Jul 28, 2020 06:38 Asia/Kabul

p-730-room-ayaat-23-26 د روم سورې ژباړه او تفسیر

p-735-room-ayaat-23-26

 

 او دهغه (د حکمت) له ایتونو په شپې او ورځې کې ستاسو خوب او د هغه دفضل ( د خپلې روزۍ لپاره) مو لټون دی؛ بې شکه  په دې کې د هغو کسانو لپاره چې اوري؛ نښې نښانې موجودې دي.

او دهغه ( د قدرت) له نښو دا ده چې د ( اسمان) بریښنا   چې د ویرې او هیلې سبب ده، تاسو ته ښیي او له اسمانه اوبه رالیږي چې په وسیله یې ، ځمکه له مړینې  وروسته ، ژوندۍ کوي ، بې شکه په دې چاره کې د هغو کسانو لپاره چې فکر کوي نښې نښانې موجودې دي.

  په تیره برخه کې مو وویل چې قران د روم سورې په ځينو  ځایونو کې  د انسان او نړۍ په خلقت کې د  خدای نښې او ایتونه بیانوي. دا ایتونه  د انسان په ژوند کې د هغو دوو نورو بیلګو ته اشاره کوي او فرمایي:  ښایي ستاسو په نزد خوب کول یوه معمولي شان خبره وي خو همدا خوب او بیداري چې په شپې او ورځې کې پرله پسې راځي د خدای دحکمت نښه ده  چې انسان په تازه روحیې او تاندوالي سره د ژوند په چارو او کار او کسب پسې لاړ شي  او کله چې ستړی شي نو ارام وکړي ، که انسان خوب نه لرلی همیشه به یې د ستړیا او ستومانۍ احساس کاوه  او  د ژوند د دوام لپاره به یې لازم تاندوالی او حوصله نه لرله.

د اسمان بریښنا او ګړزا هم چې کله کله د  خلکو د ویرې سبب کیږي د باران د نازلیدلو پیلامه ده  چې د ځمکې ، انسان ، بوټو او حیواناتو ژوند ورپورې تړلی دی  که په یوې سیمې کې د اوږدې مودې لپاره باران ونه شی  دهغه ځای خلک  د ژوند د دغه مادې په قدر ښه پوهیږي.

نن ښارونو او کلیو ته  له چاڼ ځایونو د  تیلو اوګیسو د انتقال،  لپاره د پایپونو د جوړولو ، د ځمکې د کیندلو، د پایپونو د لګلو او ساتلو لپاره  په میلیاردونو ډالره لګیږي . خو خدای په یو طبیعي او فطري نظام کې د  سمندر  اوبه د باد د چلیدو د وریځو د حرکت او د باران د وریدو په وسیله  په وړیا توګه د ځمکې استوګنو ته رسوي. نو ښایي چې د خدای په دغو بې شماره نعمتونو کې یو څه فکر وکړو چې د هغه د نعمتونو شکر ګزاره ووسو.

درسونه :

۱:  د خدای له نعمتونو هسې تیریدل نه دي پکار ، د خوب او بیدارۍ نظام د خدای یو ډیر لوی نعمت دی.

۲: د حلالې روزۍ د ګټلو لپاره کار او کس  او د  ژوند داړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅه  د دین  له نظره یو خوښ  کار دی چې سپارښتنه یې شوې ده .

۳: د اسمان بریښنا ، د باران ورښت  او په ځمکه کې د بوټو زرغونیدل ، تصادفي چاره نه ده دا ټولې طبیعي پیښې د یو دقیق پروګرام  په اساس د خدای له لورې روانې دي.

۴: دخدای پیژندل باید د علم او تفکر او تعقل په اساس وي.

 

او دهغه له نښو دا دي چې  اسمان او ځمکه د هغه په امر قایمه ده، نو کله چې تاسو  په یوه بلنه له ځمکې وغواړي، ناڅاپه (له قبرونو) رابهر کیږئ.

  په تیرو ایتونو کې د اسمان او ځمکې خلقت ته اشاره وشوه دا ایت د هغه ثبات او بقا ته اشاره کوي او فرمایی: لوی اسماني اجرام  چې له یې بشر ژورتیاوو ته نه دی رسیدلی – که څه هم په میلیاردونو ستوري او سیارې یې پيژندلې-  په یو مشخص نظام کې د حرکت او څرخ په حال کې دي  او که له خپلې لارې معمولي شان انحراف پيدا کړي ښایی د نړۍ د ځینې برخې منجمله د ځمکې او د هغې د استوګنو د تباهۍ سبب شي.  خو د پالونکي او پیدا کوونکي تدبیر داسې دی چې دغه بې شمیره کرې د دافعې او جاذبې د قانون په اساس په یو مشخص مدار کې حرکت کوي  او د نړۍ نظام قایم پاتې  دی.

 البته کله چې خدای اراده وکړي دغه نظام به ګډ وډ کړي او دا نړۍ به پای ته ورسیږي او یو بل نظام به جوړ شي. په هغه نوي نظام کې به د دې دنیا په اپوټه چې انسانان یې له خپلو میندو پیدا کیږي هغوی به د بوټو په شان له خاورو راوځي او بې له دې چې له مور پلار وروڼو خویندو او دنیاوي خپلوانو سره تعلق ولري هر انسان به ځانله  په هغه نړۍ کې حاضریږي او د خپلو عملونو ځواب به ورکوي.

درسونه:

۱: د خلقت د نظام ټینګښت  نه اتفاقي دی او نه د نورو په لاس کې یوازې د خدای په اراده دی.

۲: نه یوازې دنړۍ حلقت بلکې  تدبیر او چلښت یې هم  دخدای په لاس کې دی ، داسې نه ده چې  هغه نړۍ پیدا کړې وي او په خپل حال یې پریښې وي  بلکې هغه دهغه باغبان په شان دی چې د دانې پر کرلو سربیره  د هغه د پاللو او شوکولو  مراحل هم دهغه تر تدبیر او څارنې لاندې وي.

۳: له خاورې دانسان وتل  د معاد او قیامت په جسماني والي دلیل دی ځکه چې په مرګ سره  یوازې د انسان جسم خاورې ته ځي نه روح.

 

او هر څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي د هغه  دي ، ټول ( د تکوین په نظام کې) دهغه د امر منونکي دي.

د تیر ایت په دوام کې  چې له دې نړۍ بلې نړۍ ته د انسان د انتقال خبره یې کوله  دا ایت فرمایی:  دې ته  په پام سره چې خدای د انسان او د نورو مخلوقاتو لکه پرښتو او پیریانو خالق دی  حق لري چې هر څنګه چې وغواړي د هغو په معامله کې عمل وکړي  او هیڅوک له هغه ذات سره د مخالفت توان نه لري ځکه چې که څه هم دغه مخلوقات د هغه د تشریع له نظام سره د مخالفت وس لري خو  د هغوی وجود د خدای د تکویني نظام په وړاندې فرمانبرداره او مطیع دی حتی  د انسانان اختیار هم د خدای په اذن او ارادې سره دی.

درسونه :

 نه یوازې جمادات  او نباتات او حیوانات بلکې د انسان ، پرښتو او پیریانو په شان شعوري مخلوقات هم  د خدای د حاکمیت او واکمنۍ څخه د وتلو امکان نه لري.

۲: لکه څنګه چې د تکوین په نظام کې د انسان وجود د پالونکي فرمان وړونکی دی  او په همدې وجه جسمي کمال او ودې ته رسیږي که د تشریع په نظام کې هم  په خپل اختیار د خدای د امر تابع ووسي  کمال او نیکمرغۍ ته رسیږي.

پای.