سوره سجده ۲۰-۲۵
p-752-sajdah-ayaat-20-25 د سجده سورې ژباړه او تفسیر
p-756-sajdah-ayaat-20-25
خو کومو کسانو چې نافرماني وکړه نو منزل یې دوزخ دی . کله چې وغواړي له هغه ووځي بیا به ورستنول کیږي او ورته به ویل کیږي: وڅکئ د هغه عذاب اور چې همیشه به مو یې انکار کاوه.
او بې شکه ( په قیامت کې) له هغه لوی عذابه پرته هغوی ته ( په دې دنیا کې) نزدې عذاب هم ورڅکو ښایي ستانه شي.
«وَأَمَّا الَّذِینَ فَسَقُوا فَمَأْوَاهُمُ النَّارُ کُلَّمَا أَرَادُوا أَن یَخْرُجُوا مِنْهَا أُعِیدُوا فِیهَا وَقِیلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِی کُنتُم بِهِ تُکَذِّبُونَ»، «وَلَنُذِیقَنَّهُم مِّنَ الْعَذَابِ الْأَدْنَى دُونَ الْعَذَابِ الْأَکْبَرِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ»
په تیره برخه کې لوی خدای وفرمایيک مومن او فاسق زما په نزد یو شان نه دي مومنان د خپلو عملونو په وجه د جنت مستحق دي او منزل به یې جنت وي . دا ایتونه فرمایي: خو کوم کسان چې د ایمان ادعا لري خو په عمل کې د خدای د اوامرو تابع نه دي او همیشه سرغړونه کوي هغوی به د دوزخ په اور اخته شي او ورځنې د تیښتې هیڅ لراه نه لري.
البته هغوی ته په دنیا کې هم په مختلفو ډولونو سزا ورکول کیږي چې ښایي توبه وکړي او له خپلو سپکو او بدو کارونو لاس واخلي او په اخرت کې عذابه بچ شي خو په قیامت کې به ورته د توبې لاره بنده وي او د ستنیدو امکان به نه وي.
د روایتونو له مخې ځینې مصیبتونه ، ناروغۍ او کړاوونه چې انسان ورسره په دې دنیا کې مخامخ کیږي د انسان د بیدارولو او سکونډلو لپاره یو ډول سزا او تذکر دی چې رابیداره شي او له خپلو بدو کارونو او جرمونو لاس واخلي.
درسونه :
۱: فسق او ګناه کله کله له انسانه دومره را چاپیره شي چې ته وا هغه بیخي قیامت مني نه او د قیامت منکر دی.
۲: الهی سزاګانې له قیامت سره نه دي مخصوصې په دنیا کې هم ځینې انسانان سزا کیږي ، دا په خپله یو نعمت دی . د دې لپاره چې خطاکار انسان توبه وکړي او نیغې لارې ته ستون شي.
۳: د خدای هر هم د انسان د تربیت لپاره دی او د خدای له رحمته سرچینه اخلي.
«وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُکِّرَ بِآیَاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَا إِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِینَ مُنتَقِمُونَ»
او تر هغه چا زیات ظالم څوک دی چې د خپل پالونکي په ایتونو سره ورته یادونه وشي خو له هغو مخ واړوي؟ بې شکه مونږ به له مجرمانو غچ واخلو.
په دغه ایت کې خدای تعالی هغه کسان چې د حقیقت له پیژندلو سره سره له الهی ایتونو او اوامرو سرغړونه کوي او هغه دروغ ګڼي داسې ظالمان ګڼي چې د سزا مستحق دي. په قرآني فرهنګ کې په ځان ظلم او په کفر او جرم اخته کیدل ښايي پر نورو تر ظلمه لوی ظلم وي ځکه چې همدا خبره په نورو د ظلم سرچینه ګرځي. مومن انسان هیڅکله په نورو ظلم نه کوي خو څوک چې حق پټ کړي او د کفر لاره خپله کړي په اسانۍ سره د نورو په حقوقو سترګې پټولی او په هغوی ظلم کولی شي.
درسونه :
۱: د ضد او دښمنۍ روحیه سبب کیږي چې کله انسان ته یاودنه وشي هغه له غلط کاره د ډډه کولو په ځای په هغه ټینګار کوي او د ګناه په جبې کې لا پسې ښخیږي.
۲: له مجرمانو سره په چلند کې کله کله له خبرداري ورکولو او تذکره وروسته سزا او د عمل سختوالی هم ضروري وي.
«وَلَقَدْ آتَیْنَا مُوسَى الْکِتَابَ فَلَا تَکُن فِی مِرْیَةٍ مِّن لِّقَائِهِ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِّبَنِی إِسْرَائِیلَ»، «وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً یَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَکَانُوا بِآیَاتِنَا یُوقِنُونَ»، «إِنَّ رَبَّکَ هُوَ یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیَامَةِ فِیمَا کَانُوا فِیهِ یَخْتَلِفُونَ»
او بې شکه موسی ته مو کتاب ورکړ نو له ( خپل پالونکي سره دهغه) په ملاقات (او د الهی ایتونو په لاسته راوړولوکې) شک مه کوه ، مونږ هغه ( کتاب) د بني اسراییلو دهدایت سبب وګرځاوه.
او له هغوي مو داسې پیشوایان و ټاکل چې زمونږ په امر یې ( خلک) هدایتول ځکه چې ( د حق په لاره کې یې) صبر وکړ او زمونږ په ایتونو یې یقین درلود.
بې شکه ستا پالونکی به د قیامت په ورځ په هغه څه کې چې دوي پکې اختلاف کاوه فیصله وکړي.
دا ایتونه اول د پیغمبرانو د بعثت او د اسماني کتابونو د نازلیدلو مسالې ته اشاره کوي او فرمایي: بې له کوم شک او شبهې دا مونږ وو چې موسی ته مو کتاب ورکړ چې بني اسراییلو نیغې لارې ته هدایت کړي او هغوي د فرعون له سلطې وژغوري . په دغه قام کې ځینې د موسی په وعدې باور وکړ او له فرعون سره د مبارزې په لاره کې یې صبر وکړ او ټینګ پاتې شول . هغوی د خدای په وعدو او تورات باور درلود او په دښمنانو یې غلبه وموندله . او خپلو ټولنې مشران او پیشوایان شول. داسې کسانو د خدای د کتاب په اساس او د الهي پیغمبر په اوامرو په ټولنه حکم کاوه او د خدای فرمای یې اجرا کاوه .
دغه رښتیني مومنان چې د ایمان او استقامت په برکت یې حکومت لاسته راوړ د خپلو غوښتنه اویا د خلکو د ګروهنو تابع نه وو بلکې دخدای د امر تابع او منونکي وو او د هغوی د کار بنیا د خدای اوامر و هغوی د خدای امر په خپلو غوښتنو او نظر مقدما ګاڼه او د نفساني خواهشاتو د پیروۍ په ځای یې دخدای دکتاب او الهی قوانینو په اساس حکومت کاوه .
البته د بني اسراییلو قام هم په ځینو اختلافاتو اخته و چې په هغوي کې تفرقې سبب کیده او د دغو اختلافاتو منشا او سرچینه له حقه لرې والی او نفساني خواهشاتو ته توجه وه نو ځکه خدای تعالی په ګواښونکي لهجه فرمایي : دغه ډله کسان چې د خلکو په دین کې د تفرقې عالم دي پوه دې شي چې په قیامت کې به د هغوی حساب له خدای سره وي او خدای تعالی به د خپل عدل او انصاف له مخې له هغوی سره چلند کوي.
درسونه :
۱: د پیغمبرانو بعثت په تاریخ کې یو پرله پسې بهیر پاتې شوی دی دغه بهیر د اسلام له پیغمبره مخکې هم اوږده مخینه لرله او د اسماني پیغمبرانو او لارښوونکو په لاره کې په زړه کې هیڅ شک راوستل نه دي پکار.
۲: ایمان او یقین او د خدای په لاره کې ټینګ ودریدل د رهبرۍ لپاره ضروري شرطونه دي . انسان باید په خپل هدف یقین ولري او تر وروستۍ مرحلې ودریږي چې د ټولنې د چلولو او مشرۍ لپاره لازمه وړتیا ولري.
۳: دیني مشران او لارښوونکي باید د خلکو په هدایت او خپل کار کې هیڅکله نهیلي نه شي ځکه چې اختلافات همیشه موجود وو.
پای.