Aug 02, 2020 05:06 Asia/Kabul

p-759-ahzaab-ayaat-6-8 د احزاب سورې ژباړه او تفسیر

p-759-ahzaab-ayaat-6-8

 

پيغمبر پر مومنانو دهغوي تر خپله ځانه زیات حق لري، او دهغه میرمنې د هغوی میندې  دي. او دخدای په کتاب کې  نسبي خپلوان (د میراث په مساله کې) د یو بل په نسبت پر مومنانو او مهاجرانو مخکې دي، مګر دا چې وغواړئ  له خپلو دوستانو سره نیکي وکړئ. دا حکم د خدای په کتاب کې لیکل شوی دی.

 

 په تیره برخه کې وویل شول چې د خدای تعالی د حکم له مخې د بللي بچي او هغه  کس چې هغه یې  دخپل بچي په توګه قبول کړی وي  له یوه بله د میراث وړل جایز نه دي او میراث یوازې  په  حقیقي پلار او بچیانو پورې اړه لري نه ادعایي یا په خولې بلل شوې. دا ایت  فرمایي:  حتی پیغمبر هم چې په خلکو ولایت لري او د امت د پلار  په شان دی، نه له مسلمانانو میراث وړي او نه څوک له هغه میراث وړي. د ویلو ده چې  پیغمبر اکرم (ص) په مدینه کېد مهاجرو او انصارو په مینځ کې د ورورلۍ تړون وکړ او هر یو مسلمان یې د بل ورو وګرځاوه . سره له دې د میراث په نظام کې  چې د خپلوانو په مینځ کې دی دیني ورور هیڅ ځای نه لري او که  څوک غواړي چې خپل دیني ورور په میراث کې شریک کړي د وصیت له لارې د خپل دیني ورور لپاره دغه کار کولی شي.

 که څه هم تیرو ایتونو ته په پام سره د ایت موضوع  د میراث په هکله ده خو د ایت لومړی عبارت  په مطلقه توګه راغلی دی . یعنې پیغمبر اکرم  په ټولو چارو کې  پر مومنانو لومړی توب لري او هغه ټول اختیارات چې انسان  یې په ځان لري پیغمبر په هغو ټولو کې په هر یو مومن لومړیتوب لري . نو مومنان باید د هغه نظر او خوښه پر ځان مخکې وګڼي او د هغه مطیع وي. شپږدیرشم ایت هم  په همدې خبره ټینګار لري چې هرکله  خدای او پیغمبر یې یو حکم ورکړي مومن انسان دهغه په وړاندې له ځانه اختیار نه لري.

طبیغي ده چې  پیغمبر پاک او معصوم دی او د وګړو او ټولنې له صلاح او ښیګړې پرته  بل څه په نظر کې نه نیسي نو ځکه د خپلو شخصي  یا کورنیزو ګټو او یا هم خپل هوا او هوس پسې نه دی.

درسونه :

 ۱:  پیغمبر په ټولو مومنانو ولایت لري او د هغه حکم په ټولو وکړنیړو، کورنیزو او ټولنیزو چارو کې جاري او نافذ دی.

۲: د پیغمبر د میرمنو درناوی لازم دی او هر عمل یا خبره چې د هغوی شخصیت ته یو ډول سپکاوی وګڼل شي جایزه نه ده .

۳:  په اسلامي کلتور  کې د کورنۍ د نظام د ټینګښت لپاره  په نسب او خپلوۍ ټینګار او ورته پام شوی دی.

 

 او (یاد کړه) هغه وخت چې  له پیغمبرانو مو ژمنه واخسته او له تا  او له نوح او ابراهیم او موسی او د مریم له زوي عیسی (هم)  او له هغوی مو کلک  تړون او لوظ واخسته.

   چې (په قیامت کې خدای) له رښتینو د هغوی د صداقت په هکله پوښتنه وکړي او د کافرانو لپاره یې دردوونکی عذاب تیار کړی دی.

 تیر ایت په مومنانو د پیغمبر د پراخ ولایت خبره وکړه . د ایتونه د اسلام د پیغمبر او ټولو پیغمبرانو  درانه مسوولیت ته اشاره کوي او فرمایي:  خدای تعالی دهغه حق په وړاندې  چې د پیغمبرانو لپاره یې ټاکلی، د هغوی په غاړه درانه مسوولیتونه هم اچولې دي او  له هغوي یې ژمنه اخستې چې د الهي وحي په رسولو او دخلکو په هدایت کې خپل ټول وس وکاروي او د خدای پرستۍ او توحید  په لور دخلکو د بللو لپاره  تر وروستۍ سلګۍ هڅه وکړي.

د ایتونه  پینځو پیغمبرانو ته چې اوالوالعزم ګڼل کیږي اشاره کوي او  د اسلام د پیغمبر له نومه وروسته یې دحضرت نوح ، حضرت ابراهیم ، حضرت موسی او حضرت عیسی نومونه ذکر کړې دي.

   ایتونه په دوام کې فرمایي:  د پیغمبرانو د بلنې په وړاندې خلک په دوو ډلو ویشل کیږي صادقان او کافران! صادقان  هغه کسان دي چې  د ایمان په ادعا کې رښتیني دي . هغوي هغه څه چې په ژبه یې وایي په عمل کې یې هم ښیي نه دا چې په ژبه یوه ادعا وکړي خو  په عمل کې یې د الهي اوامرو کومه نښه ونه لیدل شي.

په قیامت کې خدای تعالی له دغو دوو ډلو پوښتنه کوي او  د هغوی د فکر ، ژبې او عمل په اساس  هغوی ته انعام یا سزا او جزا ورکوي.

 د همدې سورې په ۲۳ او ۲۴ ایتونو کې هم  خدای تعالی واقعي مومنانو ته اشاره کړې او فرمایي: هغه کسان چې له خدای سره په عهد او پيمان کې رښتیني دي او  دخپل پيمان او لوظ په سر  د خدای د دین په دفاع کې ولاړ دي  هغوی صادقین دي او د خپل صداقت په خاطر بدله او جزا  ترلاسه کوي.

البته په دغو ایتونو کې یو په زړه پورې ټکی پټ دی  چې فرمایي: خدای تعالی په قیامت کې د صادقانو صدق معلوموي . یعنې یوازې عمل کافي نه دی بلکې باید عمل په  صداقت سره وي او په عمل اخلاص او د خدای قربت هم ثابت شي کیدی شي ډیر خلک د دفاع او جهاد  یا عبادت په ډګرونو کې حاضریږي  خو نیت یې په اخلاص سره نه وي او د دیني دندې پر ترسره کولو سربیره  په نام او نشان او مشهورتیا پسې هم وي.

 درسونه :

۱: د تیرو پیغمبرانو او قامونو له  تاریخ سره بلدتیا  د ایمان د خاوندانو لپاره ضروري ده  چې  د هغوی په هکله د خدای له سنت او دوده خبر شي او  په سمه لاره کې ګام پورته کړي.

۲:  خدای تعالی د هر حق په وړاندې یو فرض او دنده هم ټاکلې ده.  د اسنان هر قدر او مقام  چې څومره لوړ وي او څومره ډیر اختیارات ولري هغومره یې ذمه وارۍ او مسوولیتونه هم درانه وي.

 ۳:  په عمل او ونیا کې صداقت د ایمان لپاره ضروري دی  تر دې چې خدای تعالی  د مومنانو د لفظ په ځای د صادقینو  له کلمې استفاده کړې ده.

۴: خدای تعالی په قیامت کې د انسانانو عملونه دهغوی  د نیت او محرک په تله تلي  او پر ظاهر سربیره  د هغوی د عملونو باطن ته هم پام کیږي.

پایان .

 

 

     ----------------