سوره سباء۴۲-۴۵
p-775-Saba-ayaat-42-45 د سباء سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (771)
تفسیر ساده و روان آیات 42 تا 45 سوره سبأ
ابتدا به تلاوت آیه 42 از سوره سبأ گوش میسپاریم:
«فَالْیَوْمَ لَا یَمْلِکُ بَعْضُکُمْ لِبَعْضٍ نَّفْعًا وَلَا ضَرًّا وَنَقُولُ لِلَّذِینَ ظَلَمُوا ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّتِی کُنتُم بِهَا تُکَذِّبُونَ»
نو نن په تاسو کې هیڅوک د بل لپاره د ګټې او تاوان مالک نه دی او هغو کسانو ته چې ظلم یې کړی دی وایو: وڅښئ د هغه عذاب اور چې تاسو دروغ ګاڼه.
په تیره برخه کې خدای تعالی مشرکانو ته وفرمایل: تاسو ادعا کوئ چې د پرښتو عبادت کوئ او له هغوی شفاعت غواړئ، په داسې حال کې چې پرښتې په خپله په قیامت کې د دغه خبرې انکار کوي او وایي چې تاسو د شیطان پیروکاران وئ او له شیطانانو مو مرسته غوښتله.
دا ایت فرمایي: د قیامت په ورځ بې له خدایه او هغه څوک چې خدای یې وغواړي هیڅوک بل چاته ګټه او تاوان نه شي رسولی مثلا کوم کس چې دوزخ دی هغه جنت ته او کوم چې جنتیي ته هغه دوزخ ته نه شي بوتللی. د هغه ورځې مالک یوازې خدای دی. نو ځکه کومو مشرکانو چې له ځان او خدای له دین سره تر ټولو لوی ظلم کړی دی په هغه ورځ به دوزخ ته بیول کیږي هغه دوزخ چې د وی یې په دنیا کې انکار کاوه.
درسونه :
د قیامت شرایط او حالات له دنیا سره بدل دي. په دنیا کې انسانان د نور چا په ګټه او تاوان یو څه کولی شي خو په قیامت کې هیڅوک د خپلو چارو مالک نه دی نو نورو ته به څه ګټه یا تاوان ورسوي.
بې له خدایه د بل چا عبادت او ترې مرسته غوښتل له ځان سره ظلم دی مګر دا چې خدای تعالی یو کس یا کسان واسطه ګرځولې وي، لکه پیغمبران.
تلاوت آیه 43 از سوره سبأ
«وَإِذَا تُتْلَى عَلَیْهِمْ آیَاتُنَا بَیِّنَاتٍ قَالُوا مَا هَـذَا إِلَّا رَجُلٌ یُرِیدُ أَن یَصُدَّکُمْ عَمَّا کَانَ یَعْبُدُ آبَاؤُکُمْ وَقَالُوا مَا هَـذَا إِلَّا إِفْکٌ مُّفْتَرًى وَقَالَ الَّذِینَ کَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ إِنْ هَـذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِینٌ»
او کله چې زمونږ روښانه ایتونه هغوي ته ولوستل شي وایي: بې له دې بل څه نه ده چې دا سړی غواړي تاسو له هغه څه چې پلرونو مو یې عبادت کاوه منع کړي او وایي: دا قرآن بې له ځانه له جوړ کړي څیز بل څه نه دي؛ او کومو کسانو چې کفر وکړ، همدا چې حق ورته ورغی وې ویل: دا خو تش ښکاره سحر او جادو دی.
په تیرو ایتونو پسې چې د مشرکانو له خوا د قیامت د انکار په هکله وو.دا ایتونه په دنیا کې د قران د ایتونو انکار ته اشاره کوی او فرمایيک هغوی د هغه بې ځایه تعصب په وه چې د خپلو پلرونو په عقیدو یې لري، بې له دې چې د قران او پیغمبر منطق ته پام وکړي، یوازې په دې وجه چې د قرآن تعلیمات د تیرو خلکو د تعلیماتو په خلاف دی، د هغه انکار کوي او نه یې مني.
د قرآن په هکله د مشرکانو دوهمه ادعا دا ده چې: دا ایتونه د خدای خبرې نه دي بلکې د انسان خبرې دي چې په دروغه یې په خدای پورې تړي.
د کافرانو دریم تور دا دی چې که کوم کسان قران ته جذب شوې او د د پيغمبرۍ د ادعا کوونکي خبره یې منلې ده، د بیان او کلام د جادو په وجه ده نه دا چې د خدای له لورې وي.
طبیعي ده چې دغه درې تومتونه چې قرآن یې د مشرکانو کافرانو له خولې نقل کو ي، د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو ډلو خبرې او تورونه دي چې د پيغمبرانو د مخالفانو له خوا کله یو کله دوه او کله درې واړه تومتونه لګیدلې دي.
درسونه:
درسونه:
۱: د تیرو خلکو او د نیکونو د میراث ساتل د هغوی د تاریخي او لرغونو اثارو تر حده پورې دي نه دا چې د هغوی غلط افکار، عقیدې او غلطې کړنې هم ژوندۍ وساتو. له پلار نیکونو بې ځایه او بې دلیله تقلید د پرمختګ مخه نیسي او ټولنه له ودې او ترقۍ غړوي.
٢: پیغمبران په خلکو کې په راستۍ او پاکې پیژندل کیدل او هیڅکله یې په نورو پورې دروغ او یا ناروا تومتونه نه تړل، کله چې هغوي په خپل ژوند کې دومره صادق وو نو څنګه کولی شي چې له ځانه کتاب ولیکي او هغه په خدای پورې وتړي.
۳: سحر او جادو له مجربو استادانو زده کړې ته اړتیا لری او هر جادو د لا زیات تجربه کار جادوګر په وسیله ختمیدلی شي په داسې حال کې چې پیغمبرانو د هیڅ جادو او سحر تعلیم نه دی لیدلی. هغوی د خدای له لورې مامور دي چې انسان نیغې لارې ته هدایت کړي او یوازې د حق د کلام منعکسوونکي دي.
تلاوت آیات 44 و 45 از سوره سبأ
«وَمَا آتَیْنَاهُم مِّن کُتُبٍ یَدْرُسُونَهَا وَمَا أَرْسَلْنَا إِلَیْهِمْ قَبْلَکَ مِن نَّذِیرٍ»، «وَکَذَّبَ الَّذِینَ مِن قَبْلِهِمْ وَمَا بَلَغُوا مِعْشَارَ مَا آتَیْنَاهُمْ فَکَذَّبُوا رُسُلِی فَکَیْفَ کَانَ نَکِیرِ»
او مونږ هغوی ته (اسماني) کتابونه نه وو ورکړې چې وې لولي او له تا مخکې مو دهغوي په لور هیڅ ویروونکی نه دی لیږلی.
او کوم کسان چې تر هغوي مخکې وو، (همداراز پیغمبران) یې تکذیب کړل. په داسې څال کې چې (ستا د قوم کافران) دهغه څه چې تیرو ته مو ورکړې وو لسمې برخې ته هم نه دي رسیدلې. هغوی زما پیغمبران دروغ وګڼل، نو (وګوره) څنګه وه زما سزا)
په پیغمبر اکرم او اسماني کتابونو د مشرکانو د تومتونو په ځواب کې دا ایتونه فرمایي: له دې مخکې د قریشو قام ته نه کوم پيغمبر استول شوی و او نه پرې کوم اسماني کتاب نازل شوی و چې په هغه په استناد سره، قرآن باطل و ګڼي او راوړونکی یې جادوګر او دروغجن.
که له دې مخکې کوم د کتاب خاوند پیغمبر راغلی وای او تاسو د اسلام د پیغمبر او دهغه د کتاب تعلیمات د تیرو پیغمبرانو او اسماني کتابونو له تعلیماتو سره په ټکر کې لیدلی وای نو هغه به مو باطله او ناحقه ګڼل خو تاسو خو د خدای له وحي هیڅ نه یئ خبر نو په کوم بنیاد د قرآن ایتونه د پيغمبر له ځانه جوړ او جعلي ګڼئ او هغه تورنوئ؟
ایتونه په دوام کې فرمایي: د مکې مشرکان څنګه د پيغمبر اکرم په وړاندې ودریږي حال دا چې د هغوی طاقت د هغو قامونو په پرتله چې مونږ تباه کړل لسمه برخه هم نه دی.
درسونه:
۱: د دیني چارو نفي او اثبات باید د دیني متنونو او د پيغمبرانو د سنت په اساس او مستند وي او هغه یوازې په بشري علم او عقل سره نه شو سنجولی او پر دې اساس یې ردولی او یا منلی نه شو.
۲: د دین د دښمنانو طاقت او شتمني د خدای د قدرت په وړاندې هیڅ هم نه ده. نو له هغوی ویره او ترهه نه ده پکار بلکې باید په خدای په توکل سره د خدای په لاره کې ټینګ پاتې شو او مقاومت وکړو.
۳: د تیرو خلکو تاریخ د نن زماني د خلکو او راتلونکو لپاره د عبرت هنداره ده چې په خپل طاقت غره نه شی او د خدای د دین په وړاندې ونه دریږي. داسې ډیر تمدنونه او قامونه وو چې د حق د انکار په وجه تباه شول او په هلاکت ورسیدل.
ګلونو د وخت په ختمیدو سره