Aug 02, 2020 07:00 Asia/Kabul

p-776-Saba-ayaat-46-47 د سباء سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (772) -  

سوره سبأ آیات 46 و 47  

 

«قُلْ إِنَّمَا أَعِظُکُم بِوَاحِدَةٍ  أَن تَقُومُوا لِلَّـهِ مَثْنَى وَفُرَادَى ثُمَّ تَتَفَکَّرُوا مَا بِصَاحِبِکُم مِّن جِنَّةٍ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِیرٌ لَّکُم بَیْنَ یَدَیْ عَذَابٍ شَدِیدٍ»

 (ای پیغمبره) ووایه: زه تاسو ته یوازې د یو څیز نصیحت کوم چې د خدای لپاره پاڅون وکړئ، دوه دوه کسان او یو یو کس، بیا فکر وکړئ (چې پوه شئ) چې ستاسو ملګری او هم نشین هیڅ  ډول لیونتوب نه لري. هغه  تاسو ته  د هغه عذاب چې په مخکې دی، بې له خبرداري ورکوونکي بل څه نه دی.

 د سبا سورې په دغه او ورپسې ایتونو کې، خدای تعالی خپل پيغمبر ته امر کوي چې په ډاګه  په خلکو کې د خپلې بلنې طریقه اعلان کړه. د لومړي ټکي په توګه په دغه ایت کې فرمایي:  ای پیغمبره! خلکو ته ووایه چې زما بلنه ستاسو او ستاسو د ټولنې د اصلاح لپاره ده چې که غواړئ د فساد ګناه او بدس له دغه جبې راووځئ او د خپلو کارونو په سختې سزا اخته نه شئ، باید د ځان او ټولنې د اصلاح لپاره  راپاڅیږئ،  البته دغه پاڅون باید په خدای په ایمان او الهی ارادې سره وي، نه په مادي  او دنیاوي محرکاتو سره.

 که په کلکه او په خدایی اراده تیار شوئ،  باید له هر اقدامه مخکې، خپل باورونه  او عقیدې، په فکر او سوچ کولو سره اصلاح کړئ او په دې فکر وکړئ چې خدای تعالی تاسو د څه لپاره پیدا کړئ یئ او له تاسو څه غواړي؟ وګورئ چې خدای تعالی د څه هدف لپاره خپل پيغمبر تاسو ته رالیږلی دی؟ همداراز د خپل کار د انجام په باره کې ښه فکر وکړئ.

 که لږ شان سوچ وکړئ پوه به شئ چې  خدای تعالی خپل پیغمبر د انسانانو د هدایت او لارښوونې لپاره رالیږلی او هغه بې له دې بل هدف نه لري چې خلکو ته  له بدو کارونو د منعې کیدو لپاره خبرداری ورکړي. نو څنګه ممکنه ده  هغه کس چې نور فکر کولو او سوچ ته بلی په خپله لیونی او مجنون وي،  لکه څنګه چې مخالفان پرې دغه تور لګوي؟  آیا هر څوک چې مونږ او تاسو ته د یو لوی خطر چې مونږ ترې خبر نه یوو خبر او خبرداری راکړي، لیونی او پاګل دی؟ حال  دا چې هغه له دغه خطره ښه خبر دی.

البته د ټولنې د اصلاح لپاره د هڅو په بهیر کې، باید د  نورو په تمه پاتې نه شو او ونه وایو چې له یوه لاسه پړق نه خیږي، یا دا چې  د ټولنې اکثریت په غلطه لاره روان دی  نو مونږ څه کولی شو؟ بلکې باید دوه دوه کسان او که نه شوه یو یو کس  د ځان او ټولنې د اصلاح لپاره هڅه وکړو  او د نورو بې پروایي مونږ د خپل کار او دندې له ترسره کولو منع نه کړي.

 درسونه :

۱: په کښیناستلو او خبرو کولو سره کارونه نه سمیږي باید پاڅون وکړی او پاڅیږو البته د خدای لپاره.

۲:  د خدای لپاره په پاڅون او کار کې  د وګړو شمیر  اصلي رول نه لري؛ بلکې مهمه  دخدای په لاره کې د حرکت لپاره خالصانه اراده او د اقدام کیفیت او څرنګوالی دی.

 پیغمبر په کلونو د خلکو په مینځ کې ژوند کړی دی ، ټول خلک هغه په عقل تدبیر، صداقت او امانتدارۍ پیژني او  له هغوی یې د کمزورۍ ډیر وړوکی ټکی هم نه دی لیدلی. سره له دې کله چې  پیغمبر مشرکانو ته د هغوی  د غلطو کارونو د انجام په هکله خبرداری ورکوي هغوی یې په جنون او دروغ ویلو تورنوي.

 

  تلاوت آیه 47   سوره سبأ  

«قُلْ مَا سَأَلْتُکُم مِّنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَکُمْ  إِنْ أَجْرِیَ إِلَّا عَلَى اللَّـهِ  وَهُوَ عَلَى کُلِّ شَیْءٍ شَهِیدٌ»

 ووایه: له تاسو مې چې هر اجر او بدله وغوښتله هغه ستاسو لپاره ده. زما اجر او بدله یوازې په خدای ده او هغه په هر څه ګواه او کتونکی دی.

 د  تیر ایت په دوام کې په دې ایت کې هم پیغمبر ته امر کیږي چې د خپلې بلنې د طریقې په هکله له خلکو سره خبرې وکړي او ورته ووایی: زه د خدای لارې ته ستاسو په بلنه  او  د قیامت په هکله  د خبرداري په ورکولو کې هیڅ مادي انګیزه او محرک نه لرم او له تاسو هیڅه نه غواړم. زما د رسالت او پیغام رسولو اجر یوازې  له خدای سره دی.

 هر کار چې مې له تاسو غوښتی دی وکړئ، ګټه یې په خپله ستاسو لپاره ده، نه زما لپاره! که تاسو ګمان کوئ چې د ځان لپاره مې له تاسو څه غوښتې دي  هغه هم ستاسو لپاره دي! که له تاسو کومه بدله یا اجر غواړم او مثلا وایم چې زما له اهل بیتو سره مینه وکړئ، د دې لپاره ده چې  د دې کار فایده په خپله تاسو ته درګرځي. له هغوي د پیروۍ نتیجه دا ده چې  نیغه لاره به بیا مومئ او  به ګمراهۍ او انحراف په اخته نه شئ.

 لکه دا چې یو استاد خپلو شاګردانو ته ووایي: کوم سبق چې مې درښودلی هغه ښه ولولئ او له ما وروسته زما نورو شاګردانو ته ورشئ. دا دوه غوښتنې قطعا  په  خپله د  شاګردانو او زده کوونکو په ګټه دي نه د استاد/ په تاریخ کې ټول  پيغمبران هم  د زړه سواندو معلمانو په شان وو چې خلکو ته یې د ژوند کولو سمه طریقه ښودله او له خلکو یې  کومه بدله او اجر نه دی غوښتی.

درسونه:

 ۱: دیني مبلغان باید له خلکو  مالی تمه ونه لري. هغوی باید خلکو ته ووایي چې له تاسو هیڅ تمه او هیله نه لرو او د خپلې دندې د ترسره کولو له مخې خلکو ته لارښوونه وکړي.

۲:  د خدای د لارې په انتخاب او د دیني اوامرو په ترسره کولو سره باید خدای او رسول د ځان پوروړې ونه ګڼو، ځکه هغه څه چې کوو  یې په خپله زمونږ په ګټه ده او خدای او رسول ته کومه ګټه نه رسوي.

۳:  که خدای زمونږ په کارونو ګواه دی، نو ولې د ځینو کسانو له ناروان خبرو او تومتونو خپه کیږو او د خلکو د هدایت او لارښوونې په لاره کې سستي کوو.

پای.