Aug 01, 2020 11:06 Asia/Kabul

p-752-sajdah-ayaat-15-19 د سجده سورې ژباړه او تفسیر

p-755-sajdah-ayaat-15-19

 یوازې هغه کسان زمونږ په ایتونو ایمان لري چې کله هغوی ته زمونږ د ایتونو یادونه وشي، د سجدې په حالت کې پړمخې پریوزي  او له ستاینې سره یو ځای  خپل پالونکی له هر ډول عیب او نیمګړتیا سپیڅلی ګڼي،  او هغوی کبر نه کوي.

داسې ډیر د ایمان ادعا کوونکي  کسان شته  چې عمل یې له وینا سره یو شان نه دی  د ایمان ادعا لري خو  کارونه او عملونه یې له قرآن سره برابر نه دي  د ایمان مدعیان دي خو  نه د خدای په وړاندې سجده کوي  او نه د خلکو په وړاندې متواضع  او خاضع دي هم د خدای نافرماني کوي او هم  په خلکو فخر  او کبر خرڅوي.

 دا ایت د انما  په کلمې سره پيل شوی چې د حصر بیانوونکی دی یعنې یوازې هغه کسان  چې دغه شان ځانګړتیاوې لري  واقعي مومنان دي  او که دغه ځانګړتیاوې ونه لري دروغجن مدعیان دي .

 د واقعي مومن یوه ځانګړنه دا ده چې د قران او د خدای د کلام په وړاندې تسلیم وي  په دې ډول چې کله د قران غږ واوري  د تسلیم سر ټیټوي  او د خدای حمد او تسبیح وایي  یا د قرآن د ایتونو له مخې کله چې  هغوی ته یوه یادونه او تذکر وشي نو بې له  څه اعتراضه یې مني او په کبر او غرور نه اخته کیږي.

 هغوی له یوې خدا د خدای د نعمتونو شکر ایستونکي دي او له بله پلوه  د ژوند مشکلات او مصیبتونه  د خدای په غاړه نه اچوي  او خدای پاک د هستې د چارو په چلښت او تدبیر کې له هر ډول نیمګړتیا او خلله پاک او سپیڅلی ګڼي.

درسونه :

۱:  د خدای په وړاندې سجده او ستاینه یې  د واقعي مومن نښه ده  کوم مسلمانان چې لمونځ نه کوي په حقیقته کې د ایمان درجې ته نه دي رسیدلې.

۲:  د سجدې په حال کې تر ټولو ښه ذکر  تسبیح او ورسره د خدای حمد او ستاینه ده  یعنې

«سبحان ربی الاعلی و بحمده»

۳: هغه سجده ارزښت لري چې شاته یې کبر غرور او د ویاړ خرڅول نه وي.

 د هغوی ډډې ( په نیمو شپو کې) له بسترو لیرې کیږي  ( او) خپل پالونکی په ویرې او هیلې سره بلي او  له هغه څه چې روزي کړې مو یې دي ؛ انفاق کوي.

 نو هیڅوک نه دي خبر چې  څه شی چې دهغوی د سترګو د رڼا سبب کیږي د هغوي لپاره پټ  ایښودل  شوې دي ،  د هغو کارونو په بدل کې چې کول به یې.

 د تیر ایت په دوام کې چې  پکې دخدای  او دهغه د کلام  په وړاندې خضوع  ته اشاره وشوه  دا ایتونه  د ایمان د خاوندانو ځینې نورې ځانګړتیاوې په ګوته کوي  او فرمایي: هغوی نه یوازې واجب لمونځونه کوي بلکې په نیمو شپو چې ټول خلک اوده وي د خواږه خوب له بسترو پاڅیږي او  په لمانځه او له خدای سره په مناجاتو  وردیږي  له خدای سره د راز و نیاز لپاره تر ټولو ښه وخت نیمه شپه ده  ځکه  چې هغه وخته  انسان د فکری مشغولتیاو او د کار او کسب له شورماشوره لرې  او د زړه په حضور سره  له خپل رب سره مناجات او د زړه خواله کولی شي . نیمې شپې  مناسب فرصت دی چې  انسان له خدایه د خپلو خطاګانو  بخښنه وغواړي  او له خدایه د بخښښ او معافۍ تمه ولري  د دوزخ له ویرې اوښکې توی کړي او د خدای رحمت او کرم ته هیله ولري.

څرګنده ده   چې له خدای سره دغه ارتباط  هغه له بندګانو سره ارتباط ته هم بیایي  هغه د خپل توان په حد کې  د اړمنو او بیوزلو  ستونزې هواروي  او خدای چې څه ورکړي له هغې د خدای په بندګانو انفاق کوي.

ایتونه په دوام کې ددغه شان کسانو د بدلې په هکله فرمایي: هغوی چې له هر ډول ریا او ځان ښودنې لرې  په عشق او مینې سره هم دخدای عبادت کوي او هم د خدای د بندګانو خیال ساتي  داسې بدلې او اجر لري  چې د هیچا لپاره یې تصور نه شي کیدلی  په حقیقت کې بې له خدایه هیڅوک نه دي خبر جې د هغوي لپاره څنګه بدله په نظر کې نیول شوې ده .

درسونه :

۱:  واقعي مومن ځان نه د خدای له غضبه په امان کې ګڼي او نه د هغه له رحمته مایوسه کیږي  هغه همیشه د ویرې او هیلې په مینځ کې ژوند  کوي او  په کبر او نهیلۍ نه اخته کیږي.

۲: سحر خیزي او د قرآن د تلاوت  د شپې دلمانځه او له خپل پالونکي سره د راز و نیاز لپاره  له خوبه زړه صبرول  د واقعي مومنانو نښه ده .

۳:  د خدای د بې حسابه بدلې د لاسته راوړلو لپاره ښایي چې د سحر خیزۍ او سهار وختي پاڅیدلو سختي په ځان اسانه کړو.

«أَفَمَن کَانَ مُؤْمِنًا کَمَن کَانَ فَاسِقًا  لَّا یَسْتَوُونَ»، «أَمَّا الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ جَنَّاتُ الْمَأْوَى نُزُلًا بِمَا کَانُوا یَعْمَلُونَ»

آیا هغه کس چې مومن دی  دهغه چا په شان دی چې (فاسق)  نافرمان  دی؟ (هیڅکله) له یوه بل سره برابر نه دي.

خو کومو کسانو چې ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړې دي، د هغوی د میلمستیا لپاره   جنتي باغونه  برابر کړی شوې دي  دهغه څه په خاطر چې دوي به کول.

 د تیرو ایتونو په دوام کې دا ایتونه د ایمان رښتیني او دروغجن مدعیان  له یوه بل سره مقایسه کوي او فرمایي: د  دواړو ډلو د کار پای او انجام وګورئ چې  پوه شئ  هغه کسان چې د خدای د اوامرو فرمانبرداره دي  چرته رسیږي او هغه کسان چې په خوله د ایمان ادعا کوي خو په عمل کې نافرمانه دي د هغوي څه انجام دي  او دا دواړه هیڅکله د خدای په نزد برابر نه دي.

ایتونه بیا  جنت یو داسې ځای ګڼي چې خدای تعالی دخپلو نیکو او صالحو بندګانو د میلمستیا لپاره تیار کړی  او هر څوک د خپلو نیکو عملونو په اندازه له دغه ځایه برخمنیږي.

درسونه

۱: ایمان  ته د خلکو د بلنې لپاره  باید د واقعي مومنانو ژوند له ګناهکارو او فاسقانو سره مقایسه کړو چې خلک د دواړو ډلو منفي او مثبت  ټکي په خپلو سترګو وګوري.

۲: ایمان له عمله جدا نه دی  او جنت د انسانانو  په عمل ورکول کیږي د ایمان په تشې ادعا نه .

پای