سوره سباء ۴۸- ۵۴
p-777-Saba-ayaat-48-54 د سباء سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (773)
سوره سبأ آیات 48 تا 54
«قُلْ إِنَّ رَبِّی یَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَّامُ الْغُیُوبِ»،« قُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَمَا یُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا یُعِیدُ»
ووایه: بې شکه زما پالونکی حق (په زړونو) کې اچوي او هغه په غیبونو(او پټو رازونو) خبر دی.
ووایه: حق راغی او باطل د کوم څیز پیلوونکی نه شي کیدی او نه یې بیا راستوونکی.
د تیرو ایتونو په دوام کې چې د اسلام د پيغمبر د رسالت د حقانیت په هکله وو دا ایتونه فرمایي: هغه خدای چې د ټولو انسانانو له باطنه خر دی پوهیږي چې څوک د وحي د اخستلو لیاقت لري ، نو ځکه یې پیغمبر د خپل استازي په توګه غوره کړی دی او الهی ایتونه چې ټول په حق او حقیقت ولاړ دي د هغه په زړه نازلوي چې هغه یې خلکو ته ورسوي.
د پیغمبر په راتګ او د خپل رسالت په ترسره کولو سره حق خلکو ته رسیږي او روښانه کیږي چې بې له خدایه بل هر چاته بلنه باطله او غلطه ده او هر څوک او څه چې د خدای په ځای خلکو ته معرفي شي نه د دې طاقت لري چې څه پیدا کړي اونه هم کوم شی له مینځه وړلی اوختمولی شي. کفر او شرک باطلې لارې دي چې د حق په وړاندې د ودریدو او پاتې کیدو طاقت نه لري. البته طبیعي ده تر هغه وخته چې حق د عاملو خلکو لباره ظاهر شوی نه وي، باطلان ځان لوی ګڼي او کوشش کوی چې ځان طاقتور او پاتیدونکی وبریښوي خو د باطل عمر لنډ دی او تر هغه څه چې ګمان یې کوي ډیر زر له مینځه ځي.
××××
۱: خدای تعالی حق دی او هر څه چې د خدای له لورې دي حقانیت لري، د حق او باطل معیار الهی وینا او عمل دی.
۲: حق پر باطل بریالی دی او په کلي نظر کې باطل هیڅ نه شي کولی.
۳: د نړۍ پیل او پای د خدای په لاس کې دی او په دې مینځ کې باطل ځینې تحرکات لري خو د اوبو لپاسه د ځک په شان له مینځه تلونکی دی.
تلاوت آیه 50 سوره سبأ
«قُلْ إِن ضَلَلْتُ فَإِنَّمَا أَضِلُّ عَلَى نَفْسِی وَإِنِ اهْتَدَیْتُ فَبِمَا یُوحِی إِلَیَّ رَبِّی إِنَّهُ سَمِیعٌ قَرِیبٌ»
ووایه که ګمراه شوی یم نو په خپل تاوان ګمراه شوی یم او که هدایت مې موندلی وي، نو په دې سبب دی چې پالونکي مې ماته وحي کوي او هغه نزدې اوریدونکی دی.
په دغه ایت کې خدای تعالی خپل پیغمبر ته امر کوي چې خلکو ته ووایي چې حتی زه چې خدای پيغمبر یم ما هم هدایت د وحي له لارې لاسته راوړی دی او که الهی وحي نه وه زه به هم د نورو په شان په ګمراهۍ کې وم.
څرګنده ده چې عقل په مونږ انسانانو باندې د خدای یو حجت دی خو که د روحي رڼا نه وي کیدی شي عقل په مختلفو لارو کې د حق او باطل په تشخیص او پيژندنه کې په خطا لاړ شي او انسان په ګمراهۍ کې پاتې شي.
درسونه:
۱:د انسان د هدایت یا بې لاریتوب اثار او پایلې مخکې له دې چې نورو ته ورسیږي په خپله انسان ته ورستنیږي.
۲: خدای تعالی انسان پیدا کړی او دهغه له حالاتو او اړتیاوو خبر دی او د هغه او د مخلوقاتو په مینځ کې یې هیڅ فاصله نیشته .
تلاوت آیات 51 و 52 سوره سبأ
«وَلَوْ تَرَى إِذْ فَزِعُوا فَلَا فَوْتَ وَأُخِذُوا مِن مَّکَانٍ قَرِیبٍ»، «وَقَالُوا آمَنَّا بِهِ وَأَنَّى لَهُمُ التَّنَاوُشُ مِن مَّکَانٍ بَعِیدٍ»
او کاش تالیدلی هغه وخت چې (کافران او مشرکان) په ویره او وحشت کې وي او د تیښتې لاره نه لري او له نزدې ځایه به راونیول شي.
او وایي به :په هغه مو ایمان راوړ او هغوي څنګه له لرې ځایه هغه (ایمان) ته لاسرسی لرلی شي؟
په دغو ایتونو او ورپسې ایتونو کې چې د سباء سورې وروستي آیتونه دي خدای تعالی خپل پیغمبر او د ایمان خاوندانو ته خبر ورکوي چېد قران او قیامت منکران چې د حق منلو ته نه دي تیار، داسې یوه ورځ په مخکې لري چې چغې به یې لوړې او فریادونه به یې زیات وي خو په دغه وخت کې به هیڅ ګټه ونه لري. هغوی په دغه ورځ د ایمان څرګندونه کوي او وایي چې مونږ ایمان راوړ خو هغه ایمان چې عمل ورسره نه وي هیڅ ګټه نه لري ځکه چې دغه ایمان د قیامت په ورځ د عذاب په لیدلو سره راوړل کیږي نو ځکه یې فایده نیشته ځکه چې ایمان باید په خپل اختیار او د آګاهۍ او پوهې له مخې وي نه د ویرې او جبر له مخې.
په دنیا او اخرت کې هیڅ مجرم د خدای له قدرته د تیښتې توان نه لري لکه څنګه چې خدای تعالی ټولو ته نزدې دی دهغه مینه او قهر هم نیکو او بدو بندګانو ته نزدې دی که هغه د مکان او ځای له نظره وي او که د وخت او مقام له نظره.
درسونه:
۱: توبه او له بدو او انحرافي افکارو او اعمالو ستنیدل په دنیا کې ممکن دي، خو په اخرت کې د ستنیدو لپاره هیڅ لاره نیشته. طبعا هر کافر د عذاب په لیدلو او د خطر په محسوسولو سره ایمان راوړي او وایي چې ما ایمان راوړی خو هغه ایمان ارزښت لري چې آګاهانه او د انتخاب او خوښې له مخې وي نه اضطراري ایمان چې د ویرې او جبر له مخې راوړی شي.
۲: د خدای قهر او عذاب لرې نه دی، هر وخت چې خدای اراده وکړي په هر وخت او ځای کې راتللی شي.
تلاوت آیات 53 و 54 سوره سبأ
«وَقَدْ کَفَرُوا بِهِ مِن قَبْلُ وَیَقْذِفُونَ بِالْغَیْبِ مِن مَّکَانٍ بَعِیدٍ»، «وَحِیلَ بَیْنَهُمْ وَبَیْنَ مَا یَشْتَهُونَ کَمَا فُعِلَ بِأَشْیَاعِهِم مِّن قَبْلُ إِنَّهُمْ کَانُوا فِی شَکٍّ مُّرِیبٍ»
په داسې حال کې چې له دې مخکې یې د هغه انکار کړی و، او له لرې ځایه یې په تیارې کې غشي ویشتل.
او د هغوي او هغه څه چې یې غوښتل په مینځ کې جدایي راغله، لکه څنګه چې له دې مخکې د هغوي په شان له نورو کسانو سره دغه کانه شوې وه، ځکه هغوي په سخت شک او تردید کې وو.
د تیرو ایتونو په دوام کې دا ایتونه فرمایي: هغه کسان چې نن د الهي عذاب په لیدلو سره د ایمان څرګندونه کوي، کله چې یې په دنیا کې ژوند کاوه، د قران د حقانیت او د پیغمبر د رسالت انکار یې کاوه، هغوی بې دلیل او بې سببه په تیارو کې غشي ویشتل او د غیبو نړۍ چې خدای او قیامت پکې شاملیږي انکار کاوه. او پيغمبر به یې په جادو او سحر تورنول او د هغه په خبرو او عمل کې یې فکر او سوچ نه کاوه.
طبیعي ده چې د قیامت منکران همیشه د خپلو خوندونو او شهوتونو په فکر کې وو او له همدې امله یې د پیغمبر خبرې نه منلې. خو د هغوی دغه غوښتنه او کار ډیر دوام نه لري او مرګ د هغوی او د غوښتنو تر مینځ یې اختلاف اچوي، لکه څنګه چې له دوي مخکې ډیر کافران او منکران خپلو غوښتنو ته ونه رسیدل او ناکامه له دنیا لاړل.
د دغه سورې د وروستي ایت په پای کې د دغه ټولو ستونزو او مشکلاتو جرړه بې ځایه شک بلل شوی دی. که څه هم د ټولو انسانانو لپاره یو فطري شک په مختلفو څیزونو کې پيدا کیږي خو باید په تحقیق او تفکر سره له دغه شکه تیر شي او اطمینان او یقین ته ورسیږي، یوازې دا چې ما شک درلود چې دا انسان د خدای پيغمبر دی او د هغه خبره اسماني وحي ده، د خدای په نزد د منلو وړ خبره نه ده. ځکه چې په تعقل او تفکر سره نتیجې ته رسیدلی شوې او له دغه د شک ګمان او دوه زړه والي له حالته وتلی شوې.
درسونه:
۱: د خدای او قیامت انکار او کفر، علمي او عقلي بنیاد نه لري ، بلکې بې اساسه ګمانونه او شکونه دي، او په تیاره کې د غشي ویشتلو په شان دي.
۲: د دنیا خوندونه او شهوتونه فاني دي ، انسان باید د اخرت د خوندونو په فکر کې شي.
۳: مونږ باید د قرآن او قیامت د حقانیت په هکله له ځان سره چورلټه فیصله وکړو او ایمان راوړو او تر قیامت په شک او دوه زړه توب کې پاتې نه شو ځکه چې د دې تاوان ډیر دروند دی.
پای.