سوره فاطر ۱۲-۱۳
p-778-Fatir-ayaat-12-13 د فاطر سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (778)
«وَمَا یَسْتَوِی الْبَحْرَانِ هَـذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ سَائِغٌ شَرَابُهُ وَهَـذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَمِن کُلٍّ تَأْکُلُونَ لَحْمًا طَرِیًّا وَتَسْتَخْرِجُونَ حِلْیَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْکَ فِیهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّکُمْ تَشْکُرُونَ»
دوه دریابونه یو شان نه دي، د دې یو اوبه خوږې، پستې (او) څښل یې خوندور دي او هغه یو تریو او تریخ دی.خوتاسو له دواړو تازه غوښې خورئ او د سینګار وسایل ترې راوباسئ چې اغوندئ یې،او پکې کشتۍ وینئ چې څپې څیري (او په مخکې ځي) چې د خدای له فضله برخمن شئ او ښایي منندویي ووسئ.
په تیره برخه کې خدای تعالی د انسان په خلقت کې خپل قدرت او خپلو ځینو وجودي ځانګړتیاوو ته اشاره وکړه. دا ایت په طبیعت کې د خدای یوې نښې ته په اشارې سره فرمایي: د نړۍ دریابونه دوه ډوله دي. ځینې خواږه او ځينې تراوو، خو خدای تعالی په دواړو کې د انسان د خوراک او جامې وسایل برابر کړې دي. ډول ډول اوبژوي او د کبانو مختلف قسمونه چې انسان د هغو په جوړولو او زیاتولو کې هیڅ رول نه دی لرلی او زحمت یې نه دی کړی بلکې یوازې د هغوي ښکار کوي او د خوړلو یا خرڅولو لپاره یې ساحل ته راوړي، دغه لویه خوراکي سرچینه نه یوازې په ساحل د استوګنو کسانو ضرورت پوره کوي بلکې له سمندر او دریابونو د لرې سیمو د خلکو ضرورتونه هم پوره کوي.
پر خوراکونو سربیره، د ښکلا او زینت وسایل لکه ،سیپۍ او ملغلرې او لالونه هم چې د ښکلا ډیر ګران څیزونه ګڼل کیږي، د سمندرونو او دریابونو په ویښ کې جوړیږي او لامبوزن یې راوباسي.
که د دریابونو تل د انسان خوراک تامینوي ، بره برخه او مخ یې یوه هواره شاهراه او لاره ده چې بې له دې چې په جوړولو یې خرچه شوې وي او یا یې په ساتلو پیسه خرچ شي د نړۍ مختلفو سیمو ته د مسافرو د انتقال او تګ راتګ زمینه برابروي. په دې ډول چې ډیرې لویې لویې کشتۍ او بیړۍ چې د ځمکې په مخ د حرکت امکان نه لری د اوبو په مخ په ډیره اسانه ګرځي راګرځي.
درسونه :
۱: دریاب د خوراکي موادو د تامین یوه ډیره لویه سرچینه ده چې خدای تعالی په وړیا توګه انسانانو ته ورکړې ده.
۲: د انسانانو د ژوند حرکت هم د سمندرونو د اوبو په شان کله خوږ او کله تریو وي. که انسان ښه ماڼو او ښکاري وي په ټولو مرحلو او حالاتو کې له ژونده ښه استفاده کولی شي او کامیابۍ ته رسیدلی شي.
۳: د ځان د پسوللو او سینګارولو لپاره له زینتي اسبابو استفاده کول په اسلام کې جایز دي.
تلاوت آیه 13 از سوره فاطر
«یُولِجُ اللَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُولِجُ النَّهَارَ فِی اللَّیْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ کُلٌّ یَجْرِی لِأَجَلٍ مُّسَمًّى ذَلِکُمُ اللَّـهُ رَبُّکُمْ لَهُ الْمُلْکُ وَالَّذِینَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ مَا یَمْلِکُونَ مِن قِطْمِیرٍ»
هغه شپه په ورځې او ورځ په شپې کې داخلوي او لمر او سپوږمۍ یې مسخر کړې دي چې هر یو یې تر یوه ټاکلي وخته خپل حرکت جاري ساتي. دا خدای دی، ستاسو پالونکی، چې د نړۍ واکمني (او پاچاهي) د هغه ده او تاسو چې له خدایه پرته نور کوم کسان بلئ ، د کجورې د زړې د پوستکي مالکان (هم) نه دي.
له هغو ایتونو وروسته چې د طبعیت په افاقو او د انسان په وجود کې یې د توحید نښې بیان کړې، دا ایت د دغه طبیعي ایتونو یوې بلې نښې ته اشاره کوي او فرمایي: د لمر ګیر چاپیره د ځمکې ګرځیدل چې د استوګنو لپاره شپه او ورځ راولي، د الهي تدبیر له مخې دي، هغه شپه او ورځ چې د کال په څلورګونو موسمونو کې متفاوت او بدل دي او په یو ډول په یو بل کې داخلیږي، هغه شپه او ورځ چې ناڅاپه نه راځي او هر یو په تدریجي ډول پریوزي او خپل ځای نورو ته ورکوي.
ایت په دوام کې دغه چاره د لمر او سپوږمۍ تسخیر ګڼلی او فرمایي: لمر په عظمت سره د خدای په امر د انسان د خدمت لپاره تسخیر شوی دی چې رڼا او تودوښې ته د هغه اړتیا پوره کړي او له خاورې د بوټو د رازرغونولو زمینه برابروي.
د شپې د تیارې په وخت هم سپوږمۍ د یوې لویې هندارې په شان د لمر رڼا منعکسوي او د لمر په نیشتوالي کې نه پریږدي چې د دنیا خلک په مطلقې تیارې کې پټ شي او یا د شپې مسافر په وچه یا سمندر کې ګیر شي او لاره ونه مومي.
البته انسان باید دا ګمان ونه کړي چې ځمکه او سپوږمۍ او لمر ابدي او همیشني دي بلکې ټولې کرې او سیارې هم یو مشخص او معلوم عمر لري او یوه ورځ به هغه هم له مینځه لاړ شي.
ایت په دوام کې فرمایي: د ایمان خاوندان په دغه شان خدای ایمان لري چې هستي یې په اختیار کې ده او هر څه دهغه په اراده او تدبیر چلیږي. خو مشرکان او کافران د خدای په ځای په نورو نورو معبودانو پسې ځي او هغوي په نړۍ کې موثر ګڼي، پوه دې شي چې نور معبودان د ستنې د سر په اندازه هم د نړۍ په چارو واکمن او مالک نه دي.
درسونه :
۱: طبیعي قوانین د خدای په تدبیر جوړ شوې او تر الهي حاکمیته لاندې دي نه دا چې د خدای په غوښتنه واکمنه وي.
۲: په یو بلې د د شپې او ورځې تدریجي اوږدیدل او لنډیدل، اتفاقي نه دي، بلکې د خلقت د هدفدار والي او د هغه د نظم حکایت کوي.
۳: د هستۍ نظام منجمله د لمر او سپوږمۍ حرکت خاص پروګرام او مهال ویش لري او هر څه د یوې خاصې اندازې په اساس خپله لاره وهي.
۴: باید هغه خدای ته مخه کړو چې مطلق قادر دی. په هغو کسانو پسې نه دي تلل پکار چې هیڅ قدرت نه لري او په خپلو کارونو هم قادر نه دي.
پای
کلید واژه: بسوی نور، فاطر، دریا، شب، روز، خورشید، زمین