Jul 28, 2020 06:38 Asia/Kabul

p-733-room-ayaat-35-38 د روم سورې ژباړه او تفسیر

 p-738-room-ayaat-35-38

 آیا په هغوي مو کوم حجت یا دلیل نازل کړی چې هغه دلیل دهغه څه (په سموالي)  چې دوي (له خدای سره)  شریکان ګرځولې، دلالت کوي؟

 دا ایت د تیرو خبرو به دوام کې د شرک او د مشرکانو د عقایدو نفي کوي او فرمایی:  آیا مشرکان چې د خدای لپاره شریکان ګرځوي په دې خبره کوم دلیل او حجت لري؟ آیا د طبیعت په نظام کې یا د هغوي په خپل وجود کې داسې کومې نښې شته  چې وښیي خدای تعالی شریک لري؟ یا د خدای له خوا په هغوی کوم کتاب نازل شوی او په  هغه کتاب کې یې اعتراف کړی چې زه شریک لرم؟ روښانه ده چې په دې کې یوه خبره هم نیشت او مشرکان د جهل او د خپلو پلرونو په لارې د تعصب له مخې په دغه خرافاتي عقیدې روان د ي او د خپلې دغه عقیدې لپاره  هیڅ عقلي او نقلي دلیل نه لري.

درسونه :

 ۱: اسلام د منطق او استدلال دی دی او له خپلو مخالفانو دلیل غواړی.

۲: د توحید په اپوټه چې پیاوړې او ژور دلیلونه لري، شرک هیڅ جرړه او اصل نه لري او هیڅ  ډول منطقي دلیل او استدلال هم نه لري.

 

او  چې کله په خلکو یو رحمت وڅکو، ورباندې خوشالیږي او که د هغو عملونو په وجه چې کړې یې دي ،  کوم تاوان او مصیبت ورورسیږي،  نو بیا نهیلي کیږی.

 

د تیرو ایتونو په دوام کې دا ایت د مشرکانو او یا سست ایمانه کسانو یوه ځانګړنه داسې بیانوي  چې هغ وي د غرور او نهیلۍ په مینځ کې  اوړي راوړي ، کله چې ورته نعمت ورسیږي نو  غاوره شي او که کوم مشکل او ستونزه ورته پیدا شي نو نهیلي او ناامیده کیږي ، حال دا چې واقعي مومنان د شکر او صبر په مینځ کې وي. هغوي په الهي نعمتونو شکر کوي او د ستونزو په وړاندې هم صابر او زغم لرونکي وي.

په زړه پورې ده چې په دغه ایت او دې ته  په ورته نورو ایتونو کې رحمت د خدای له خوا بلل شوی خو د دې په پوټه مصیبت او ناخوالې د انسان د خپل عمل پایله ګڼل شوې ده . ځکه چې خدای تعالی د خپل بنده لپاره بې له رحمت او مهربانۍ بل څه نه غواړي او د انسان زیاتره مشکلات د هغه د خپلو  غلطو کړو او یا په نورو د ظلم او زیاتي نتیجه ده .

درسونه:

 ۱: بې ایمانه  یا سست ایمانه انسانان کم ظرفیته دي هغوي په لږ شان نعمت سره مست او غاوره کیږي او په لږ شان تریخوالي او مصیبت سره بندون ته رسیږي او نهیلي کیږي.

۲: د دنیا نعمتونه ثابته او تل پاتې نه دي او انسان ته په هغو پورې د زړه تړل نه دي پکار، که نه وي کله چې هغه له لاسه ورکړي په نهیلۍ او ناامیدۍ اخته کیږي.

 

آیا وې نه لیدل چې خدای د هر چا لپاره چې وغواړي رزق پراخوي یا یې تنګوي؟ بې شکه په دغه چاره کې نښې دي د هغو کسانو لپاره چې ایمان راوړي.

نو د خپلوان، مسکین او په لاره کې د پاتې راغلو کسانو حق ادا کړه . دا (انفاق) د هغو کسانو لپاره چې د خدای خوښي غواړي، غوره دی، او هغوی ژغورل شوې دي.

 

د تیر ایت په دوام کې چې وې فرمایل: ځینې سست یامانه او بې ظرفیته کسان د الهي نعمت په لاسته راوړلو سره مست او مغروره کیږي او د نعمت په بایللو سره  نهیلي او ناامیده کیږي ، دا ایت فرمایي:  ایمانداره کسان عقیده لري چې روزي د خدای په لاس کې ده او کمیدل یا زیاتیدل یې  د الهي حکمت او علم په اساس دي،  ډیر داسې کسان شته چې د مال دولت د لاسته راوړلو لپاره  ډیره هڅه کوي  خو ډیره لږه ګټه او برخه ورته رسیږي  او داسې هم ډیر کسان شته چې د معمول مطابق کوشش یې کړی خو خدای ورته ډیره ګټه ورکړې ده .

 مهمه  زمونږ هڅه او کوشش دی چې باید د معمول په حد کې وشي خو دا  چې ددغه هڅو او کوشش نتیجه څومره راوځي دا په ډیرو عواملو پورې تړلې ده  چې ډیر یې زمونږ په لاس کې نه دي. که مونږ د ډیر مال د ګټلو لپاره هڅه وکړو  خو په هر دلیل ورته ونه رسیږو نهیله  او ډیپریس کیږو.  خو که  زمونږ عقیده دا وي چې زمونږ دنده صرف هڅه او کوشش دی او نتیجه یې خدای ته پریږدو، همیشه به   په هغه څه چې راسره دي راضي وو او  خدای به د ځان پوروړی نه ګڼو.  ایتونه په دوام کې د نورو په وړاندې د انسان مسوولیت ته اشاره کوي او فرمایي: البته  څوک چې زیاته روزي لري  مسوولیت او فریضه یې هم زیاته ده  او باید پر خپلې کورنۍ سربیره د  ټولنې د نورو وګړو  او اړمنو په فکر کې هم وي او په هغوي کې بیا خپلوانو ته لومړیتوب ورکړي.

د دغو ایتونو پای هم د انفاق نیت او انګیزې ته اشاره کوي او فرمایي:  البته  دغه نیک کار په دې شرط چې د انفاق کوونکي لپاره پاتې کیږي چې  دهغه نیت د خدای د رضا وي نه  د نوم او شهرت  ګټل. پر دې سربیره چې  که انفاق دخدای د رضا او خوشالولولپاره وي  انسان بیا په اړمن کس احسان نه اړوي او هغه ته  خپل احسان نه وریادوي.

 درسونه :

۱: که مونږ روزي د خدای له لوري وګڼو ، نو بیا به د ټولنې له اړمنو او محرومانو سره  په مرسته او انفاق کې کوتاهي او غفلت نه کوو.

۲: که له اړمنو سره مرسته خالصانه او دخدای لپاره نه وي، د انفاق  او مرستې اخستونکی خو ګټه پورته کوي خو انفاق او مرسته کوونکی له خپل دغه عمله په اخرت کې هیڅ ګټه او فایده  نه مومي.

۳: خپلوان او محرومان د انسان په مال او شتمنیو کې حق او حقوق لري چې باید په سمه توګه ادا کړی شي.

۴: شتمن کسان د خمس او زکات پر ورکولو سربیره باید  له ټولنې د فقر او  غربت د ختمولو لپاره له خپله ماله صدقه هم ورکړي او انفاق وکړي  او یوازې په واجبو انفاقونو بسنه ونه کړي.

 ۵: اسلام  له ټولنې د فقر  ختمولو او  او د محرومیت لرې کولو ته  خاص پام لري  نو ځکه  یې د بې وزلو ، مسکینانو او په لاره کې د پاتې کسانو ډیر ملاتړ کړی دی.

پای .