Jul 28, 2020 06:38 Asia/Kabul
  • سوره روم ۳۹- ۴۲

p-734-room-ayaat-39-42 د روم سورې ژباړه او تفسیر

p-739-room-ayaat-39-42

 او هغه څه چې په سود یې ورکوئ چې د خلکو په مالونو کې زیات شی ، د خدای په نزد به هیڅکله زیات نه شي او هغه  زکات چې ورکوئ  او د خدای رضا غواړئ نو دغه کسان (څوچنده) بدله او اجر لري.

 په هغه وروستي ایت کې چې په تیره برخه کې مو  بیان کړ  اړمنو ته د انفاق  خبره وشوه خو دا ایت د خدای او  له خدایه پرته د بل چا لپاره انفاق له یو بل سره پرتله کوي او فرمایي: هغه څه چې تاسو یې نورو ته ورکوئ که دخدای د رضا لپاره وي او بل قصد او غرص ونه لري د هغه بدله  له خدای سره ده  چې څو برابره یې درکوي خو که ستاسو مرسته د خدای لپاره  نه وي بلکې بل کوم هدف لرئ  مثلا دا چې   دخلکو مال زیات شي او یوه برخه یې تاسو ته درکړي  نو له دې امله چې دا کار دخدای د رضا لپاره نه دی د خدای په نزد هیڅ اجر او بدله نه لرئ.

 یو کس چې بل چاته پور ورکوي خو په دې تمه چې پوروړی د ستنولو په وخت  لا زیات ورستون کوي ،  که څه هم د بل کس ضرورت یې پوره کړی خو له دې امله چې مقصد یې یوازې د خپل مال زیاتول وو د خدای په نزد هیڅ  اجر او بدله نه لري.

درسونه :

۱: د پور په ورکولو یا انفاق کې تر ټولو مهمه مساله د ورکوونکي نیت او انګیزه ده  نه د پیسو او مال اندازه یا یې ډول.

۲: هغه څه چې کارونو ته ارزښت او اعتبار ورکوي  د الهی انګیزې لرل دي او کوم کارونه چې له دغه ملاتړه پرته ترسره شي هیڅ ارزښت نه لري.

۳: دنیا هغه بازار دی چې ځینې پکې له خلکو سره معامله کوي  چې په دنیا کې ګټه لاسته راوړي او ځینې پکې له خدای سره معامله کوي چې په اخرت کې ځانته اجر او بدله جوړه کړي.

 

خدای هغه ذات دی چې تاسو یې وپنځولئ، بیا یې روزي درکړه ، هاله به تاسو مړه کوي او بیا به مو ژوندي کوي. آیا له هغو شریکانو چې تاسو له خدای سره ټاکلې دي څوک شته چې  په دغو کارونو کې کوم کار وکړي؟ هغه سپیڅلی او لوړ دی له هغه څه چې تاسو یې له هغه سره شریکان ګرځوئ.

دا ایت په هستۍ کې دخدای بې ساري رول ته اشاره کوي او فرمایي: ستاسو خلقت ، او په ژوند کې ستاسو رزق او روزي ، مرګ مو او په قیامت کې مو  دوباره ژوندي کول ټول دخدای په لاس کې دي . نو تاسو بیا ولې له خدای سره نور نور شیان شریکان ګرځوئ؟ آیا  هغوي په دغو چارو کې څه رول لري؟ که د هغه وخت او د نن مشرکان په دغو پوښتنو فکرو کړي ځواب یې منفي دی  ځکه چې ښه به ورته څرګنده شي چې  هغه څه چې دوي یې عبادت کوي د دوي په ژوند او مرګ او روزۍ کې هیڅ رول نه لري او دوي یوازې د خپلو پلرونو او نیکونو د  پیروۍ له مخې د دغه بې ځانه او مړو څیزونو عبادت کوي او سپيڅلې یې ګڼي.

 درسونه :

۱: تیر، اوسمهال، راتلونکی، او زمونږ رزق او روزي د خدای په لاس کې دي نو یوازې دهغه بنده پاتې کیدل پکار دی او له هغه سره د بل چا شریک نه دي ګرځول پکار.

۲:  د طبیعت او کایناتو قوانین ، اسباب او وسایل باید د خدای مخلوق وګڼو نه دا چې له خدای سره یې برابر کړو، له خدایه پرته نور طاقتونه هیڅ خپلواکي نه لري او د ډیرو وړو څیزونو له پيدا کولو هم عاجزه دي.

 

او د هغو کارونو په وجه چې خلکو کړې په وچه او دریاب کې تباهي ښکاره شوې ده . چې ( خدای) د هغوی د ځینو کارونو (سزا) په هغوي وڅکي ښایي ( د حق لور ته) ستانه شي.

ووایه په ځمکه کې وګرځئ نو ووینۍ  دهغو کسانو انجام چې تر تاسو مخکې وو، څنګه و؟ په هغوي کې زیاتره مشرکان وو.

 

په تیرو ایتونو پسې  چې د مشرکانو د عقیدو د غلطوالي په باره کې وو دا ایتونه فرمایي: د انسانانو د عقیدو او اعمالو او  په بشري ټولنه کې د فساد او تباهۍ د پیدا کیدو تر مینځ  کلکه رابطه موجوده ده . د ټولو مشکلاتو جرړه یا له خدای سره شریک ګرځول او کفر دی او یا هم د خدای هیرول. څوک چې په خپلو کارونو کې خدای په نظر کې نیسي  د ګناهانو د کولو پروا نه کوي او ځان کورنۍ او ټولنې ته ستونزې او مشکلات پیدا کوي  دهغه د کار ځینې ناوړه پایلې په دې دنیا کې ښکاره کیږي او ځینې یې  په اخرت کې ګناهکاران  دوزخ ته رسوي.

قران مسلمانانو ته سپارښتنه کوي چې د تیرو قومونو د تاریخ په مطالعې  او په نن زمانه کې دځینو قامونو د ژوند په لیدلو سره  په ټولن کې د ګناه او فساد پیالو ته پام وکړي هغوی باید پوه شي چې  خدای تعالی  د انسانانو د ځینو کارونو نتیجې په همدې دنیا کې په هغوي ورڅکي  چې ښایي بیداره شي او له خپلو جرمونو او بدو کارونو لاس واخلي.

نن د نړۍ په مختلفو سیمو کې د لویو تمدنونو اثار باقي پاتې دي ، هغه هڅوبونه چې یوه زمانه یې  ډیر زیات طاقت دولت او شان و شوکت درلود خو د ظلم او شرافی ګرۍ او اسراف په وجه  د وخت په  تیریدو سره له مینځه لاړل او نن د هغوی د ماڼیو یوازې کنډوالې پاتې دي.

په زړه پورې ده  چې  قران د ټولو ګناهونو او فسادونو جرړه شرک ګڼي  چې په دې ټکي ټینګار وکړي چې شرک د هلاکت او تباهۍ عامل دی او هغه څه چې د انسان د واقعي سعادت او نیکمرغۍ سبب ګرځي  توحید او د یوازیني خدای بندګي ده .

درسونه :

۱: د انسان غلط او ناروا کارونه  د دنیا په نظام اغیزه شیندي او د هرې ناوړه پیښې  په پیدا کیدو کې رول لري . د ژواک چاپیریال خرابیدل دانسان د غلطو کارونو نتیجه ده .

 ۲: ژواک چاپیریال که هغه وچه وي او که سمندر د انسان په لاس کې د خدای یو امانت دی ، بې شکه لوی خدای  په دغه امانت کې د هر ډول تصرف اجازه نه ده ورکړې.

۳: سیل او سفر او  په نړۍ کې ګرځیدل که هدفمن وي  او د انسان لپاره د عبرت درس ،  اسلام یې سپارښتنه کړې ده .

۴: که د یوې ټولنې اکثره خلک  په فساد او بې لارۍ اخته شي  هغه ټولنه د خدای په قهر اخته کیږي  او باید له هغه ځایه هجرت وکړی شي.

 پای .

 

 ----------------

 

 کلید واژه: بسوی نور، روم، وام،  انفاق، شرک، خشکی، دریا