Aug 02, 2020 06:30 Asia/Kabul

p-768-Saba-ayaat-14-17 د سباء سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (764)  

سوره سبأ آیات 14 تا 17

«فَلَمَّا قَضَیْنَا عَلَیْهِ الْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلَى مَوْتِهِ إِلَّا دَابَّةُ الْأَرْضِ تَأْکُلُ مِنسَأَتَهُ  فَلَمَّا خَرَّ تَبَیَّنَتِ الْجِنُّ أَن لَّوْ کَانُوا یَعْلَمُونَ الْغَیْبَ مَا لَبِثُوا فِی الْعَذَابِ الْمُهِینِ»

 

نو کله مو چې په سلیمان مرګ مقرر کړ؟ هیچا هغوی (پیریان) د هغه له مرګه خبر نه کړل، مګر د ځمکې یو خوځیدونکي[وینه] چې د هغه عصا یې خوړله. نو کله چې د سلیمان [تنه] په ځمکه پریوتله،پیریان پوه شول چې که له غیبو خبر وای په دغه خواروونکي عذاب کې به نه پاتې کیدل.

 

  په تیره خبره کې مو د حضرت سلیمان د حکومت د دوران د صنعایو او هڅوب ځینو بیلګو ته اشاره وکړه. دا ایت فرمایي:  سره له هغه ټول برم او سترتوبه چې سلیمان درلود کله چې پرې خدای مرګ مقرر کړ په داسې حال کې چې په امسا یې ډډه وهلې وه د مرګ پرښتې یې روح وویسته، هغه په هماغه حال کې پاتې شو تر دې چې  وینو د هغه عصا وخوړله او په ځمکه پریوته؛ دغه وخت وه چې خلک د سلیمان له مرګه خبر شول.

 کومو پیریانو چې د سلیمان لپاره یې د ګاریګرو انسانانو په شان کار کاوه له دغه خبرې نه وو خبر ا هغوی  هغه وخت چې د سلیمان تنه په ځمکه وغورځیده  دهغه له مرګه خبر شول حال دا چې که د غیبو علم یې درلود  او زر خبر شوې وای له هغو سختو  درنو کارونو به یې چې په غاړه یې وو لاس اخستی وای.

حضرت علي علیه السلام د نهج البلاغې  په یو سل دوه اتیایمې خطبې کې فرمایي:  که له مرګه څوک خلاصیدلی او د  همیشه له پاره په دې دنیا کې پاتې کیدلی شوی نو حضرت سلیمان به پاتې شوی و چې انسانان او پیریان یې په ولکه کې وو، هم یې د نبوت مقام درلود او هم یې دخدای په در کې لوی مقام او منزلت درلود.

درسونه:

۱:  که انسان د پيغمبرۍ او پاچاهۍ مقام ته هم ورسیږي له مرګه په امان نه شي پاتې کیدلی نو  هیڅکله په  خپل مقام او شتمنیو یا په خپلو امکاناتو غره کیدل نه دي پکار ځکه چې یوه ورځ داسې راتلونکي ده چې دا هر څه به پریږدو او خالي لاسونه به  له دې جهانه ځو.

۲:  سلیمان له دومره برم شان و شوکت او عظمت سره سره د یو وینه په وسیله په ځمکه ولویده او تر هغه وخته  سپایان او لښکریان د هغه له مرګه نه ووخبر.

 

  تلاوت آیه 15  

«لَقَدْ کَانَ لِسَبَإٍ فِی مَسْکَنِهِمْ آیَةٌ جَنَّتَانِ عَن یَمِینٍ وَشِمَالٍ  کُلُوا مِن رِّزْقِ رَبِّکُمْ وَاشْکُرُوا لَهُ  بَلْدَةٌ طَیِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ»

 

د سبا د قام لپاره د هغوی په استوګنځای کې د ( الهی طاقت او رحمت) یوه نښه وه. دوه (لوی باغونه) له ښي او کیڼ لوري. د  خپل پروردګار روزي  وخورئ او دهغه شکر وباسئ. پاک اوپاکیزه ښار او بخښونکی رب.

 په تیره برخه کې مو د دوو الهی پیغمبرانو   حضرت داوود او حضرت سلیمان برخلیک ته اشاره وکړه چې د طاقت او عظمت په اوج کې د خدای د نعمتونو شکرګزاره وو او له دغو نعمتونو یې د خلکو د خدمت او د امنیت د ساتلو لپاره استفاده کوله. خو دا ایت او ورپسې ایتونه د سبا قوم په برخلیک غږیږي چې په الهي نعمتونو کې ډوب وو خو  کفران نعمت یې وکړ او په سزا اخته شول چې د ټولو لپاره د عبرت سبب شوه.

د سبا قوم  د یمن په ډیره ښکلې او ښې آب و هوا په سیمه کې ژوند کاوه  هغوی د لوی او پیاوړي بند یا ډیم په جوړولو سره  په هغې کې اوبه ساتلې وې او د کرهڼې او مالدارۍ له نظره پیاوړې وو او یو آباد هیواد یې درلود.

 له دغه ډیمه یو اوږد او پلن سیند روان و چې  سیمه به یې خړوبوله او دواړو لورو ته یې باغونه او  بڼونه وو چې  درست کال به یې ډول ډول میوې غلې ورکولې. د دوي سیمه ډیره ښیرازه، د پاکې ابو هوا  او میوه دارو او سایه دارو ونو لرونکې وه چې  په دغه قام د خدای یوه مهرباني او رحمت و. پر دغو نعمتونو سربیره، د خدای رحمت او مغفرت هم له هغوی سره و، خدا د هغوی له خطاګانو اوګناهونو تیریده  او د هغوی پریمانه روزي یې نه کموله.

درسونه:

 ۱: ښکلی طبیعت او فطرت، ښکلې حیرانوونکي طبیعي منظرې ونې او ډول ډول محصولات او میوې غلې دا ټول د  نړۍ د پالونکي د عظمت نښې دي .

د کرهڼې او  زراعت له لارې د ځمکې آبادو د خدای درحمت او مهربانۍ د حصول سبب کیږي او دا په اخرت له ایمان سره هیڅ ټکره نه لري.

 

 تلاوت آیات 16 و 17  

 

«فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ سَیْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُم بِجَنَّتَیْهِمْ جَنَّتَیْنِ ذَوَاتَیْ أُکُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَیْءٍ مِّن سِدْرٍ قَلِیلٍ»، «ذَلِکَ جَزَیْنَاهُم بِمَا کَفَرُوا وَهَلْ نُجَازِی إِلَّا الْکَفُورَ»

خو هغوی (له خدایه) مخ واړوه او مونږ پر هغوی ویجاړوونکی سیلاب ولیږه او (له میووډک) دوه باغونه مو د ترخو میوو او د ګز په ترخو ونو او د بیرو په  ونو بدل کړل.

  مونږ د هغوی د کفران په وجه هغوی ته سزا ورکړه او آیا مونږ له کفران کوونکو ( او ناشکرانو) پرته بل چاته سزا ورکوو؟

 خلک د  خدای د مادي او معنوي نعمتونو په وړاندې دوه ډلې دي ځینې خلک شکر ایستونکي دي او ځینې ناشکره. ځینې خلک د نعمتونو په لیدلو  سره خدای یادوي او له هغو نعمتونو په داسې لاره کې  چې د خدای د رضا سبب کیږي  استفاده کوي. ځینې بیا دخدای له یاده غافله دي او له نعمتونو په ګټه پورته کولو کې یوازې په خپلو خوندونو او د خپلو نفساني خواهشاتو په پوره کولو پسې دي که څه هم دخدای د نارضایتۍ او خپګان سبب شي.

د خدای له یاده مخ اړول کله  په طبیعت کې د تکوین د ایتونو په وړاندې وي او کله هم د تشریع د ایتونو او د خدای د حکمونو په وړاندې، د سبا قام که څه هم د خدای له نعمتونو برخمن و  خو له خدای یې مخ واوړوه او خپلې غوښتنې یې د هر هر څه معیار وګرځولې. هغوی انساني ګروهنو ته د خدای په خوښه او غوښتنه ترجیح ورکړه  او قیامت یې هیر کړ.

 هغوی د الهی نعمتونو په قدر پوه نه شول  او ناشکري یې وکړه. شتمنو پر اړمنو کبر خرڅاوه او  بې وزلان یې هیر کړل اکثره خلکو په دنیا پورې زړه وتاړه او له اخرت او د خدای له یاده غافله شوله. هغوي هیره کړه چې  دا هر څه دخدای له لورې دي او باید د خدای بندګان او تابع ووسي.

دغه د نعمت کفران او ناشکري د ډیرې لویې سزا سبب شوه او  یو لوی سیلاب  هغه ښار او باغونه بڼونه یې  لاندې کړل ، دغه  ښیرازه  ځمکه د  سیلاب وجه له مینځه لاړه او  ونې بې ثمره شوې تر دې چې  نور به نو په څلورو موسمونوکې میوې نه کیدې  او د هغه په ځای بې حاصله او د ترخو او تروو میوو ونې راټوکیدلې.

 

 درسونه:

۱: په ژبه ناشکري او په عمل کې کې د نعمت کفران د دنیایي سزا سبب کیږي  او دا د خدای د سزا او جزا د نظام یوه برخه ده.

۲: د قامونو او وګړو برخلیک په خپله د هغوي په لاس کې دی او دا  د تیرو او راتلونکو خلکو په باره کې د خدای سنت دی.

 ۳: په ګناه ټینګار کول او جاري ساتل یې د خدای د عذاب د نازلیدلو زمینه برابروي  خو که انسان په ګناه ټینګار ونه لري خدای بخښونکی او مهربان دی.

 پای