Jul 29, 2020 05:00 Asia/Kabul

p-744-luqman-ayaat-1-6 د لقمان سورې ژباړه او تفسیر

  p-744-luqman-ayaat-1-6

 د روم سورې په ختمیدو سره دا برخه د لقمان سورې  په ترجمې او تفسیر سره پیلوو ،  لقمان سوره په مکه کې نازله شوې او څلور دیرش آیتونه لري . خدای تعالی په دغه سورې کې د اسمان او ځمکې او ډول ډول مخلوقاتو په خلقت کې  خپلو نښو ته په اشارې سره  خپل زوي ته د لقمان حکیم د حکمتي خبرو یوه برخه  بیانوي ، په دې وجه دغه سورې ته لقمان نوم ورکړی شوی دی. 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

د بخښونکي مهربان خدای په نامه

 

 الف، لام، میم .

دا له حکمته د ډک کتاب ایتونه دي.

 چې د نیکانو لپاره د رحمت او هدایت (سبب) دی.

 

د قران مجید نه ویشت سورې په مقطعه حروفو سره پیل کیږي او لقمان سوره هم  له هغو ده . مقطعه حروف د قران د عظمت ښودنه کوي چې له همدې الفبا جوړ شوی او په عین حال کې د خدای یوه معجزه ده چې هیڅوک د هغه په شان کتاب نه شي راوړلی.

هغه کتاب چې ایتونه یې په دې سورې او د قرآن په نورو سورو کې ، حکمت آموز دي . ځکه چې د حکیم خدای له لورې نازل شوې او کافي استحکام او بډایتوب لري . هیڅ ډول باطله خبره پکې نیشته له خرافاتو او چټیاتو پاک دی او بې له حقه بله خبره نه کوي او بې له حق لارې بلې لارې ته بلل نه کوي.

 که څه هم قران د ټولو انسانانو د هدایت لپاره نازل شوی خو یوازې هغه کسان ورځنې ګټه پورته کوي چې  پاک او نیک وي . ناپاکه او  بدکاري یا  دهغه د ایتونو اوریدلو او لوستلو ته تیار نه دي او یا یې که  واوري او وې لولي ، روح یې  دومره ککړ دی چې  حق نه مني او له حقه مخ اړوي.

 درسونه :

۱: د خلکو هدایت باید له محکمو دلایلو سره یو ځای د حکمت په اساس وي . له همدې امله ده چې قران ځانته حکیم کتاب وایي.

۲: د خلکو هدایت او ورته نصیحت  باید له رحمت او محبت سره یو ځای وي چې پکې ډیر اثر وکړی.

 

هغه کسان چې لمونځ قایموي، او زکات ورکوي او هغوي په اخرت یقین لري.

هغوی د خپل  رب له لوري هدایت شوې ، او هم هغوی ژغورل شوې دي.

 

دا ایتونه اول د محسنین ، یعنې نیکانو  کلمه چې  په تیر ایت کې راغلې وه بیانوي  په دې ډول چې احسان او نیکي دوه برخې لري یوع عقیدتي او بله عملي . په عملي برخه کې یې لمونځ او زکات شاملیږي او په عقیدتي برخې کې یې  په اخرت ایمان راځي.

 اصولا په دیني کلتور او لغت کې د خدای عبادت او بندګي  د خدای د مخلوق له خیال ساتلو جدا نه ده  او دا دوه څیزونه د یو بل لازم او ملزوم دي . په افسوس سره په نننۍ نړۍ کې  ډیر داسې کسان شته چې لمونځ کوي جوماتونه ته ځي او دعاګانې کوي خو د ټولنې اړمنو او محرومانو ته څه پام نه کوي او ګمان کوي چې  همدغه عبادتونه کافي دي.

د دې په اپوټه داسې کسان هم شته دي چې  د اړمنو کسانو د مشکلاتو او ستونزو د لرې کولو په فکر کې دي خو دیني اوامرو او لمانځ او لمنځ ته څه توجه نه کوي. دا ایت فرمایي: یوازې هغه کسان د خدای په  خاص هدایت کې شاملیږي او کامیابۍ او ژغورنې ته رسیږي چې  د زکات پر ورکولو او  له نورو سره  پر احسان سربیره  د خدای  بندګي هم کوي او لمونځونه کوي او په نورو الهي اوامرو عمل کوي او د خپلو کارونو په کولو کې اخرت په نظر کې ساتي.

درسونه :

۱:  په اسلامي  فرهنګ  کې لمونځ او زکات له یوه بله جدا نه دي . د لمونځ کول او دزکات ورکول  باید د ایماندارو کسانو همیشنی سیرت  وګرځي.

۲: واقعی نیکچاری هغه کس دی چې هم د خلکو او دهغوی د ستونزو د هوارولو په فکر کې وي او هم د معنوي ترقۍ او کمال په فکر کې . نه دا چې یو شی په بل قربان کړي.

۳: کامیابي په  خدای او د قیامت په ورځې په ایمان او  الهی اوامرو په کولو لکه د لمونځ کولو او زکات په ورکولو کې ده ، ایمان بې له عمله ، او عمل  بې له ایمانه هیڅ ګټه نه لري.

 

  

 

او  ځینې خلک د چټي او وخت تیروونکو خبرو پیرودونکي دي، چې  بې له هیڅ علمه (نور) د خدای له لارې ګمراه کړي او  په هغوي پورې  ټوکې وکړي، د  هغوي لپاره  خواروونکی  عذاب دی.

 

دا ایت د انسان یو  ډیر مهم ګمراه کوونکي عامل ته  چې چټي او باطلې خبرې دي اشاره کوي . په تاریخي کتابونو کې راغلې دي چې  ځینې عربو تاجرانو به لیرو سیمو لکه ایران ته سفرونه کول او ډول ډول افسانې لکه د رستم او اسفندیار کیسې او د پاچاهانو کیسې به یې زده کولې . هغوی به مکې ته له ستنیدو وروسته  خلک په ځان راغونډول او ویل به یې :  که  محمد د عاد او ثمود کیسې کوي مونږ هم تاسو ته لا په زړره پورې کیسې بیانوو . هغوی به په دې طریقه هڅه کوله خلک د پیغمبر له خواوشا او د قران د ایتونو له اوریدلو لرې کړي.

 همداراز ځینې سندرغاړو ښځو به  د عاشقانه سندرو او  مشغولوونکو نغمو په لوستلو سره  خلک پیغمبر ته له توجه  او د قران د ښکلو ایتونو له اوریدلو منع کول او  کله کله به یې د خدای په کلام  پورې خندا کوله او هغه به یې بې ارزښته ګاڼه.

 

دا ایت فرمایي: هغه کسان چې په هرې طریقې سره خلک د خدای له لارې منعې کوي  او د کوم منطقي دلیل له وړاندې کولو پرته  د خدای ایتونه بې اساسه او بې ارزښته ګڼي یا ورپورې ټوکې کوي، ډیره سخته سزا به  ولري  داسې چې په دنیا او اخرت کې به ذلیل او خوار وي.

 

 درسونه:

۱:  هر ډول  مشغوولونکې خبره ، که هغه په آهنګ او سندرې سره وي او که  بې آهنګه وي که انسان د حق له لارې وغړوي  او د انسانانو د  غفلت او ګمراهۍ سبب شي، دین ترې خلک منع کړې دي.

 ۲: د خلکو په تیره بیا د ځوانانو د ګمراهۍ یو عامل د هغو سندرو او نغمو اوریدل دي چې موسیقي او شعرونه یې باطل او ناروا وي او له خدایه د انسان د غافله کیدو او  په دنیاوي شهوتونو د اخته کیدو سبب کیږي.

۳: دښمن له  اسلامي افکارو او عقایدو سره د مبارزې لپاره  په پراخه توګه  له  فرهنګي وسیلو چې د خبرې او لیکنې په شکل کې وي استفاده کوي  او هغه په مختلفو هنري بڼو لکه  فلم ، تهیټر  او موسیقۍ سره  په ټولنه کې دودوي.