Aug 03, 2020 07:16 Asia/Kabul
  • سوره فاطر ۷-۸

p-776-Fatir-ayaat-7-8 د فاطر سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (776)  

«الَّذِینَ کَفَرُوا لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیدٌ وَالَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ کَبِیرٌ»

کومو کسانو چې کفر وکړ، د هغوی لپاره به سخت عذاب وي او کومو کسانو چې ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړې دي، د هغوی لپاره لویه بخښنه او لوی اجر دی.

 

په تیره برخه کې  له انسان سره د  شیطان د دښمنۍ او د شیطان ډلې ته د ننوتلو په وجه د انسان د دوزخي والي خبره وه. دا ایت فرمایي:  کفر او د حق انکار،   پر انسان د شیطان د ولکې لپاره لاره هواروي او سخته سزا په ځان پسې لري. خو که انسان ایماندار او نیکو کارونو خاوند وی، حتی که د شیطان په وسوسه کې ګیر هم شي او یوه خطا وهم کړي خدای یې ګناه معافوي او پرې خپل کرم او فضل کوی.

 څرګنده ده چې ایمان بې له عمله  هیڅ ګټه نه لري او د کوم اجر سبب نه ګرځي. خو کفر یوازې هم انسان له جنته لرې کوي ځکه   کله چې انسان غلطه لاره انتخاب کړي هیڅکله منزل ته نه رسیږي حتی که په ډیرو ښو سپرلیو سپور وي.

درسونه:

۱:  د کار پای او انجام ته فکر کول، د انسان په تربیت او نیکمرغۍ کې اغیزمن دي ځکه  چې د انسان کار په مرګ سره نه ختمیږي او  عاقل انسان همیشه د راتلونکي په فکر کې او دور اندیش وي.

۲: تر څو چې د انسان ګناهانې ونه بخښل شي، جنت ته د هغه د تللو او د اجر او بدلې د اخستلو زمینه نه برابریږي، انسان د ګناهانو له پیټي سره جنت ته نه نشي داخلیدی ځکه چې جنت د ناپاکو کسانو ځای نه دی.

 

  تلاوت آیه 8  از سوره فاطر  

«أَفَمَن زُیِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا فَإِنَّ اللَّـهَ یُضِلُّ مَن یَشَاءُ وَیَهْدِی مَن یَشَاءُ  فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُکَ عَلَیْهِمْ حَسَرَاتٍ  إِنَّ اللَّـهَ عَلِیمٌ بِمَا یَصْنَعُونَ»

 

 نو آیا هغه کس چې  د کردار بدي ورته ښایسته کړی شوې او هغه ورته ښه کاري [د هغه چا په شان دی چې حقیقت هغه شان چې دی، وینی؟] هو خدای  چې هر څوک وغواړي ګمراه کوي او څوک چې وغواړي هدایتوي. نو پام چې ساه  دې په هغوي د حسرت [او  غم] په وجه ونه وځي، بې شکه خدای په هغه څه چې کوي یې پوه دی.

 د تیر ایت په دوام کې  چې د دوو ډلو یعنې مومنانو او کافرانو  عاقبت یې بیانوه، دا ایت فرمایي: د کفر او انکار روحیه سبب کیږي چې انسان ته خپل بد کارونه هم ښکلې وښکاري او د واقعیاتو له درک کولو لکه څنګه چې دي محروم شي. پر دې سربیره چې د خپلې اصلاح فکرنه کوي او موعظه او نصیحت هم نه مني.

کافر له دې امله چې خدای نه مني هر څه ته په خپل نفس  سره ګوري او د نفس په پيمانه یې تلي او طبیعي ده چې د انسان نفس  ځینو خوندونو او تیریدونکو شهوتونو ته د رسیدلو لپاره  ځینې بد او بدرنګ کارونه ښه او ښکلې بریښوي خو  مومنان خپل کارونه د خدای په اوامرو سره سنجوي او خپلې نفساني غوښتنې غلطې ګڼي نه دا چې  د نفس په دوکو او ښکلې کولو وغږیږي.

 طبیعي ده چې کفر او د نفساني خواهشاتو پیروی انسان د الهي هدایت له منلو محروموي او بې لارې کوي یې. خو په خدای ایمان د الهي هدایت  د لاسته راوړلو زمینه برابروي او انسان  په نیغه لاره کې پر مخ بوځي.

 ایت په پای کې  پیغمبر اکرم او ټولو مسلمانانو ته سپارښتنه کوي چې  دهغو خلکو په  حال چې  حتی د حق د خبرې اوریدلو ته هم تیار نه دي نو وبه یې څه مني، حسرت او افسوس مه کوئ او  خپل ځان او روح مه ورستوئ  ځکه چې د هغوی چاره له خدای سره ده او خدای د هغوی له ظاهر او باطنه خبر دی.

 تاریخ ګواهي ورکوي چې  پیغمبر د خلکو د هدایت په لاره کې ډیر زړه سواندی و. قرآن د پیغمبر په ستاینه کې فرمایي:  هغه د خلکو د هدایت لپاره ډیر حرص او غوښتنه لري او په مومنانو رحیم دی. پر دې اساس د ایت مطلب دا نه دی چې  د خلکو په ګمراهۍ افسوس ونه کړو  او خپه نه شو. بلکې مقصد دا دی چې زمونږ افسوس او خپګان مونږ له حرکت او کوششه  ونه غړوي او یا مو په ناامیدۍ او نهیلۍ اخته نه کړي او ګمان ونه کړو چې  زمونږ دعوت او تبلیغ بې اثره دی. 

درسونه:

 ۱:  د انسان د نفس یو خطر  د بدیو ښکلې کول او د غلط او مجرمانه کارونو توجیه کول دي په بله ژبه، انسان اول ګناه توجیه کړي او بیا یې وکړي.

۲:  نیکۍ او بدۍ باید د عقل او وحي په تله وتلو نه د زړه د غوښتنې په تله.

۳:  خدای تعالی ګناه د ګمراهۍ سبب ګرځولې ده. دا ګمراهي او انحراف په خپله د انسان د عمل او کړچار نتیجه ده. کافران د ضد او دښمنۍ له مخې د  انحراف او ګمراهۍ لاره خپلوی او د دې نتیجه دا وي چې ګمراهي لا  نوره زیاته شي.

 ۴: د خلکو د هدایت لپاره باید  زړه وخورو  او د هغوي په ګمراهۍ خپه شو او افسوس وکړو خو دغه افسوس او حسرت  باید یو حد او پوله ولري.

پای.

 

کلید واژه: بسوی نور، فاطر، شیطان، بهشت، حسرت