سوره لقمان ۲۰-۲۴
p-744-luqman-ayaat-20-24 د لقمان سورې ژباړه او تفسیر
p-749-luqman-ayaat-20-24
«أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّـهَ سَخَّرَ لَکُم مَّا فِی السَّمَاوَاتِ وَمَا فِی الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَیْکُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً وَمِنَ النَّاسِ مَن یُجَادِلُ فِی اللَّـهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا کِتَابٍ مُّنِیرٍ»
آیا نه مو دي لیدلې چې خدای تعالی هغه څه چې په اسمانونو کې او هغه څه چې په ځمکه کې دي ستاسو لپاره مسخر کړې او خپل ښکاره او پټ نعمتونه یې پر تاسو بشپړ کړې دي؟ او ځینې خلک بې له څه علم او هدایت او یا روښانه کتابه ، د خدای په هکله مجادله کوي.
په تیرو برخو کې په عقیدتي ، اخلاقي او ټولنیزو زمینو کې خپل بچي ته د حضرت لقمان علیه السلام نصیحتونه پای ته ورسیدل دا ایتونه د حضرت لقمان له موعظو مخکې مطالبو ته چې موضوع یې د خدای پیژندنه وه ستنیږي او ټولو انسانانو ته فرمایي: خدای تعالی اسمان او ځمکه په دې ډول پیدا کړه چې او هغه یې داسې پلان کړه چې همیشه ستاسو انسانانو په خدمت کې وي طبیعي ښکارندې لکه لمر او سپوږمۍ اسمان او له لمره د ځمکې تاویدلو ستاسو لپاره د ژوند شرایط او زمینې برابرې کړې دي.دریابونه او سمندرونه ، تر ځمکې لاندې او باندې ډول ډول معدنونه او زیرمې د وچې او اوبو مختلف حیوانات او ډول ډول بوټي او ونې او د کرهڼې محصولات دا ټول ستاسو انسانانو په خدمت کې دي، په دوي کې ځینې نیغ په نیغه د انسان تر نظر لاندې دي او ځينې نور بیا په الهي تدبیر سره انسان ته د ګټه رسولو په لړ کې عمل کوي.
پر مادي نعمتونو سربیره چې د انسان بدني اړتیاوې پوره کوي خدای تعالی د پیغمبرانو په مبعوثولو او د اسماني کتابونو په استولو سره د ا نسان فکري او روحي اړتیاوو ته پام کړی او د هغه د ودې او کمال اسباب یې برابر کړې دي.
خو په افسوس سره دتاریخ په اوږدو کې همیشه داسې انسانان وو چې د دومره پریمانه نعمتونو د شکر په ځای چې له انسانه ګیر چاپیر دي همیشه له خدای سره جنګ او جدل کوی بې له دې چې کوم روښانه عقلي او علمي دلیل ولري.
درسونه :
۱: انسان د هستۍ تر ټولو غوره مخلوق دی او ځمکه او هغه څه چې پکې دي د انسان د خدمت لپاره او د هغه د استفادې په غرض پنځول شوې دي.
۲: په بشر د خدای نعمتنه هم پراخ دي هم پریمان او هم ډول ډول دي. که هغه مادي وي که معنوی، ظاهري وي او که باطني نو انسان ولې ناشکري کوي؟
۳: بحث او جدال په هغه بڼه کې ګټه ور وي چې د علم او بشري عقل یا د هدایت او اسماني کتاب په اساس وي.
«وَإِذَا قِیلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللَّـهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَیْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ کَانَ الشَّیْطَانُ یَدْعُوهُمْ إِلَى عَذَابِ السَّعِیرِ»
او کله چې هغوي ته وویل شي له هغه څه چې نازل کړې یې دي پيروي وکړئ، وایي: ( نه) بلکې مونږ دهغه څه چې پلرونه مو پرې موندلې دي پيروي کوو. آیا که څه هم شیطان هغوی غرغړانده عذاب ته وبلي ( بیا یې هم پیروي کوي)؟!
په تیر ایت کې یې وفرمایل: څوک چې د خدای په هکله تردید او شک کوي روښانه دلیل او منطق نه لري ، دا ایت فرمایي: د هغوي اکثره کسانو دلیل دا دی چې زمونږ پلار نیکونه او مشران په دې لاره روان وو نو مونږ یې هم پیروي وکوو هغوی د خپلو پلرونو له غلط دینه لاس اخستلو ته تیار نه دي او د الهی هدایت د پیروۍ په ځای د خپلو پلرونو غلطې عقیدې او کړنې مني په داسې حال کې چې دا منطق غلط او شیطاني دی او سبب کیږي چې دغه ډله هم د خپلو نیکونو په شان دوزخ ته لاړه شي.
درسونه :
۱: د پلرونو په غلط عقیدو او باورونو تعصب او ټینګار او دهغوی ړوند تقلید د حق د منلو یو خنډ دی او د انسان عقل او فکر په حقیقت له پوهیدلو غړوي.
۲: د کلتوري میراث او د ملي ادابو او رسومو ساتنه تر هغه وخته ارزښتمنه ده چې له عقل او دین سره سمونه ولري که نه وي د انحطاط او پریوتو سبب کیږي.
۳: شیطان پرله پسې انسان غلطو او کږو لارو ته بلي .
«وَمَن یُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّـهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَکَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى وَإِلَى اللَّـهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ»، «وَمَن کَفَرَ فَلَا یَحْزُنکَ کُفْرُهُ إِلَیْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا إِنَّ اللَّـهَ عَلِیمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ»، «نُمَتِّعُهُمْ قَلِیلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ إِلَى عَذَابٍ غَلِیظٍ»
او څوک چې خپل مخ الله ته واړوي، په داسې حال کې چې نیک وي نو بې شکه په کلک لاسوند یې لاس اچولی دي او د ټولو کارونو انجام د خدای په لور دی.
او څوک چې کفر وکړي کفر دې یې تا غمجن نه کړي، د هغو ټولو جاروت زمونږ په لور دی، نو مونږ به هغوي په هغو کارونو چې کړې یې دي خبر کړو، په رښتیا چې خدای تعالی له هغه څه چې په زړونو کې دي خبر دی.
هغوی ته لږه شان برخه ورکوو بیا هغوی په سخت عذاب اخته کوو.
دا ایتونه خلک د الهی بلنې په وړاندې په دوو ډلو ویشي:
یوه ډوله په خپل ټول وجود او توان سره راځي او د خدای په وړاندې تسلمیږي او بله ډله د سرکښۍ او سرغړاوي لاره خپلوي او دخدای انکار اوکفر کوي. لومړۍ ډله د خدای د کلکې رسۍ په ټینګولو سره نیغه لاره مومي او په نورو نیکي او احسان کوي دهغوی عاقبت او انجام ښه دی . خودوهمه ډله کسان حتی که په دنیا کې یو څه برخه هم ولري او د دنیا له خوندونو او مزو برخمن شی آخري انجام یې بد وي او په دنیا او اخرت کې په سخت عذاب او کړاو اخته کیږي په دنیا کې په یو شکل او په اخرت کې په بل شکل .
البته د رحمت پیغمبر به په دې خبره چې کافرانو به هغه حضرت ځوراوه او د خپل کفر په وجه به هغوی په عذاب اخته کیږي نه خوشالیده بلکې هغه حضرت همیشه زړه سواندی و او دهغوی ګمراهۍ لپاره به کړیده او خپه کیده به . خو څه فایده ځکه چې هغوی دکفر لاره غوره کړې وه او پیغمبر هغوی د ایمان لارې ته ستنیدو ته نه شو مجبورولې.
درسونه :
۱: که ټوله هستي او کاینات دخدای امر ته تسلیم دي او خدای هغه د انسان د خدمت لپاره پنځولې دي نو مونږ ولې خدای ته تسلیم نه شو؟
۲: انسان په دنیا کې د خپل پوزیشن د بچ کولو لپاره داسې ځینې تکیه ګاوې انتخابوي او ځينې کسانو یا څيزونو ته پناه وړي خو د مومنو انسانانو تکیه ګاه یوازې خدای دی هغوی د خدای په محکمه او پیاوړې رسۍ په لاس لګولو او د نیکو کارونو په کولو سره د نجات لاره مومي ، د روایتونو له مخې پیغمبران او امامان هم د خدای پياوړې او مزبوتې رسۍ دي.
۳: د دنیا په ژوند کې باید خپله لاره د نړۍ راتلونکې ته په نظر او په هغه کې په تفکر سره انتخاب کړو چې دعمر په پای کې په عذاب او بد انجام اخته نه شو.
پای .
-----------------