سوره سجده ۷-۹
p-752-sajdah-ayaat-7-9 د سجده سورې ژباړه او تفسیر
p-753-sajdah-ayaat-7-9
هغه ذات چې هر څه یې وپنځول ډیر ښه یې وپنځول او د انسان خلقت یې له خټې پیل کړ.
بیا یې دهغه د نسل (بقا) د ډیرو بې ارزښته اوبو له سلالې وګرځوله.
په تیر ایت کې قران د اسمانانو او ځمکې د پنځون او په ټولو چارو د خبر خدای له لورې د هغو د تدبیر خبره وکړه خو دا ایتونه په دوو ټکو ټینګار کوي.
یو دا چې هر څه چې خدای پیدا کړې دي که هغه جمادات دي که نباتات که حیوانات او انسانان په ډیر ښه شکل یې پيدا کړې دي او د هغه د خلقت په نظام کې هیڅ ډول خلل او نیمګړتیا نیشته. دوهمه دا چې دغو ایتونو انسان له ټولو مخلوقاتو جدا ذکر کړی دی ځکه چې خدای تعالی لومړی انسان له اوبو او خاورې وپنځاوه او د هغه د نسل بقا یې د بچیانو د پيدا کولو یعنې توالد او تناسل او د مور په خیټه کې د نطفې د ودې کولو په وسیله وګرځوله.
د یادولو ده چې د انسان نطفه سره له دې چې ظاهرا بې ارزښته شان اوبه دي خو په هغه کې د موجودو حیاتي سلولونو او جوړښت له نظره ډیرې دقیقي ، ظریفې او پيچلې دي او د خدای تعالی د عظمت او دهغه د علم او قدرت نښه ګڼل کیږي.
بل ټکی دا چې د ډاروین د تکامل د فرضیې په اپوټه چې انسان د شادوګانو د یو ډول د تکامل محصول او نتیجه ګڼي دا ایت فرمایي: دخدای په اراده لومړی انسان له خاورې او خټې وپنځول شو او له دې نظره دهغه او د هغه د نسل په مینځ کې فرق دی ځکه چې آدم په خپله له خټې جوړ دی خو دهغه نسل له نطفې جوړیږي په داسې حال کې چې د ډاروین د تکامل د نظریې مطابق لومړی انسان هم مور او پلار لري او د هغوی له نطفې پيدا شوی دی.
نه یوازې د دغه سورې اوم ایت بلکې د قران نور ایتونه هم په دغه مطلب ټینګار لري چې حضرت آدم مور او پلار نه لرل . د مثال په توګه د آل عمران سورې ۵۹ ایت د حضرت عیسي علیه السلام د خلقت مثال چې پلار یې نه درلود د حضرت آدم علیه السلام د خلقت په شان ګڼي چې مور او پلار دواړه یې نه لرل او له خټې پیدا شوی دی.
درسونه:
۱: د نړۍ موجود نظام تر ټولو غوره نظام دی ځکه چې د خدای تعالی د بې پایه علم او قدرت او حکمت په اساس پنځول شوی او د هغه په نیمګړتیا او پکې د خلل د وجود څه دلیل نیشته .
۲: هنرمن خدای دی چې د اوبو له یو بې ارزښته او سپکې څاڅکي یې د انسان په شان ارزښتمند او حیرانوونکی مخلوق پیدا کړی دی.
۳: دې ته په پام سره چې انسان له بې ارزښته اوبو خاورې او نطفې پیدا کړی شوی ورسره نه ښایي چې غرور او کبر وکړي او ځان تر نورو لوړ وګڼي.
بیا یې دهغه (اندامونه) برابر کړل او خپل روح یې پکې وپوکه او ستاسو لپاره یې غوږونه او سترګې او زړونه وګرځول. (خو) په تاسو کې ډیر کم کسان شکر وباسي.
دا ایت د آدم او دهغه د نسل د خلقت مرحلو ته اشاره کوي او فرمایيک خدای تعالی د انسان اندامونه او غړي موزون پیدا کړل او هغه ته یې یو برابر جسم ورکړ، بیا یې انسان ته د روح په ورکولو سره هغه له نورو مخلوقاتو متمایزه او غوره وګرځاوه. لومړی انسان چې کله له خټې په انساني قالب کې راغلی د خدای په اراده د روح خاوند شو او خاص ژوند یې پیدا کړ. د هغه نسل چې تر ننه روانه دی کله چې نطفه په رحم کې ځای نیسي د نهو میاشتو په دغه دوران کې خاص ژوند لري.
باید پام ولرو چې په دغه ایت کې له روحه مطلب چې خدای ته یې نسبت ورکړل شوی دی هماغه خاص ژوند دی چې خدای انسان ته ورکړی دی او هغه یې له نورو مخلوقاتو متمایز کړی دی نه دا چې د خدای یوه برخه یا یو شی د انسان په وجود کې ننوتلی وي ځکه چې دا شی ممکن نه دی .
نور ژوندي ساري هم غوږونه او سترګې لري خو کوم روح چې خدای انسان ته ورکړی دی سبب کیږي چې هغه ادراک انسان یې د دغه حواسو په برکت لاسته راوړي تر نورو ځناورو او ژوندي سارو ډیر لوړ دی. ځکه چې خدای تعالی پر پینځه ګونو حواسو منجمله غوږونو او سترګو سربیره انسان ته عقل او د درک او پوهې قوت هم ورکړی دی چې په مرسته یې خپل اوریدلې او لیدلې څیزونه وشاربي او تجزیه او تحلیل یې کړي او په هستۍ واکمن قوانین کشف کړي. ځرګنده ده چې انسان دغه قوانین د فزکس، کیمیسټرۍ، بیالوجۍ یا ژواک پیژندنې او نورو علومو په شکل کې برابر کړې او دهغو په اساس مختلف ابداعات او اکتشافات کوي نو ځکه همیشه د ترقۍ او ودې په حال کې وي په داسې حال کې چې د نورو ژوندي سارو او ځناورو په ژوند کې هیڅ بدلون نه لیدل کیږي، د مثال په توګه د شاتو نننۍ مچۍ د شاتو د زرکلنې پخوانۍ مچۍ په پرتله هیڅ فرق نه دی کړی بلکه یو شان شات جوړوي او یو شان ( پوڅه) کندو جوړوي.
دا ایت د انسان لپاره د پيژندلو تر ټولو ښو وسایلو یعنې سترګو ، غوږنو او عقل ته اشاره کوي چې ځینې یې ظاهري او ځینې یې باطني دي او نه ښکاري ، تجربي پيژندنې او اکتشافات د سترګو او غوږونو په وسیله لاسته راځي او کلي او استدلالي پيژندنې د عقل له لارې حاصلیږي.
طبیعي ده چې د خدای دغه لوی نعمتونه د شکر او مننې استحقاق لري خو په افسوس سره اکثرو انسانانو خپل خالق هیر کړی دی او د هغه د نعمتونو شکر نه وباسي او کوم چې شکر او مننه کوي دهغوي شکرایستنه هم د خدای د احسانانو او بې پایه نعمتونو او لورینو په شان کې نه دی .
درسونه:
۱: د انسان د شرافت او کرامت یوه نښه دا ده چې په هغه کې دخدای روح پوکل شوی او د خدای له لورې ورته خاص ژوند ورکړل شوی دی.
۲: د شکر ایستنې لپاره ضروري ده چې اول انسان خپل ځان او خدای سم وپیژني تر څو چې څوک ځان ونه پيژني خدای نه شي پيژندلی او ترڅو چې خدای ونه پيژني د هغه شکر نه باسي.
۳: انسان دوه اړخیز مخلوق دی ، یو اړخ یې مادي دی او بل یې معنوي چې البته ارزښتمن او حیاتي اړخ همدغه دی . فضیلت لرونکي او شرافتمن انسانان له خپل مادي اړخه د معنوي اړخ د خدمت لپاره کار اخلي خو سپک او بې فضیلته انسانان معنوي اړخ پریږدي او یوازې په مادي چارو بوختیږي.
پای