Jul 28, 2020 07:23 Asia/Kabul

p-738-room-ayaat-55-60 د روم سورې ژباړه او تفسیر

p-743-room-ayaat-55-60

 

او هغه ورځ چې قیامت راشي، مجرمان به قسم وخوري چې یو څو شیبې زیات (په دنیا کې) نه دي پاتې شوې. دوي (په دنیا کې هم) دغه شان (له حقه) بې لارې کیدل.

او کوم کسان چې ورته علم او ایمان ورکړل شوی، وایي: قطعا تاسو ( دهغه څه له مخې) چې د خدای په کتاب کې (دي) د قیامت تر ورځې ایسار شوې یئ او دا، د قیامت ورځه ده، خو تاسو پرې نه پوهیدئ.

نو په هغه ورځ دهغو کسانو عذر غوښتنه چې  ظلم یې کړی دی، هیڅ ګټه نه لري او له هغوی ، نه غواړي چې عذر خواهي (او توبه) وکړي.

 د مجرمو او کافرو انسانانو یوه ځانګړنه دا ده چې په دنیا کې د قیامت د ورځې انکار کوي او نه یې مني ، د دغه ایتونو په اساس دغه شان کسان په قیامت کې  هم د دې خبرې منلو ته تیار نه دي چې قیامت راغلی او  هغوی د قیامت په ډګر کې حاضر شوې دي،نو ځکه وایي  دا هم دهماغه دنیا دوام دی او مونږ یو څو شیبې اوده شوې وو او اوس راویښ شوو. خو د ایمان خاوندان چې په حقیقت پوه شوې او د معرفت او پوهې خاوندان دي ، هغوی ته وایي: دا قیامت دی او د هغه څه مطابق چې خدای مقرر کړې ، تاسو د دنیا او قیامت تر مینځ برزخ تیر کړی او نن د قیامت په محکمې کې  حاضر شوې یئ.

کله چې ظالمان او تبهکاران ، د قیامت په نوم یوه محکمه خپلې مخې ته وونیي  نو عذر او بخښنې به غواړي او توبه به کوي خو د دغه ایتونو له مخې  په هغه ورځ به د مجرمانو عذر خواهي هیڅ ګټه نه لري او توبه یې نه منل کیږي.

 درسونه :

۱: کږ فکري انسان ، ګمراهۍ ته بیایي ،  په فکر او عقیدې کې انحراف  په ټولنه کې د جرم او ګناه د پراختیا زمینه برابروي.

۲: علم او ایمان له یو بل سره متقابله رابطه لري . واقعي علم انسان ایمان ته بلي او ایمان هم خلک د عمل او پوهې لاسته راوړلو ته بلي.

 ۳: د انسان برخلیک د هغه په خپلو عملونو پورې اړه لري ، جرم او ظلم په دنیا او اخرت کې هیڅ ښه انجام نه لري.

۴: عذر خواهي او  له ګناهونو توبه ، یوازې په دنیا کې کارسازه  ده او په قیامت کې هیڅ ګټه او فایده نه لري.

 

  او په رښتیا  په دې قرآن کې مو، د خلکو لپاره هر ډول مثالونه راوړل  او که  هغوی ته یوه نښه او معجزه راوړې، کافران به ضرور وایي:  تاسو یوازې باطلې او چټي خبرې کوئ.

دا ډول خدای د هغو کسانو په زړونو چې نه پوهیږي، مهر وهي.

 قرآن د هدایت کتاب دی او ټول هغه څه چې د انسان په هدایت کې موثر دي، په دې کتاب کې بیان شوې دي لکه زیر ورکول او ویرول، ارشاد او موعظه، امر او نهي، هڅول او غندل، استدلال او برهان او هره روده او طریقه چې د اسنان دهدایت او له ګناه د لرې کولو  زمینه برابروي.

 دخدای تعالی د توحید او یکتا  پرستۍ دلایل د قران په مختلفو ایتونو کې بیان شوې، په دې اسماني کتاب کې د ژوند دکولو سمه طریق او  له ناوړه اخلاقي صفاتو د لرې کیدو سپارښتنې مپه مختلفو طریقو او قالبونو کې بیان شوې دي.  په شواروز او په مختلفو وختونو او ورځو کې د خدای د عبادت طریقه  بیان شوې. عقاید، احکام او اخلاق چې د هر موحد او یو خدای منونکي انسان  د فکر او عمل ستنې جوړوي ، د قران په شپږو زرو ایتونو کې  بیان شوې دي البته   په مختلفو طریقو او قالبونو کې.  سره له دې چې کوم انسان چې نه غواړي حق ومني او بنیاد یې په کفر ضد او انکار ایښی وي دغه  ټول دلیلونه او وضاحتونه باطل ګڼي او کله کله خو بیخی د خدای د ایتونو منلو ته تیاریږي هم نه .

 ایت په دوام کې د دغه کفر او انکار دلیل داسې بیانوي. خدای تعالی د دغه شان کسانو په زړه چې ډیر زیات جرمونه او  په ګناه ټینګار کوي مهر وهلی دی او هغوی په حقیقت له پوهیدو محرومه شوې دي.  بالکل د هغو غلو په شان چې د جرمونو د کولو په وجه په جیل کې بندي کیږي او په کوټې یې قفل وهل  کیږي.د غلو غلط کارونه قاضی هم مجبوروي چې هغوی د عدالت د اجرا لپاره محبوس کړي، او هغوی د ازادۍ له نعمتونه محرومیږي، ګناهکاران هم که توبه وکړي خدای تعالی یې بخښي او که په خپلو جرمونو او د عدالت خلاف کارونو ټینګار وکړي  دهغوی په زړونو  قفل لګیږي  او د حقیقت د درک کولو له نعمته محرومیږي.

 درسونه:

۱: قرآن د ټولو خلکو لپاره دی او د خلکو د مختلفو پرګنو د هدایت او ارشاد لپاره  له مختلفو طریقو او چوکاټونو استفاده کوي.

۲: کوم کسان چې د باطل په چورلیز دي ، نه یوازې حق مني نه بلکې حق ، باطل ګڼي او مومنان هم اهل باطل ګڼي. باید خیال ولرو چې د باطل د لارې لارویان او پروپاګنډې او هیاهیو مونږ تر اغیز لاندې رانه ولي.

 ۳: د کفر  او له حق سره د ضد او انکار سزا د خدای له هدایته محرومیدل دي چې ارو مرو یې تاوان په خپله انسان ته رسیږي نه خدای ته.

 

نو صبر وکړه  چې (ستا دکامیابۍ په هکله) د خدای وعده حقه ده. او (هیڅکله)هغه کسان چې (په خدای او قیامت) یقین نه لري، تا (بې صبرۍ) اونافرمانۍ (ناشکرۍ)  ته اړ نه باسي.

 دا ایت  چې د روم  سورې وروستی ایت دی فرمایي: : د ایمان خاوندان همیشه د تاریخ په اوږدو کې د کافرانو له خوا په ژبه او عمل سره ځورول شوې دي  نو باید صبر او پایداري وښودل شي  او د هغوی ګواښونو او تبلیغاتو ته تسلیم نه شو. ځکه چې خدای وعده ورکړې چې که د ایمان خاوندان پایداري وکړي او ټینګ پاتې شي کامیابیږي.

ایت په دوام کې د خدای رسول او د ایمان خاوندانو ته په خطاب کې فرمایي: که د هغوی د خبرو تر اغیز لاندې راشئ، په ویره او اضطراب به اخته شئ  بیا به  خپل مقاومت او ټینګتیا  کمه او سپکه وګڼئ او په سپکو او بې ارزښتو کارونو به لاسونه پورې کړئ یا دا چې د دښمنانو د ناروا نسبتونو  او تورونو په وجه به داسې غوسه او بې کنټروله شئ چې خپل ارامښت او متانت به ونه ساتل شئ  او په دغه حال کې به داسې څه وکړئ چې  ستاسو د سپکاوي او په ټولنه کې به د موقعیت د کمیدو سبب شي.

 درسونه :

۱: د ایمان خاوندان باید ټینګ او استوار وي  او د دښمنانونو د ناوړه کړو په وړاندې صبر وکړي.

 ۲: د بې دینه او بې بې ایمانه کسانو پروپاګنډې او تبلیغات باید  زمونږ په فیصله کولو کې څه تاثیر ونه لري ، مونږ باید پر باطل د ایمان د خاوندانو په کامیابۍ ایمان ولرو  ځکه چې دا په خپله د ارامښت او ډاډ سبب کیږي.

 ۳: کوم کسان چې صابر نه وي په ټولنه کې سپک  او خفیف ګڼل کیږي.