سوره سجده ۱۰-۱۴
p-752-sajdah-ayaat-10-14 د سجده سورې ژباړه او تفسیر
p-754-sajdah-ayaat-10-14
او ویې ویل :آیا کله چې (له مرګه وروسته) په ځمکه کې (وراسته او) ورک شو، یو نوی خلقت به بیا مومو؟ بلکې هغوي د خپل پالونکي دملاقات منکر دي.
ووایه:د مرګ پرښته چې په تاسو ګمارل شوې ، ستاسو روح به اخلي بیا به د خپل پالونکي لور ته ستانه کړې شئ.
ګلونو اوریدونکو په تیرو ایتونو کې د انسان د پیدایښت د څرنګوالي په هکله خبرې وشوې دا ایتونه د انسان مرګ ته اشاره کوی او فرمایي: د قیامت منکران وایي: کله چې انسان مړ شو او په خاور کې ښخ کړی شو د هغه د بدن ټول غړي ورستیږي اوله مینځه ځي نو له هغه هیڅه نه پاتې کیږي چې په قیامت کې بیا راپاڅول شي!
خدای تعالی د هغوي په ځواب کې فرمایي: هغه څه چې په خاورو کې ختمیږي او په خاوره یا نورو څیزونو بدلیږي یوازې دانسان جسم دی خو د انسان روح چې د ژوند په وخت یې ورکوو د مرګ په وخت د پرښتو په وسیله بیرته اخستل کیږي دغه روح په قیامت کې د دنیوي جسم په شان له یو جسم سره یو ځای کیږي په دې ډول کله چې انسان دوباره ژوندی شو د محشر په صحرا کې راحاضریږي.
درسونه :
۱: معاد او قیامت جسماني دی په حقیقت کې هغه څه چې مشرکانو یې انکار کاوه جسماني معاد او بیا ستنیدل دي.
۲: د انسان حقیقت د هغه روح دی نه جسم نو د جسم د ځینو غړو لکه لاس یا پښې یا سترګو په ختمیدو سره انسان احساس نه کوی چې دهغه حقیقت له مینځه تللی او هویت او شناخت یې نیمګړی شوی دی.
او که ووینې مجرمان هغه وخت چې د خپل پالونکي په نزد یې سرونه ټيټ کړې وي (وایي:) ای پالونکیه [ هغه څه چې وعده دې راکړې وه] ومولیدل او واموریدل، نو مونږ [دنیاته] ستانه کړه چې ښه کارونه وکړو بې شکه مونږ یقین ته ورسیدو.
تیرو ایتونو له قیامته د مشرکانو انکار بیانوه دا ایت پیغمبر او مومنانو ته په خطاب کې فرمایيک : کاش تا لیدلې وای چې همدا مجرمان به په قیامت کې سرټیټې وي او دنیا ته د ستنیدو غوښتنه به کوي په داسې حال کې چې دهغوی غوښتنه به نه منل کیږي هغوی به د جنت او دوزخ په لیدلو او د دوزخیانو د چغو سورور په اوریدلو سره اعلان وکړي چې ای خدایه مونږ نور د قیامت انکار نه کوو ځکه چې هغه په مو په خپلو سترګو ولیده او یقین مو وکړ. خو دا اعتراف به ناوخته وي او هغوی ته به هیڅ ګټه نه رسوي.
آیا دوي په دنیا کې د پیغمبرانو خبرې وانه اوریدلې او د هغوی معجزې یې ونه لیدلې؟! ولې نه ، خو په ټولو یې سترګې پټې کړې او غوږونه کاڼه کړه او هیڅ پام یې ونه کړ. او دوی دا احتمال نه ورکاوه چې ښایي د پیغمبرانو خبره رښتیا وي؟ آیا د هغوی د خبرو او منطق د ردولو لپاره یې کوم دلیل درلود ؟ یا دا چې یوازې دخپلو نفساني خواهشاتو او شهوتونو د عمل کولو لپاره یې د هغوی انکار کاوه چې په خپله ګمان له هر لورې آزاد وي او ښه په عیش عشرت کې ژوندوکړي.
درسونه :
۱: قیامت د مجرمانو او سرکښانو د سرټیټۍ ورځ ده هماغه چې په دنیا کې به یې د مومنانو سپکاوه کاوه او هغوی ته به یې ناپوهان او کم عقلان ویل.
۲: مومنان تیزې سترګې لري په قیامت او جنت دوزخ ایمان لري خو د کافرانو سترګې او غوږونه یوازې په قیامت کې خلاصیږي او یقین ته رسیږي ځکه چې قیامت د حقایقو د کشف او د سترګو او غوږونو د پرانستل کیدو ورځ ده .
۳: هغه څه چې په قیامت کې په کار راځي او د انسان د ژغوریدلو سبب کیږي نیک کار او صالح عمل دی.
او که غوښتلای مو هر کس به مو (په زوره) هدایت کړی وی، [خو هغوی مو خپلې خوښې ته پریښودل چې د خیر یا شر لاره غوره کړي] خو زما خبره [ او وعده] حتمی [ او پوره شوې] ده چې دوزخ به له [مجرمو] پیریانو او انسانانو ټولو ډکوم .
نو له دې امله چې د نن ورځې کتنه مو هیره کړه [عذاب] و څکئ؛ مونږ هم تاسو هیر کړئ؛ او تل پاتې عذاب و څکئ ، د هه څه په بدل کې چې کول به مو.
دا ایتونه د اختیاروالي په ځانګړتیا ټینګار کوي او فرمایي: خدای تعالی د هدایت اسباب چې پیغمبران ، اسماني کتابونه او عقل او فطرت په کې شامل دي ټولو انسانانو ته برابر کړې دي خو انسانان د دغه هدایت د منلو یا نه منلو اختیار لري. خدای تعالی
او استازي یې خلکو نه مجبوري چې ایمان ومني.البته طبیعي ده چې هر څوک چې دخدای هدایت ونه مني په ګمراهۍ اخته کیږي او د انحراف او ګمراهۍ په لاره کې ګام پورته کوي چې انجام یې دوزخ دی.
له دې امله پیغمبران د داسې استادانو په څیر دي چې درسونه په پوره توګه خپلو زده کوونکو ته ښیي خو څوک د درس ویلو ته نه مجبوروي طبیعي ده چې ناراسته او سست زده کوونکي د کال په اخره کې فیل کیږي او په همدې د دنیا په ژوند کې له ډیرو امتیازاتو محرومه کیږي.
په دوي کې ځینې کسان وایي : څنګه ممکنه ده چې رحمان خدای خپل بندګان د دوزخ په اور کې وسوزوي؟! دا ایتونه دغه باطل تصور او خیال ردوي او فرمایي: د خدای رحمت تر هغه وخته دی چې بنده په خپله ځان له دغه رحمته محروم نه کړي دا رحمت تر هغه وخته دی چې ګناهکار بنده له خپله کارپښیمانه شي او توبه وکړي ځکه چې خدای ډیر بښونکی مهربان دی خو مجرم او ګناهکار انسان همیشه په ظلم او فساد ټینګار کوي او د خپلو جرمونو د اصلاح او توبې په فکر کې نه وي نو دغه شان کسان د خدای د رحمت د اخستلو لپاره هیڅ زمینه نه پریږدي چې وبخښل شي او له عذابه وژغورل شيږ
دغه شان کسان د هغه چا په شان دي چې د یو لوی ګړنګ په څنډه ولاړ وي او نور چې ورته هر څومره نصیحت کوي چې دغه ګړنګ خطرناک دی هیڅ پام ورته نه کوي او خپلې غلطې لارې ته دوام ورکوي تر دې چې ګړنګ بیخ ته ورغورځیږي.
درسونه :
۱: د الهی هدایت منل اختیاري دي نه په زوره ، ځکه چې د زور ایمان هیڅ ارزښت او اعتبار نه لري.
۲: د خدای پراخ رحمت په مجرمانو او ظالمانو د هغه د غضب او قهر مخه نه نیسي .
۳: خدای تعالی هیڅکه خپله خپل بنده نه هیروي مګر دا چې بنده په خپله وغواړي خدای هغه هیر کړي.
۴: د قیامت او حشر و نشر هیرول د ګناهانو او مجرمانه کارونو سرچینه ده او سبب کیږي چې انسان په سخته سزا او عذاب اخته شي.
پای .