ژمی  وي  ونې او بوټي مړه کیږي او  د سپرلی په وخته  بیا ژوندي کیږي  او هر کال دا خبره تکراریږي او تاسو یې په خپلو سترګو وینئ. پر دې سربیره  چې  هر کال له مړې خاورې  ډول ډول بوټي او  واښه  زرغونیږي  او ژوند او زرغونتیا نندارې ته وړاندې کوي.  د دې  په اپوټه  ډیر ژوند مخلوقات مړه کیږي او  په خاورې بدلیږي.

کومې اوبه چې مونږ څښو یا ډوډۍ چې خورو  ژوندي مخلوقات نه دي خو کله چې زمونږ د  بدن په ټوټه او برخه بدل شی   په ژوندیو سلولونو بدلیږي. د فطرت په نظام کې هم  همیشه ژوند له مرګ ا و مرګ د ژوند له زړه راټوکیږي  دا  په قیامت کې د مړو د ژوندي کولو لپاره د پاک رب په  قدرت او طاقت تر ټولو ښه دلیل دی .

البته  دا ایت له معنوي اړخه هم تفسیریدی شي  لکه څنګه چې په ځینو روایتونو کې  له  کافره د مومن زیږیدل او له  مومنه د کافر زیږیدل یا له عالمه د جاهل او له جاهله د عالم زیږیدل  له مړي د ژوندي او له ژوندي د مړي د بهر راوتلو نمونې ګڼل شوې دي.

درسونه :

۱: که انسان پوه خوښیار او منصف وي  په قیامت په عقیده کې هیڅ شک باقي نه پاتې کیږي  ځکه چې خدای  په همدې دنیا کې د نړیو د ژوندي کولو او د ژوندیو د مړ کولو طاقت نندارې ته وړاندې کړی دی .

 ۲: د دې نړۍ په نظام کې  د مرګ او ژوند تر مینځ د  مخلوقاتو ګردش  لیدل  کیږي او دا چاره به د قیامت تر ورځې روانه وي .

 پای.