Jul 28, 2020 07:44 Asia/Kabul

p-732-room-ayaat-30-34 د روم سورې ژباړه او تفسیر

p-737-room-ayaat-30-34

نو د حق ګروهنې له مخې دغه دین ته مخ کړه. (دا)الهی فطرت دی چې خدای یې پراساس خلک پیدا کړې دي. د خدای په پنځون کې څه ګډوډوي نیشته. دا  دین ټینګ دی، خو زیاتره خلک نه پوهیږي.

  په تیرو څو برخو کې قرآن مجید د  خدای د و جود او  د ځمکې او اسمان په پیداښت کې د هغه  علم او قدرت ته اشاره وکړه . دا ایت فرمایي:  طبیعت نظام ته په پامه پرته په خپله د انسان په وجود کې فکر کول هم انسان ته خدای ورپيژني. ځکه چې د ټولو انسانانو وجود د یو وسیال او لوی پنځوونکي په  شتون ګواهي ورکوي.

خدای تعالی په دغه ایت کې د اسلام له پیغمبر او له ټولو مومنانو غواړي چې نه یوازې په ظاهري توګه او په ژبه ، بلکه  له زړه او په  باطن سره  حق دین ته مخه کړي او له هر ډول کږوالي او بې لارۍ ډډه وکړي.  په مسلمه توګه  ټول اسماني دینونه د خدای له خوا نازل شوې  خو افسوس چې  اکثره یې تحریف شوې او له خپلې واقعي لارې چې د نیکمرغۍ په لور دخلکو هدایت دی منحرفه شوې دي. دا ایت فرمایي:  یوازیني دین چې ثابت او ټینګ دی او تحریف پکې نه دی شوی  اسلام دی ، هغه دین چې د انسان په خلقت کې د خدای له فطرت سره  هم غږمله دی . لکه څنګه چې د تاریخ په اوږدو کې د انسان فطرت نه بدلیږي  او ټولو انسانان په هر وخت او ځای کې چې وي یو شان فطرت لري، هغه څه چې خدای د انسان د نیکمرغۍ لپاره نازل کړې هغه هم  ثابت او نه بدلیدونکي دي او د اسلام په دین کې چې آخري اسماني دین دی متجلي شوې دي.  البته ډیر خلک له دغه حقیقته غافله دي. هغوي اسلام ته د پام په ځاي د بشري  مکتبونو او لارو پیروي کوي  چې له نیمګړتیاوو او کمزوریو ډک دي  یا د داسې دینونو پيروي کوي چې له خپلې لارې غړیدلې دي  او هغوي مقصد او منزل ته نه رسوي.

درسونه :

۱: خدای تعالی د انسان فطرت داسې پیدا کړی چې حق ته ګروهمن او له باطله بیزاره دی . اسماني دین هم د حق په اساس ولاړ دی او ورته ګروهنه فطري خبره ده .

۲:  هغه څه چې فطري دي  توجه او پرې عمل کولو ته اړتیا لري که نه وي له انسانه هیریږي او هغه ورځنی غافله کیږي د دین اساس یوه فطري چاره ده خو باید دهغه په تعلیماتو او ښوونو عمل وشي چې زمونږ په وجود کې ځای ونیسي.

۳: دانسان د تکوین نظام د الهي تشریع له نظام سره غږمله دی ، ځکه چې دواړه له یوه ځایه سرچنیه اخلي  او په مینځ کې هیڅ ډول تضاد نیشت.

 

 

(تاسو هم) هغه ته مخ کړئ او له  هغه پروا وکړئ او لمونځ وکړئ او له مشرکانو مه کیږئ.

او له هغو کسانو چې خپل دین یې فرقې فرقې کړ او ډلې ډلې شول، مه کیږئ او هره ډله په هغه څه چې ورسره دي (هیله منه او) خوشاله ده.

  په تیر ایت کې مو وویل چې که څه هم دین یوه فطره چاره ده خو همیشه دا خطره موجود وي چې انسان ورځنې غفلت وکړي او هیر یې کړي نو ځکه ایت فرمایي چې : هر وخت چې له دغه لارې غافله یا کاږه شوئ، د خدای لور ته ستانه شئ   چې  په اصل کې ستاسو توحیدي فطرت ته جاروت دی.  بیا د خپل دین د ساتلو لپاره څو حکمونه ورکوي: یو د تقوا خیال ساتل او له ګناه ډار، او بل  د لمونځ او لمنځ په شکل کې  له خدای سره ارتباط او اړیکې. که دغو دوو اصولو ته پام وشي  انسان  په خپل عمل او عقیده کې په شرک نه اخته کیږي.

ایت په دوام کې د شرک یوې پایلې ته اشاره کوي  او فرمایي: شرک په ټولنه کې د ډلبندۍ سبب کیږي او هر څوک ځانته یو خدای نیسي او هغه ته هیله پیدا کوي  او د ژوند نیکمرغي او کامیابي له هغه غواړی.  په داسې حال کې چې  ټول انسانان  په عقیده او عمل کې د توحید په چورلیز راغونډ شي  په ټولنه کې هیڅ تضاد او ټکر نه پیدا کیږي  او په بشري ټولنه وحدت او یوهیړوالی واکمنیږي.

درسونه:

۱:  دین ته فطري ګروهنه ،  هغه وخت د انسان په وجود کې زرغونه او پخیږي چې  هغه د لمنځ، توبې ، تقوا او لمانځه څښتن وي.

۲: توحید د  بشري ټولنې د وحدت او یووالي  عامل دی او شرک  په انسانانو کې د تفرقې او ډلبندۍ سبب ګرځي.

۳:  په ټولنه کې د تفرقې او ډلو ډلو پیدا کیدل د توحید له لیکې د لرې کیدو او  په شرک د اخته کیدو نښه ده .

 

 کله چې خلکو ته څه تاوان او ضرر ورسیږي، خپل رب بلي  او  ورته  توبه کوونکي ستنیږي. خو کله چې خدای  له خپل لوري په هغوي یو رحمت وڅکي،  ځینې یې  په خپل پالونکي شرک کوی.

چې د هغه څه په باره کې چې  دوي ته مو ورکړې دي، ناشکري وکړي. نو (اوس) خوندونه واخلئ  خو ډیر زر به  پوه شئ.

د تیرو ایتونو په دوام کې  چې د خدای پيژندنې د فطري والي په هکله وو، دا ایت  د انسان په ژوند کې  د هغې یوې بیلګې او پایلې ته اشاره کوي او فرمایي:  کله چې انسان ته یو  مصیبت او تاوان ورسیږي چې نور ورسره مرسته نه شي کولی  او له هر ځایه نهیلی شي، نو خدای ته مخه کوي او له هغه غواړي چې ستونزه یې ورهواره کړي ، په  دغه حال کې انسان هغه څه چې د غفلت په وجه یې هیر کړې وي رایاد کړي نو هم له خپل غفلته توبه کوي او هم له خدایه غواړي چې مصیبت ترې وغړوي. خو کله چې  ورباندې دخدای مهرباني وشي او  خدای پرې رحم وکړي، یو ځل  بیا خدای هیروي او د خپلې ستونزې حل  د نورو عواملو او اسبابو پامته داره ګڼي.. که د انسان په ژوند کې دغه د ناشکرۍ خوي دوام پیدا کړي   هغه په ډیر بد انجام اخته کیږي او سره له دې چې له دنیاوي نعمتونو برخمن وي خو عاقبت او انجام یې ښه نه وي.

درسونه :

۱: ځینې کسان یوازې په سختیو او مصیبتونو کې خدای یادوي ، ته وا خدای یوازې د خپلو ستونزو د هواري لپاره غواړي  او که څه مشکل او مساله نه وي  خدای ته هیڅ ضرورت نه لري.

۲:  په سختیو او فشارونو کې د غفلت دوړې لرې کیږي  او انسان خپل اصل او فطرت ته چې خدای پالی فطرت دی ستنیږي.

۳: هوساینه او په مزو چړچو کې ډوبیدل د خدای له یاده دغفلت او  د کفر او ناشکرۍ په خوي د اخته کیدو زمینه برابروي.

 پای .