سوره احزاب ۱-۵
p-758-ahzaab-ayaat-1-5 د احزاب سورې ژباړه او تفسیر
p-758-ahzaab-ayaat-1-5
ګلونو اوریدونکو د سجدې سورې په ختمیدو سره دا دی له احزاب سورې سره ستاسو په خدمت کې یوو دا سوره په مدینه کې نازله شوې او درې اویا آیتونه لري. د دې سورې کابو شل ایتونه د جنګ احزاب په هکله دي چې د مدینې ګیر چاپیره د خندق د کیندل کیدو په وجه د خندق په جنګ هم مشهور دی.
ای پيغمبره! له خدایه وویریږه او له کافرانو او منافقانو اطاعت مه کوه، بې شکه چې خدای پوه او حکیم دی.
او له هغه څه چې ستا د پالونکي له لورې یې تاته وحي کیږي پيروي وکړه ځکه چې خدای تعالی په هغه څه چې کوئ یې ښه خبر دی.
او په خدای توکل وکړه او همدا بس چې خدای (ستا) وکیل او ساتندویی وي.
په تاریخي روایتونو کې راغلې دي چې د مکې ځینې مشرکانو لکه ابوسفیان رسول الله مبارک (ص) ته وویل چې که زمونږ له خدایانو لاس واخلې نو مونږ به هم تا نه تنګوو او اجازه درکوو چې په خلکو کې دې د خپل دین تبلیغ وکړې.
خدای تعالی په دغو ایتونو کې خپل پيغمبر ته وعظ او نصیحت کوي چې د دغه شان سازشي وړاندیزونو نه ځان وساته او د خپل دین د تبلیغ په خاطر د اسلام له دښمنانو سره ساز باز مه کوه او له کفر او شرک سره له مقابلې لاس مه اخله. البته فطري خبره ده چې دښمنان هم له خپلو توطئو لاس نه اخلي نو ځکه باید همیشه په خدای توکل وکړې او له هغه مرسته وغواړې ځکه چې د کارونو د سپارولو لپاره هغه کافي دی.
درسونه :
۱: د دین له دښمنانو سره هر ډول ساز باز چې د هغوی د غوښتنو د منل کیدو سبب شي له تقوا سره سمون نه خوري.
۲: داخلي منافقان له بهرنیو دښمنانو سره هم فکره او هم عقیده دي نو باید له هغوی هم ډډه وشي.
۳: د کافرانو د خوښۍ او رضایت د جلبولو په ځای د دین د تعلیماتو پیروي پکار ده که څه هم د هغوی نه وي خوښه.
۴: د کافرانو او منافقانو پیروي نه کول او او د خدای او وحي په لاره تګ له ځان سره ځینې مشکلات لري . خو په دې لاره کې د مخالفانو په وړاندې د ودریدو او د صبر لپاره تر ټولو پیاوړې تکیه او وسیله په خدای توکل دی ځکه چې خدای د مومنانو ډیر ښه وکیل او مرستندویی دی.
خدای تعالی د هیڅ سړي لپاره په هغه کې دننه دوه زړونه نه دي ایښې او هیڅکله یې ستاسو ښځې چې ظهار کوئ یې ستاسو میندې نه دي ګرځولې، او ستاسو د خلې بچیان یې ستاسو (واقعي) زامن نه دي ټاکلي. دا ستاسو خبره ده چې په خولې یې وایئ او خدای حق وایي. او هغه دی چې (نیغې) لارې ته هدایت کوي.
تیرو ایتونو پيغمبر او مومنان د کافرانو له پیروۍ منعې کول دا ایت د مشرکانو څو خرافاتو او بې لاریو ته اشاره کوي او فرمایي: خدای هیڅکله باطل کارونه نه تاییدوي نو له هغو ډډه وکړئ. ځکه چې په یو زړه کې دوه مینې نه ځاییږي له خدای سره دوستي له کافرانو او مشرکانو سره له دوستۍ سره نه جمع کیږي که له خدای سره مینه لرئ باید د هغه تابع اوسئ او د دین له دښمنانو ډډه وکړئ.
د جاهلیت په زمانه کې یو غلط دود دا و چې کله به یې سړی له خپلې میرمنې خپه یا غوسه شو نو هغې ته به یې ویل : ته له دې وروسته زما د مور په شان یئ او له دې وروسته به یې له هغې سره ازدواجي تعلق نه ساته او ملاستی به یې ورسره نه کاوه په داسې حال کې چې ښځه هیڅکله د خاوند مور نه شي جوړیدی دا یوه غلطه او ناروان خبره وه چې هغوی به له خپلې میرمنې د نفرت او کرکې د څرګندولو لپاره بیانوله.
دکافرانو یوه بله غلطه عقیده او ناوړه دود دا و چې کله به یې یو ماشوم د خپل بچي په توګه انتخاب کړ نو هغه به یې خپل واقعي زوی ګڼلو او هغه به ته به یې هغه ټول حقوق ورکول چې یو زوی یې له پلاره لري. هغه به له خپل ژبني پلاره میراث وړه او دغه پلار به هم له هغه میراث وړه همداراز که په دوي کې یو له نړۍ سترګې پټې کړې او یا به یې ښځې ته طلاق ورکړ نو په بل باندې له دغه ښځې سره واده کول حرام وو.
اسلام له دغه جاهلي تفکر سره مقابله وکړه او د خولې د ویلې زوي او د واقعي زوي تر مینځ د فرق قایل شو د مثال په توګه د پیغمبر د خولې زوي زید بن حارثه چې کله خپله ښځه طلاقه کړه نو خدای تعالی پیغمبر ته امر وکړ چې د هغه له ښځې سره واده وکړي چې دغه د جاهلیت غلط دود په بشپړه توګه په ټولنه کې ختم شي.
ایت په دوام کې یو کلي اصل ته اشاره کوي او فرمایي: په خولې او خبرو سره واقعي چارې نه شو بدلولی او د هغه په اساس حکمونه نه شو جعل کولی مثلا یوازې په دې خبرې سره چې ووایو میرمنه مې ماته د مور په شان ده دا په واقعیت او حقیقت کې هیڅ بدلون نه راولي لکه څنګه چې که مونږ یو کس په خولې خپل زوی وګرځوو هغه زمونږ واقعي زوی نه شي کیدلی.
درسونه :
۱: په یو زړه کې دوه متضادې دوستۍ نه شي جمع کیدی ځکه چې دوستي د ملګرتیا او پيروۍ سبب کیږي نو نه شي کیدی چې یو انسان په خدای ایمان ولري خو په عمل کې د کافرانو په لاره او روده روان شي مګر دا چې په زړه کې یې منافقت وي.
۲: له بچیانو سره د والدینو رابطه یوه حقیقي او طبیعي رابطه ده نه تشریفاتي او قراردادي. نو ځکه له مرګه وروسته هم دغه رابطه نه غوڅیږي.
۳: په ټولنیزو او کورنیو قوانینو کې د حق او باطل معیار د وحي تعلیمات دي نو کوم آداب او رسوم چې د وحی له تعلیماتو سره سمون ونه خوري باید څنګه ته یې کړو.
هغوی (بللي زامن) د خپلو پلرونو په نامو وبلئ ځکه چې دا کار دخدای په نزد انصاف ته زیات نزدې دی.نو که پلاران یې نه پیژنئ نو هغوی ستاسو دیني وروڼه او دوستان دي او د هغه څه چې ( له دې مخکې مو) په خطا سره کول (او هغوی مو خپل بچیان ګڼل) پرتاسو څه ګناه نیشته، خو په هغه څه کې چې زړونو مو قصدا کړې دي ( ګناهکار یئ) او خدای بخښونکی او مهربان دی.
د تیر ایت په دوام کې دا ایت فرمایي: په کورنیزو او ټولنیزو کړنو کې داسې چلند مه کوئ چې ته وا د خولې زامن ستاسو واقعي زامن وي که دهغه د پلار نوم درته معلوم وي نو د پلار په نوم یې وبلئ؛ او که نه وي معلوم نو هغه د خپل دیني ورور او دوست په توګه معرفي کړئ چې د هر فرد اصالت او شناخت وساتل شي او تاسو په خپله یا نور خلک دا فکر ونه کړي چې هغه ستاسو واقعي او حقیقي زوی دی.
ایت بیا یوه کلي قاعده بیانوي چې هر کار چې د خطا او غلطۍ له مخې وشي خدای تعالی بخښي خو که قصدا او عمدا وشي خدای پرې سزا او عذاب ورکوي.
درسونه :
۱: له خپلو واقعي پلرونو سره د وګړو نسبي رابطه باید وساتل شي او په مختلفو پلمو او محرکاتو لکه دا چې یو کس د خولې زوی وبلو د دغه رابطې بدلول نه دي پکار
۲: حتی له هغو کسانو سره چې پلاران یې معلوم نه دي باید په احترام سره او د ورورۍ سلوک وشي او مونږ د نورو د سپکاوي او اهانت حق نه لرو.
۳: د جرم په کولو او د هغه د سزا د ډول په ټاکلو کې کله کله د یو کس قصد او اراده او له قانونه دهغه خبریدل اغیزمن وي.
پای ،