Aug 02, 2020 05:06 Asia/Kabul

p-761-ahzaab-ayaat-13-17 د احزاب سورې ژباړه او تفسیر

p-761-ahzaab-ayaat-13-17

                                            بسم الله الرحمن الرحیم

«وَإِذْ قَالَت طَّائِفَةٌ مِّنْهُمْ یَا أَهْلَ یَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَکُمْ فَارْجِعُوا وَیَسْتَأْذِنُ فَرِیقٌ مِّنْهُمُ النَّبِیَّ یَقُولُونَ إِنَّ بُیُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِیَ بِعَوْرَةٍ إِن یُرِیدُونَ إِلَّا فِرَارًا»

 او کله چې د هغوی ( منافقانو)  یوې ډلې وویل: ای د مدینې خلکو، ستاسو لپاره د پاتیدو ځای نیشته، نو ستانه شئ. او  په هغوی کې ځینو  له پیغمبره (د ستنیدو) اجازه وغوښته او ویل به یې:  بې شکه چې زمونږ کورونه کلایې نه لري ، حال دا  چې بې کلایې نه وو او هغوی  ( له جنګه)  د تیښتې پرته بله اراده نه لرله.

 په تیرو ایتونو کې مو وضاحت وکړ چې د احزاب د جنګ کیسه پیل شوه، ومو ویل چې منافقانو او  د ناروغو زړونو خاوندانو د خلکو  حوصله کمزورې کوله او ویل به یې : پیغمبر مونږ غولولې یوو او مونږ به بری ونه مومو. دا ایت په دوام کې فرمایي:  له همدغو منافقانو ځینو نورو  هغو کسانو ته چې  له دښمن سره د مقابلې لپاره له ښاره وتلې وو ویل:  دا ستاسو ځای نه دی او تاسو هیڅ نه شئ کولې، خپلو کورونو ته ستانه شئ او د خپلو کورونو او کورنۍ خیال مو ساتئ ، ځینې بیا په مختلفو پلمو پیغمبر ته ورتلل او د ستنیدو اجازه به یې غوښتله  په داسې حال کې چې له جنګه د تیښتې اراده یې لرله .

درسونه :

 ۱: د اوازو خپرول او د خلکو د  حوصلې کمزورې کول د منافقانو له پروګرامونو دي ، د ایمان خاوندان باید د دغه شان کسانو او دهغوی د غلطو کارونو او تبلیغاتو خیال وساتي او  په ټولنه کې دهغوی له کارونو خبرداره ووسي.

۲: د خدای رسول د جنګ په وخت په خپله د جنګ کومانده په غاړه لرله . هغه حضرت  به د  خطرې په وخت د خلکو په څنګ کې و او هغوی به یې نه پریښودل.

 

«وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَیْهِم مِّنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا الْفِتْنَةَ لَآتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا بِهَا إِلَّا یَسِیرًا»، «وَلَقَدْ کَانُوا عَاهَدُوا اللَّـهَ مِن قَبْلُ لَا یُوَلُّونَ الْأَدْبَارَ  وَکَانَ عَهْدُ اللَّـهِ مَسْئُولًا»

او که  د مدینې د خواوشا ( دښمنان) هغوی ته ورتلل او ورځنې به یې د فتنه ګرۍ ( او شرک ته ستنیدو) غوښتنه کوله، سملاسي به یې منله ، او ځنډ به یې نه کاوه مګر ډیر کم.

په داسې حال کې چې  هغوی له دي مخکې له خدای سره ژمنه کړې وه  چې ( دښمن ته) به نه شا کوي. او د خدای د ژمنې به تپوس کیږي.

 

د تیرو ایتونو په دوام کې دا ایتونه فرمایي: دوي چې نن له دښمن سره له مقابلې تښتي  او د خطر منلو ته تیار نه دي دا له دې امله ده چې په خدای یې ایمان سست او کمزوری دی  ځکه چې  که دښمن مدینې ښار ته ننوځي او له هغوي وغواړي چې  کفر او شرک ته ستانه شي، فورا یې مني او په خدای له ایمانه لاس اخلي.  حال دا چې هغوي له پيغمبر اکرم (ص) سره د بیعت په وخت لوظ کړی و چې د اسلام د پیغمبر او مسلمانانو  به د دښمنانو په وړاندې  ملاتړ کوي او دښمن ته شا نه کړي، خو کله چې په دغه عهد و پيمان ټینګ پاتې نه شول  او هغه یې مات کړ سره له دې چې  پوهیدل د دې وعده خلافۍ پوښتنه به ترې کیږي.

 

درسونه :

۱: په اسلامي ټولنه کې ځینې سست ایمانه کسان شته دي چې په اسانه له حقه ستنیږي او دښمن ته مخه کوي هغوی  حتی حاضر دي د دښمن ولکه ومني خو د دښمن په وړاندې د اسلامي مشرانو مرسته نه کوي.

۲: ایمان له خدای سره یو ډول عهد او پيمان دی  چې پر اساس یې باید تر آخري سلګۍ  د خدای د دین له دشمنانو سره مقابله وشي د دغه پيمان ماتول د بې ایمانۍ نښه ده .

 

 

«قُل لَّن یَنفَعَکُمُ الْفِرَارُ إِن فَرَرْتُم مِّنَ الْمَوْتِ أَوِ الْقَتْلِ وَإِذًا لَّا تُمَتَّعُونَ إِلَّا قَلِیلًا»، «قُلْ مَن ذَا الَّذِی یَعْصِمُکُم مِّنَ اللَّـهِ إِنْ أَرَادَ بِکُمْ سُوءًا أَوْ أَرَادَ بِکُمْ رَحْمَةً  وَلَا یَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ اللَّـهِ وَلِیًّا وَلَا نَصِیرًا»

 

ووایه: له مرګه او یا وژل کیدو مه تښتئ، دغه تیښته به تاسو ته هیڅ ګټه ونه رسوي او ( که څه ګټه هم ورسوي)  نو ډیره لږه به وي.

ووایه : که خدای ستاسو لپاره د کړاو او یا رحمت  اراده وکړي  څوک شته چې د خدای ( د ارادې) په وړاندې تاسو وساتي؟ په داسې حال کې چې هغوی به  له خدایه پرته  د ځان لپاره کو مرستندویی او ولي  ونه مومي.

په دغو ایتونو کې خدای تعالی هغو کسانو ته چې له دښمن سره له جنګه تښتي فرمایي: ګمان مه کوئ چې د وژل کیدو له ویرې  که له جنګه وتښتئ نو تاسو ته به کومه فایده ورسیږي، ځکه چې د دنیا ژوند یو څو ورځې دی او یوازې یو څو ورځې ترې فایده اخستلې شئ خو د دې به بدل کې به مو د ځان لپاره ابدي دوزخ اخستی وي او د خدای په قهر او عذاب به اخته شئ.

پر دې سربیره مرګ یوازې  د جنګ په میدان کې نه راځي هسې هم هره ورځ   یو شمیر کسان مري  او له دنیا ځي. نو څه ضمانت شته چې که تاسو د جنګ له ډګره وتښتئ نو په طبیعي مرګ به مړه نه شئ  یا به په بیلا بیلو پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورنه کړئ؟ آیا خدای  د جنګ له میدانه بهر ستاسو ژوند نه شي اخستلی ؟ آیا تاسو د خدای د ارادې په وړاندې کوم پناه ځای لرئ چې ورته په پناه وړلو سره  د خدای له ارادې  بهر شئ؟ آیا له هغه پرته کوم دوست او سرپرست لرئ چې  له تاسو سره د خدای د ارادې په وړاندې مرسته وکړي؟

  پر دې اساس له دښمن سره له مبارزې د تیښتې په ځای  د جنګ په ډګر کې حاضر شئ او په عزت او سرلوړۍ سره وجنګیږئ که په دې لاره شهیدان شوئ  ستنیدل به مو د خدای لور ته وي.

درسونه :

 ۱: مرګ د ټولو د کار پای دی او ترې تیښته نیشته،  نن یا سبا هر کس تلونکی دی  نو څومره ښه ده چې دغه مرګ د خدای په لاره کې  او د الهی اوامرو په  لاره کې وي.

۲: باید خیال وساتو چې ابدي کامیابي په دې فاني دنیا او د هغه په تیریدونکو کامیابیو خرڅه نه کړو.

۳: هستي د خدای د ارادې او تدبیر لاندې ده ، د ژوند خواږه تراخه ، بري او ماتې، دا ټول د الهي حکمت په اساس دي ، د انسان  نیکمرغي هم د خدای د اوامرو او تعلیماتو په لاره تګ او پرې په عمل کولو کې ده