سوره احزاب ۱۸-۲۱
p-762-ahzaab-ayaat-18-21 د احزاب سورې ژباړه او تفسیر
p-762-ahzaab-ayaat-18-21
بې شکه خدای له تاسو هغه کسان چې خلک یې (له جهاده) غړول او هغه کسان چې خپلو وروڼو ته یې ویل: مونږ ته راشئ، (او جنګ ته مه ځئ) ښه پيژني؛ او هغوی نه ځي جنګ ته، مګر ډیر کم.
هغوی پر تاسو بخيل دي. کله چې ( د جنګ) ویره پیښیږي، هغوی به وینې داسې به تاته ګوري چې سترګې به یې تاویږي. د هغه چا په شان چې مرګ پرې راغلی وي، نو کله چې ویره له مینځه لاړه شي، په تندو تیزو ژبو تاسو ځوروي او د خیر (د مال او ولجو) په مساله کې شوم دي. دوي ایمان نه دی راوړی او خدای یې عملونه تباه کړې او دا کار خدای ته اسان دی.
په تیره برخه کې په جنګ احزاب کې د مسلمانانو د حوصلې په کمزورې کولو کې د مدینې د منافقانو رول ته اشاره وشوه. دا ایتونه په دوام کې فرمایي: په دوي کې ځینو منافقانو هڅه کوله خلک له دښمن سره له مقابلې وغړوي او هغوی ته به یې ویل: لکه څنګه چې مونږ له جنګه لاس اخستی تاسو یې هم واخلئ او له مونږ سره یو ځای شئ ، هغوی نه یوازې د جهاد په ډګر کې د سر له ورکولو بلکې د مال له ورکولو او له جنګیالیو او دهغوی له کورنیو سره په مرسته کې هم بخل او شومي کوله او په حرص او تمې اخته وو.
هغوی په خدای په ایمان کې سست او کمزورې دي او د خطر په وخت پرې داسې لړزا راځي چې ته وا ساه ورکوي مخکې له دې چې دښمن د هغوی له ځان واخلي .
خو که مسلمانانو ته کومه فتحه او سوبه په نصیب شي ځانونه په دغه بري کې شریک ګڼي او د جنګي ولجو په راټولولو حریص دي د قرض خواهو په شان په تنده او تیزه لهجه خبرې کوي او په ولجو کې خپل برخه غواړي.
البته هغه څه چې قرآن یې د پيغمبر د زمانې د منافقانو په هکله بیانوي یوازې په هغه زمانې پورې مخصوص نه دي په هر وخت او ځای کې په مسلمانانو کې دغه شان کسان پیدا کیږي چې د خطر په وخت تښتي او د هوساینې او راحتې په وخته د مال او طاقت په جمع کولو پسې وي او ځانونه تر نورو مخکې ګڼي.
درسونه :
۱: له دښمن سره په مقابله کې باید د کمزورې ایمان له خاوندانو ځیر ووسو ځکه چې نه یوازې په خپله د جنګ له میدانه تښتي بلکې په خپلو نهیلوونکو خبرو سره نور هم جنګ ته له تګه منعې کوي.
۲: منافقان د سختۍ او خطر په وخت کې له جنګیالیو سره له مرستې او جبهې ته په ورتګ کې بخل کوي او د خطرې له ختمیدو وروسته د مالونو او ولجو د راغونډولو لپاره حریص وي دا د منافقانو یوه نښه ده .
۳: دسختۍ او جنګ په وخت د دښمن په وړاندې کمزوري او ویره او له خپلو هم مذهبو سره تندي او د ارامښت په وخت د هغوی تنګول او د پوروړو په شان سلوک ورسره کول د منافقانو له نورو ځانګړتیاوو دي.
هغوی ګمان کوي چې احزاب او د دښمنانو ( ډلې) لا (د مدینې له خواوشا) نه دي تللې او که د دښمن ډلې دوباره راستنې شي ارمان کوي چې کاش د صحرا میشتو اعرابو په مینځ کې وای او یوازې ستاسو د خبرونو پوښتنه یې کولای او که هغوی ستاسو په مینځ کې وو؛ ډیر لږ به یې جنګیدل.
دا ایت د منافقانو د ویرې او کمزورۍ اوج بیانوي او فرمایي: سره له دې چې د دښمن پوځیان تیت و پرک شول او د مدینې په خواوشا کې کومه خطره نه ده موجوده خو منافقان ګمانک وي چې هغوی لا هم د مدینې په خوا کې دي نو د خطرې احساس کوي او د هر اس او اوښ غږ چې اوري خیال کوي چې دښمن د هغوي په لور ورروان دی.
په هغوی ویره دومره غالبه شوې چې غواړي صحراګانو ته وتښتي او په کلي میشتو او صحرا میشتو کې ژوند و کړي چې په خپله ګمان له خطره وتښتي؛ او په دې بڼه کې د ښار د خبرونو په هکله له مسافرو پوښتنه وکړي او کله چې پوره امنیت ټینګ شي نو بیا راستانه شي.
ایت په دوام کې مومنانو ته په خطاب کې فرمایي: البته که هغوی په ښار کې هم پاتې شي اکثره یې ستاسو مرستې ته نه راځي او له دښمن سره د جنګ ډګر ته نه حاضریږي. نو د هغوی په تللو مه اندیښمنیږئ او په پاتیدو یې هم مه خوشالیږئ.
درسونه :
۱: منافقان او د کمزورې ایمان خاوندان همیشه دښمن تر ځانه پياوړی ګڼي هغوی ګمان کوي چې د هر جنګ نتیجه به ضرور د دښمنانو بری او د مسلمانانو ماته وي او پر دې اساس پلانونه کوي.
۲: د دښمن په وړاندې ویره او ځان بایلل له هغه د تیښتې سبب کیږي په داسې حال کې چې عقل او شرع حکم کوي چې انسان د دښمن په وړاندې ودریږي او له ځانه سستي او کمزوري ونه ښيي.
بې شکه چې ستاسو لپاره د خدای د رسول (په سیرت کې) ښه بیلګه او نمونه ده، د هغه چا لپاره چې د خدای او د قیامت د ورځې هیله لري او خدای ډیر یادوي.
د تیرو ایتونو په دوام کې چې د منافقانو او سست ایمانه کسانو ځانګړنې یې بیانولې دا ایت فرمایي: خو د ایمان خاوندان د منافقانو خبرو او کړنو ته د پام په ځای او په خپلو دندو په عمل کولو کې د سستۍ په ځای باید د پیغمبر خبرو او سیرت ته پام کوي. هغوی د هغه حضرت په شان د دښمن په وړاندې کلک او ټینګ وي ودریږي او د مدینې د ښار او مسلمانانو په دفاع کې کوتاهي او پرکالي نه کوي.
د تاریخي روایتونو له مخې پیغمبر اکرم له مدینې د دفاع لپاره امر وکړ چې د ښار په خواشا کې په هر ځای کې چې د دښمن د راننوتلو امکان وي یو خندق وکني . په خپله هغه حضرت د نورو مسلمانانو په شان کودالۍ په لاس واخسته او د خندق په کیندلو مشغول شو. له دغه کوشش سره په یو وخت پیغمبر د خدای یاد په زړونو کې ژوندی کاوه او هغوی ته یې د خدای له لورې د بري وعده ورکوله.
درسونه :
۱: پیغمبر اکرم ، د جنګ او جهاد په وخت د رزم جامې اغوستې او اد جنګ کومانده به یې په غاړه اخستله د هغه دین له حکومته جدا نه و ، هم یې د خلکو لپاره دنیاوي سعادت غوښته او هم یې په قیامت کې ابدي سعادت .
۲: پیغمبر اکرم (ص) د نورو انسانانو په شان عام ژوند درلود نو د ټولو مومنانو لپاره بیلګه ګرځیدلی شي. هغه یو ځمکنی انسان و او د ځمکې دخلکو لپاره د ژوند بیلګه ، دجنګ په میدان کې یې هم د غیبو د علم په اساس عمل نه کاوه او د جنګي اصولو خیال یې ساته .
۳: که د نړۍ مسلمانانو پیغمبر اکرم (ص) خپله بیلګه وګرځولې وای ، نن به د دښمنانو په وړاندې داسې خوار او کمزورې نه وای او هیڅکله به یې نه وه پریښې چې دښمنان پر هغوی لاسبري او واکمن شي.