سوره روم ۴۳- ۴۶
p-735-room-ayaat-43-46 د روم سورې ژباړه او تفسیر
p-740-room-ayaat-43-46
«فَأَقِمْ وَجْهَکَ لِلدِّینِ الْقَیِّمِ مِن قَبْلِ أَن یَأْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّـهِ یَوْمَئِذٍ یَصَّدَّعُونَ»
نو (په خپل ټول توان سره) دغه محکم دین ته مخه کړه، مخکې له دې چې هغه ورځ راورسیږي چې د خدای له خوا دهغه لپاره هیڅ جاروت نیشته. او په هغه ورځ به (خلک) ډلې ډلې شی.
د اسلام د دین یوه ځانګړنه دا ده چې د انسان له عقل او فطرت سره غږمله دی . نو په دې ایت کې اسلام د یو داسې دین په توګه معرفي شوی چې هم په محکمو او ټینګو بنیادونو ولاړ دی او هم د انسان ټول وګړنیز او ټولنیز مصالح او ښیګړې په نظر کې لري. البته د دغه اثار او برکتونه هغه وخت په اسلامي ټولنو نازلیږي چې هغوي په خپل ټول توان سره هغه ته مخه کړي او د ژوند په ټولو چارو کې په هغه عمل وکړی. نه دا چې په خپله خوښه ، د دین یوه برخه واخلي او بله یې پریږدي. که انسان پوه شي چې په دې ژوند او دنیا کې د هغه ورځې یو څو دي او تر هغې چې هغه یې فکر کوي ډیر زر وروستۍ کرښې ته ورسیږي نو بیا کوشش کوي چې له دغه لنډ شان فرصته ډیر تر ډیره استفاده وکړي چې کم پښیمانه شي.
د قیامت یوه ځانګړنه دا ده چې خلک به په هغه ورځ ډلې ډلې شی او د مومنانو لاره به له کافرانو او بې بې لارې کسانو جدا شي او هر یو به په یو لور روان وي.
درسونه :
۱: دین او د دین تعلیماتو ته پام باید په جدي او هراړخیزه توګه وي نه دا چې یو موسمي او موقتي کار وي او مونږ ورسره د اصلي په ځای په فرعي توګه چلند وکړو.
۲: هغه څه چې له اخلاقي تاوانونو د ټولنې د ژغورل کیدو سبب کیږي دیني تعلیماتو ته هر اړخیزه کتنه او پرې پوره عمل دی.
«مَن کَفَرَ فَعَلَیْهِ کُفْرُهُ وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِأَنفُسِهِمْ یَمْهَدُونَ»، «لِیَجْزِیَ الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِن فَضْلِهِ إِنَّهُ لَا یُحِبُّ الْکَافِرِینَ»
څوک چې کافر شي ، کفر یې په خپل تاوان دی او څوک چې ښه کار وکړی،د ځان لپاره (ابدي او نیک انجام) تیاروي.
چې خدای هغه کسان چې ایمان یې راوړی او ښه کارونه یې کړې دي، له خپل فضله بدله ورکړی؛( او کافران محرومه کړي ځکه چې) هغه کافران نه خوښوي.
په تیر ایت کې یې وفرمایل چې په قیامت کې به خلک تیت و پرک او ډلې ډلې شي او د مومنانو لیکې به له کافرانو جدا شي دا ایت فرمایی: هغه سزا او بدله په دنیا کې د انسانانو د خپل عمل نتیجه ده. کفر انسان ته تاوان رسوي او هغه دوزخي کوي او ایمان او ښه عمل په جنت کې هوساینې او ارام سبب کیږي.
البته کافران به دخپل کفر او بدو کارونو په اندازه سزا ویني خو مومنانو ته به د خپلو نیکو کارونو پر اجر سربیره د خدای خاص کرم او فضل هم وررسیږي او خدای به پرې خپل ځانګړې رحمتونه نازلوي . دا هماغه شی دی چې کافرانو ځانونه دهغه له حاصلولو محرومه کړې دي.
درسونه :
۱: د انسانانو ایمان او کفر خدای ته څه ګټه او تاوان نه رسوي بلکې ګټه او تاوان یې په خپله هغوي ته رسیږي.
۲: له کافرانو سره د خدای چلند د عدل او انصاف له مخې او له ایماندارو او د نیک عمل له خاوندانو سره د فضل او رحمت په اساس دی .
«وَمِنْ آیَاتِهِ أَن یُرْسِلَ الرِّیَاحَ مُبَشِّرَاتٍ وَلِیُذِیقَکُم مِّن رَّحْمَتِهِ وَلِتَجْرِیَ الْفُلْکُ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّکُمْ تَشْکُرُونَ»
او د هغه ( د قدرت او حکمت) له نښو دا دي چې بادونه (د باران) زیری ورکوونکي رالیږي او چې خپل رحمت په تاسو وڅکي او کشتۍ د هغه په امر حرکت وکړي او تاسو (هم) د هغه له فضله (روزي) ولټوئ، ښایي شکر ګزاره شئ.
دا ایت یو ځل بیا د توحید نښو ته چې د سورې په پیل کې راغلې ، ستنیږي او د هستۍ د نظام هماهنګۍ ته اشاره کوي او فرمایی: که اسمان او ځمکې او طبیعي ښکارندو لکه باد او باران ته پام وکړئ چې همیشه په ځمکه کې موجود دي نو په الهي قدرت او حکمت او د هستۍ د پنځوونکي په وحدانیت او یووالي به پوه شئ درمعلومه به شي چې خدای تعالی په دغو دوو څیزونو سره چې ظاهرا عام شان دي ژوندیو مخلوقاتو لکه بوټو ، حیواناتو او انسانانو ته ژوند بخښي او هغه څه چې هغوي ورته ضرورت لري په ځمکه هر ځای هغوي ته ورکوي. کرهڼه او مالداري چې د انسان د تغدیې دوه مهم توکي او سرچینې دي د باد او باران له برکته دي. او د دغه محصولاتو د وړو راوړو تر ټولو ښه وسایل هم که پخوا وو او که نن کشتۍ دي چې د سمندرونو او دریابونو په وسیله د نړۍ مختلفو سیمو ته رسیږي.
خو په افسوس سره عام خلک د خدای دغو لویو نعمتونو ته چې خدای ورکړي پام نه کوي او هغه طبیعي او فطري چارې ګڼي چې ته وا خپل په خپله رامینځته کیږي او د هغو په چلښت کې د هیڅ قدرت او طاقت لاس نیشته .
درسونه :
۱: بادونه چې په ځمکه کې د وریځو د وړو راوړو عامل دي د اوبو دغه لویه سرچینه د هوا له لارې د نړۍ وچو سیمو ته منتقلیږي او تږې ځمکې سیرابوي.
۲: په سمندرونو او دریابونو کې د کشتیو حرکت په اصل کې د خدای په لاس کې دی نه د بیړۍ چلوونکو! ځکه چې خدای د فطرت د قوانینو په ټاکلو سره د اوبو لپاسه د کشتیو د حرکت زمینه برابره کړې دی. ددغه قوانینو له مخې ډیرې لویې لویې بیړۍ د اوبو لپاسه روانې وي او په ډیره کمه خرچه ډیرې اوږدې فاصلې وهي او ډیر مسافر او سامانونه وړي راوړی.
۳: قرآن د حلالې روزې د ګټلو لپاره د کار او زیار سپارښتنه کړې ده . البته انسان باید د هغه څه په بدل کې چې لاسته یې راوړي د خدای شکر ادا کړي او هغه د خدای له لورې وګڼي نه د خپل علم او تدبیر نتیجه .
پای.
کلید واژه: بسوی نور، روم، دین، کافر، باد، باران، کشتی