Jul 28, 2020 07:23 Asia/Kabul

p-736-room-ayaat-47-49 د روم سورې ژباړه او تفسیر

 p-741-room-ayaat-47-49

او په رښتیا  مونږ تر تا مخکې دهغوی د قام په لور  پیغمبران ولیږل، نو هغوی ورته روښانه دلایل راوړل، بیا مو له هغو کسانو چې  جرم اوګناه یې کړې وه ، انتقام واخسته (او د دمومنانو مرسته مو وکړه) او دمومنانو مرسته زموږ په غاړه یو حق دی.

د تیرې برخې وروستی ایت دانسان د ژوند او د بوټو د زرغونیدو لباره د بادونو د لیږلو او د باران د نازلیدلو په هکله و، دا ایت د دلیل او برهان په اساس د خلکو د هدایت لپاره د پیغمبرانو استولو ته اشاره کوي او له دې وروسته ایتونه یو ځل بیا د ځمکې د ژوندي کولو لپاره د باد او باران د راستولو خبره کوي. ته وا په خلقت کې  د الهي حکمت او قدرت د  ایتونو په مینځ کې د دغه  ایت راتلل د دې ظریف ټکي بیانوونکي دي چې  د تکوین او تشریع نظام له یوه ځایه ذاته سرچینه اخلي او هماغه خدای چې تاسو یې وپنځولئ او ستاسو د بدني اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې  لمر، وریځې ، باد او باران مامور کړ  ستاسو د روحي اړتیاوو د پوره کولو لپاره  یې هم پیغمبران درولیږل چې د عقل او فطرت په استفادې سره تاسو هدایت کړي.

طبیعي ده چې په دغه بڼه کې  هغه کسان چې حقیقت درک کړي او ایمان راوړي د خدای لطف او مهرباني پرې کیږي  او د هغه مرسته او نصرت یې په نصیب کیږي خو کوم کسان چې له حق سره مقابلې ته پاڅي او دخدای له امره سر وغړوي د خدای په سزا اخته کیږي.

 ۱: خدای تعالی د پیغمبرانو او د روښانه دلایلو او معجزو په لیږلو سره په خلکو حجت تمام کړی او غاړې یې خلاصې کړې دي.

۲: پر کافرانو د مومنانو او پر باطل د حق په جبهې وروستۍ کامیابي ، د خدای تعالی قطعي وعده ده .

۳: خدای تعالی کافرانو ته هغه وخت سزا ورکوي چې اول پرې غاړې خلاص کړي ځکه چې په چا غاړې نه وي خلاصې شوې او حجت پرې نه وي تمام شوی د داسې کسانو سزا عادلانه نه ده .

 

خدای هغه ذات دی چې  بادونه لیږي او  وریځې راولاړوي ، نو هغه په اسمان کې هغه شان چې ویې غواړي پراخوي او هغه ټوټې ټوټې کوي نو باران به وینې چې  د هغو  له مینځه راوځي. نو بیا  دغه  (باران) خپل هر یو بنده ته چې وغواړي رسوي، او ناڅاپه هغوي  خوشاله شي.

که څه هم مخکې له دې چې (باران) په هغوي ووریږي، ورځنې ناامیده او نهیلې وو.

 

 د لمر  او تودوخې په لګیدو سره د سیندونو او دریابونو  د سطحې اوبه په بړاس بدلیږي او اسمان ته منتقل کیږي ، بیا خدای تعالی د بادونو په لیږلو سره  هغه وریځې چې د اوبو له بخار او بړاسه جوړې شوې  په ځمکه کې لرې لرې سیمو ته  بوځي او هلته د باران لپاره د طبیعي شرایطو په برابریدو سره  د باران لطیف څاڅکي په ځمکه وریږي ، د دغه کار عظمت هغه وخت څرګندیږي چې  په دې خبره ځان پوه کړو چې نن سبا انسان له یوه ځایه بل ځایه ته د ګازو او تیلو  اویا اوبو د رسولو لپاره مجبوره ده چې په میلیاردونو ډالره ولګوي، اول ځمکه وکني  بیا پکې پایپونه وغځوي او د دغه څیزونو کنټرلوونکي  او ساتونکې آلې او مشینونه ولګوي  او بیا هم په یوه محدوه پيمانه  دغه څیزونه له یوه ځایه بل ځای ته منتقلولی شي  خو خدای تعالی له یو داسې سسټمه په استفادې سره چې  د انسان لپاره هیڅ خرچه نه لري د ژوند دغه ماده د دې خاکي کرې  ټولو استوګنو ته رسوي  چې نه یوازې انسان بلکې د ځمکې په مخ ټولو  ژوندي ساري او بوټي ترې برخمن شي.

د باران په نازلیدلو سره نه یوازې د انسان جسم بلکې روح یې هم له هغه استفاده کوي ، د باران د زړه وړونکې نظارې  او د هغو ګلونو ، باغونو او ښکلو کروندو ننداره چې د باران په ورښت سره تازه کیږي  په هر انسان کې تاندوالی او طراوت پیدا کوي، د وریځو  او بادونو په لیدلو سره یې په سترګو کې د هیلې رڼا ځلیږي او د خوښۍ خندا یې په  شونډو کښیني . دا هماغه د خدای بې پایه طلب او هیله مندي ده چې باد او باران یې زیری ورکوونکي دي. 

 درسونه :

۱: طبیعي ښکارندې باید تصادفي او اتفاقي څیزونه ونه ګڼو، بلکې هغه د کایناتو په تیره بیا د  ځمکې د کرې د چارو په چلولو کې دخدای تعالی د حکمت او قدرت له نښو دي.

۲: د خدای اراده دا ده چې د نړۍ چارې د طبعیي علتونو او اسبابو له لارې تحقق ومومي  او د علت او معلول نظام د حکیم خدای  پيدایښت دی او هغه جوړ کړی دی.

۳: د خدای بې پایه مهرباني  په انسان کې د ناامیدۍ او مایوسۍ د روحیې علاج  کوونکې ده  په رښتیا سره  چې  له سختیو سره راحته او  له نیستۍ سره شتمني ده .