سوره سباء ۳۴-۳۵
p-773-Saba-ayaat-34-35 د سباء سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (769)
تفسیر ساده و روان آیات 34 تا 37 سوره سبأ
ابتدا به تلاوت آیه 34 و 35 از سوره سبأ گوش میسپاریم:
«وَمَا أَرْسَلْنَا فِی قَرْیَةٍ مِّن نَّذِیرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُم بِهِ کَافِرُونَ»، «وَقَالُوا نَحْنُ أَکْثَرُ أَمْوَالًا وَأَوْلَادًا وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِینَ»
او مونږ هیڅ وطن ته خبرداری ورکوونکی ونه لیږه مګر دا چې دهغوی هوسا کسانو وویل: مونږ په هغه څه چې تاسو پرې راستول شوې یئ کافر (منکر) یوو.
او وې ویل: زمونږ مالونه او بچیان ( تر تاسو) زیات دي او مونږ ته به عذاب رانه کړی شي.
په تیره برخه کې مو په قیامت کې د مستکبرانو او مستضعفانو خبرو ته اشاره وکړه دا ایتونه فرمایي: مستکبران چې په الهی نعمتونو کې ډوب دي او په عیش و عشرت کې غرق شوې دي ګمان کوي چې تر نورو لوړ او ښه دي او د دې لوړوالي نښه د هغوی ډیر مال او د کورنۍ شهرت او زیاتوالی دی. دغو کسانو د پیغمبرانو خبرو ته پام نه کاوه ځکه چې معمولا محرومان او کمزورې کسان به پر پیغمبر راټولیدل او شتمنو به له خپل شانه لرې خبره ګڼله چې د ټولنې له کمزورو کسانو سره یو ځای کښیني او ورسره ناسته پاسته ولري.
هغوی به په ډاګه ویل چې مونږ په پیغمبرانو او د هغوی په کتابونو ایمان نه راوړو او فرضا که یو قیامت هم وي نو خدای به مونږ ته عذاب نه راکوي. ځکه چې خدای له مونږ سره مینه کوي او له همدې امله یې مونږ ته زیات مالونه او اولادونه راکړې دي.
درسونه:
۱: کله کله مال او دولت د انسان سترګې داسې ړندوي چې بې له څه دلیل او منطقه د پيغمبرانو تعلیمات ردوی او د حق خبره نه مني.
۲: په دنیا کې شتمني له خدای سره د نزدیکت نښه نه ده بلکې له نعمتونو برخمنتیا د انسان ذمه وارۍ نورې هم زیاتوي.
۳: د هوساینې غوښتنه که د غرور او مستۍ سبب شي انسان له حق سره په دښمنۍ او ضد اخته کوي.
په دنیا کې رفاه او هوساینه په آخرت کې د ارامښت او هوساینې نښه نه ده. داسې ډیر کسان شته چې په دې دنیا کې ډیره هوسا او په مزو کې ژوند تیروي خو په آخرت کې به په عذاب اخته کیږي.
تلاوت آیه 36 از سوره سبأ
«قُلْ إِنَّ رَبِّی یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن یَشَاءُ وَیَقْدِرُ وَلَـکِنَّ أَکْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُونَ»
ووایه زما پالونکی چې هر چاته وغواړي روزي پراخوي یا یې تنګوي، خو زیاتره خلک نه پوهیږي.
د تیر ایت په دوام کې چې وې فرمایل: په دنیا کې د مستکبرانو هوساینه او ارام ژوند په اخرت کې د هغوی د هوساینې او ارامښت نښه نه شي کیدلی دا ایت فرمایي: په روزۍ کې پراخي یا تنګسیا د خدای د مینې یا قهر نښه نه ده چې ګوندې هر څوک زیاته شتمني او مال ولري نو د خدای به خوښ وي او خدای پرې رحم کړی یا هر څوک چې لاس یې تنګ وي د خدای غضب او قهر پرې نازل شوی دی.
په روزۍ کې دغه فرقونه، دهغه حکمت او مصلحت له مخې دي چې خدای تعالی يې په اساس د خلقت نظام پیدا کړی دی او د خدای له کرم یا قهر سره هیڅ اړه نه لري. البته ډیر خلک دې خبرې ته پام نه کوي او د خپلو ګمانونو او اټکلونو په اساس غلط قضاوتونه او فیصلې کوي.
درسونه:
د نعمت ورکول او اخستل، د خدای د حکمت او مصلحت تابع دي نه دخدای د مینې یا قهر او غضب نښه،
۲: د پیغمبرانو یوه دنده، د خلکو دغلمو ګمانونو او تصوراتو اصلاح کول دي چې په خدای پورې غلطې خبرې ونه تړي، دمثال په توګه ګمان ونه کړي چې پراخه نعمت او ډیره هوساینه، همیشه د خدای د مینې او مهربانۍ نښه ده.
۳: باید مالونه او اولاد د خدای مال وګڼو نه خپل مال، کار او تدبیر او د رزق او روزۍ نورې واسطې، مونږ له روزي رسوونکي خدایه غافله نه کړي.
تلاوت آیه 37 سوره سبأ
«وَمَا أَمْوَالُکُمْ وَلَا أَوْلَادُکُم بِالَّتِی تُقَرِّبُکُمْ عِندَنَا زُلْفَى إِلَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَـئِکَ لَهُمْ جَزَاءُ الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوا وَهُمْ فِی الْغُرُفَاتِ آمِنُونَ»
ستاسو مالونه او بچیان هغه څه نه دي چې تاسو زمونږ در ته نزدې کړي، مګر هغه کسان چې ایمان یې راوړی او ښه کارونه یې کړې دي، نو دهغوی لپاره د هغه څه چې کړې یې دي، دوه چنده بدله او اجر دی او هغوی (په جنتي) غرفو کې په امن او آرام کې دي.
د تغابن سورې د پینځلسم ایت له مخې، ټول الهی نعمتونه، منجمله مال او اولاد، دخدای له خوا د انسان د ازموینې اسباب دي. داسې ډیر شتمن او د نفوذ او طاقت خاوندان شته چې له الهي نعمتونو یې په ډیره ښه لاره کې استفاده کړې او له اړمنو سره په مرستې او خدمت رسولو مشغول دي. دغه شان کسانو ته د خدای اجر او بدله ورکول کیږي. د دې په اپوټه داسې هم ډیر شتمن کسان شته چې په بخل او حرص اخته شوې او مالونه او شتمنۍ یې په دنیا کې د مصیبت او په اخرت کې د عذاب سبب کیږي.
د دې په اپوټه څومره داسې بیوزلان شته دي چې په سختیو کې صبر کوي او جرم او جنایت ته نه مخه کوي . هغوي په اخرت کې د خپل زغم او صبر بدله له خدایه اخلي. البته داسې هم ډیر بې وزله او محرومان شته دي چې خپل فقر او ستونزې د خپلو غلطو کارونو او جرمونو لپاره توجیه ګرځوي او د خلکو په مال ناروا تیری کوي.
ایت په دوام کې د خدای په نزد د محبوبیت او قربت ملاک ایمان او نیک عمل ګڼي او فرمایي: د خلکو په ژوند کې د هغوی کور او ګاډو ته د پام په ځای د هغوی عمل ته وګورئ. که عمل یې نیک دی او د خدای لپاره کار کوي نو نیکمرغه دي که هغه شتمن وي او که فقیر خو که په کفر یا بدو کارونو اخته وي نو په دنیا او اخرت کې به نیکمرغه نه شي که هغه شتمن وي او که بې وزله.
درسونه:
۱: ډیر خلک مال او بچیان د نیکمرغۍ نښه ګڼي په داسې حال کې چې د خدای په نزد ایمان او نیک عمل د نیکمرغۍ او کامیابۍ عامل دی نه د مال او اولاد لرل.
۲: د مال او بچیانو اوامکاناتو لرل مهم نه دي بلکې له هغو د استفادې طریقه مهمه ده. که له دغو امکانانو په سمه لاره کې استفاده وشي او ترې ګټه پورته کول د ایمان او نیک عمل په لاره کې وي په دې بڼه کې د انسان د ودې او کمال وسیله ګرځي.
۳: د خدای له خوا انسان ته ورکول کیدونکې سزا ګانې د هغوی له جرمونو سره متناسبې دي خو الهی بدله او اجر د خدای د فضل او لطف په اساس ده او د انسان د نیکو کارونو څو چنده بدله هغه ته ورکول کیږي.
پای.
----------------