سوره سباء ۲۵-۳۰
p-771-Saba-ayaat-25-30 د سباء سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (767)
سوره سبأ آیات 25 تا 30
تلاوت آیات 25 تا 27 از سوره سبأ
«قُل لَّا تُسْأَلُونَ عَمَّا أَجْرَمْنَا وَلَا نُسْأَلُ عَمَّا تَعْمَلُونَ»، «قُلْ یَجْمَعُ بَیْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ یَفْتَحُ بَیْنَنَا بِالْحَقِّ وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِیمُ»، «قُلْ أَرُونِیَ الَّذِینَ أَلْحَقْتُم بِهِ شُرَکَاءَ کَلَّا بَلْ هُوَ اللَّـهُ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»
(ای پیغمبره!) ووایه: له تاسو دهغه څه چې مونږ کړې دی پوښتنه نه کیږي او له مونږ به (هم) د هغه څه چې تاسو یې کوئ، پوښتنه ونه شي.
ووایه : زمونږ پالونکی، مونږ او تاسو (په قیامت کې) راغونډوي، بیا به په مونږ او تاسو کې په حقه فیصله وکړي او هغه هوښیار فیصله کوونکی دی.
ووایه: راوښیئ هغه کسان چې د شریک په توګه مو له خدای سره یو ځای کړې دي، هیڅکله داسې نه ده بلکې هغه دی عزیز او حکیم خدای.
په تیره برخه کې مو وویل چې د خدای رسول د حق لور ته د خلکو په بلنه کې له هغوي غواړي چې په خپله فکر وکړي او د حق لاره غوره کړي او طبیعي ده چې هی څوک د خپل انتخاب، دخپلو کړو او عملونو مسوول دی . دا ایتونه فرمایي: په قیامت کې هم له هر چا د هغه د انتخاب له مخې پوښتنه کیږي. البته د خدای په مینځ کې فیصله دخدای په غاړه ده چې د ځمکې او اسمانونو خالق دی او د ټولو انسانانو له احواله خبر دی. هغه د حق او حقیقت په اساس فیصله کوي او هر چاته د خپل عمل سزا ورکوي.
په دنیا کې ټول خلک ادعا کوړي چې د هغوی فکر او عمل او لاره سمه ده او له باطله د حق تشخیص اسان کار نه دی. خو په قیامت کې د ادعاګانو لپاره هیڅ ځای نیشته بلکې خدای به د خپل علم په اساس حق له باطله جدا کوړي او د هغوي تر مینځ به جدایي راولي.
ورپسی ایت، یو ځل بیا مشرکانو ته په خطاب کې فرمایي: هغه څه چې تاسو یې د خدای شریک ګڼئ، حقیقت نه لري او دا یوازې ستاسو ګمان او خیال دی. دا هغه څه نه دي چې د وړاندې کیدو او اثبات وړتیا ولري. هغه یوازې کاڼي او لرګي دي چې لیاقت نه لري په خلقت کې او یا د هستۍ د چارو په تدبیر کې له خالق سره شریک شي.
له دغو ایتونو زده کوو چې؛
۱: په قیامت کې د کارونو د تللو معیار حق او باطل دی ، نه خپلوۍ او یا ژبني نسلي او توکمي نسبتونه، نو د هر کس عملونه یوازې د حق په تله تلل کیږي نه په نورو چارو.
۲: له مخالفانو سره په خبرو اترو کې باید هغوی مجرم او ګناهکار ونه ګڼو، د خدای رسول مشرکانو ته وفرمایل: خدای به له مونږ زمونږ د ګناهانو پوښتنه کوي او له تاسو به ستاسو د کارونو.
۳: د انسان هیڅ یو خیالي معبود، که هغه بوتان وي او که پرښتې، ځانونه د خدای شریکان نه ګڼي، دا جاهل انسان دی چې هغوی له خدای سره یو ځای کوي او د خدای شریکان یې ګڼي.
تلاوت آیه 28 سوره سبأ
«وَمَا أَرْسَلْنَاکَ إِلَّا کَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِیرًا وَنَذِیرًا وَلَـکِنَّ أَکْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُونَ»
مونږ ته ونه لیږلې مګر د ټولو خلکو لپاره زیری ورکوونکی او ویروونکی، خو اکثره خلک نه پوهیږي.
د توحید او شرک په باره کې له خبرو وروسته دا ایت د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی (ص) د رسالت د هر اړخیزوالي اونړۍ شمولۍ په هکله خبره کوي، که څه هم د هغه حضرت لومړي مخاطلبان د حجاز د سیمې عرب ژبې خلک وو او د هغه کتاب په عربۍ ژبه نازل شوی خو د هغه پیغام له کوم خاص قوم ، ژبې او یا خاصې زمانې سره اړه نه لري بلکې دغه پیغام د نړۍ د ټولو خلکو لپاره دی او د تاریخ تر پایه پورې د هر قوم او توکم او نسل لپاره دی. لکه څنګه چې د فرقان سورې لومړی ایت هم د پيغمبر بلنه د ټولو نړیوالو لپاره ګڼي.
په دغه ایت کې همداراز د خپل رسالت په ترسره کولو کې د پیغمبر اکرم (ص) تربیتي روده بیان شوې او فرمايي:هغه هغو کسانو چې د حق لور ته ګروهنه پيدا کړي او حق ومني د دنیا او اخرت د نیکمرغۍ زیری ورکوي او کوم کسان چې له حقه مخ واړوي، او ضد او دښمني وکړي د سختې سزا خبرداری ورکوي.
خو افسوس چې ډیری خلک په خپلې نیکمرغۍ او سعادت کې د ایمان او کفر له روله ناخبره دي او دغو زیرو او خبرداریو ته کمه توجه کوي.
درسونه:
۱: داسلامي د پیغمبر رسالت نړیوال دی او دا پلمه چې هغه زمونږ له قوم یا توکمه نه دی داسې ده لکه چې څوک ووایي یوازې د شام او فلسطین خلک باید مسیحي وي ځکه چې عیسی په دغو ټاټوبو کې پیدا شوی او هلته یې خپله د رسالت دنده ترسره کړې ده.
۲: پيغمبران د الهی بلنې د رسولو مامور وو ، نه دا چې خلک په زوره د حق دین منلو ته اړ کړي نو د هغوی د بلنې روده په خبرداری او زیري ورکولو ولاړه وه نه د انسانانو په مجبورولو او په زوره یې خپلې لارې ته په بللو.
تلاوت آیات 29 و 30 از سوره سبأ
«وَیَقُولُونَ مَتَى هَـذَا الْوَعْدُ إِن کُنتُمْ صَادِقِینَ»، «قُل لَّکُم مِّیعَادُ یَوْمٍ لَّا تَسْتَأْخِرُونَ عَنْهُ سَاعَةً وَلَا تَسْتَقْدِمُونَ»
وایي: دا وعده (قیامت) به کله رارسیږي، که تاسو رښتیا وایئ؟
ووایه: ستاسو وعده به هغه ورځ وي چې نه به ترې یو ساعت ځنډیږئ او نه به ترې مخکې کیږئ.
نبوت او توحید ته له اشارې وروسته دا ایتونه د معاد او قیامت خبره کوي او فرمایي: د قیامت منکران د هغه په ناممکنوالي هیڅ دلیل نه لري بلکې یوازې دهغه د وخت نامعلوموالی یې پلمه ګرځولی او د هغه په نفي او انکار پسې دي. لکه څنګه چې ټول خلک په خپل مرګ یقین لري خو هیڅوک د خپل مرګ له وخته نه دي خبر.
قرآن په دغو ایتونو کې فرمایيک د قیامت راتګ یوه قطعي او ارومرو چاره ده چې راځي به او له هغه وخته به چې خدای مقرر کړې یوه شیبه هم مخکې یا وروسته نه وي او تاسو د قیامت د نښو په لیدلو سره له هغه تیښته نه شئ کولې او یا یې نه شئ ځنډولی. نو د قیامت په فکر کې اوسئ ځکه چې په هغه ورځ به د خپلو عملونو ځواب ورکوئ، او د انکار فکر یې مه کوئ.
درسونه:
۱: د قیامت د راتللو وخت یوازې خدای ته معلوم دی او پيغمبران هم ترې نه دي خبر.
د قیامت د راتللو د وخت یا دا چې انسان ته به پکې څنګه سزا و جزا ورکول کیږي د دغه شان پلمو په ځای باید د خپلو افکارو او کړنو د اصلاح په فکر کې شو چې په هغه وخت کې د قیامت ډګر ته خالي لاسونه لاړ نه شو.