سوره فاطر ۱۴-۱۷
p-779-Fatir-ayaat-14-17 د فاطر سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (779)
«إِن تَدْعُوهُمْ لَا یَسْمَعُوا دُعَاءَکُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَکُمْ وَیَوْمَ الْقِیَامَةِ یَکْفُرُونَ بِشِرْکِکُمْ وَلَا یُنَبِّئُکَ مِثْلُ خَبِیرٍ»
که هغوي وبلئ، ستاسو دعا (بلنه) نه اوري او که وایې اوري تاسو ته ځواب نه درکوي او د قیامت په ورځ به ستاسو د شرک انکار کوي او هیڅوک د خبر (خدای) په شان تا له (حقایقو) نه خبروي.
تیر ایت وفرمایل چې مشرکان داسې کسان بلي چې په دې نړۍ هیڅ واکمني او طاقت نه لري دا ایت فرمایي: هغوی داسې کسان بلي چې نه د اوریدلو طاقت لري او نه د ځواب ورکولو، د کاڼو او لرګو د بوتانو چې نه اوریدلی شی نه کتلی او نه په څه پوهیدلی شي. دغه جعلي معبودان نه یوازې په دې دنیا کې به کار نه راځي بلکې په آخرت کې به هم د خدای په امر خبرې وکړي او ستاسو په خلاف به ګواهي ورکړي. هغوی به ووایي چې تاسو مشرکانو په اصل کې زمونږ عبادت نه کاوه، بلکې د خپلو خیالاتو او هوسونو عبادت مو کاوه. که څه هم په ظاهره مو زمونږ په وړاندې سر ټیټاوه خو په حقیقت کې د دې لپاره و چې خپلو غوښتنو ته ورسیږئ.
ایت په پای کې فرمایي چې: دغه پيښې چې په قیامت کې کیږي، یوازې خبر او پوه خدای له هغو خبر دی او د خپل کتاب په وسیله تاسو ته خبر درکوي چې په شرک او ګمراهۍ اخته نه شئ.
درسونه :
۱: د انسان ماده ګروهنه او د محسوساتو په وړاندې تسلیمیدل تر دې حده دي چې د بې ځانه او ړندو کڼو او بې خاصیته جماداتو عبادت کوي خو خدای چې انسان یې پيدا کړی او اوریدونکی او لیدونکی دی، پریږدي.
۲: شرک نه په دنیا کې ګټه لري او نه په اخرت کې.
۳: بې له خدایه د هر څه عبادت چې وکړئ، په قیامت کې به له مونږ بیزاري ښیي او زمونږ په خلاف به خبره او شکایت کوي.
۴: د قیامت خبر یوازې د وحي او اسماني کتاب له لارې حاصلیږي او بل هیڅوک ترې نه دي خبر.
تلاوت آیات ۱۵ تا ۱۷ از سوره فاطر
«یا أَیُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَراءُ إِلَى اللَّهِ وَ اللَّهُ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمیدُ»، «إِنْ یَشَأْ یُذْهِبْکُمْ وَ یَأْتِ بِخَلْقٍ جَدیدٍ»، «وَ ما ذلِکَ عَلَى اللَّهِ بِعَزیزٍ،
ای خلکو! تاسو خدای ته اړتیا لرئ او خدای دی چې بې نیازه او ستایلی دی.
او که وغواړي تاسو به یوسي او نوی مخلوق به پیدا کړی.
دا کار خدای ته ګران نه دی.
د تیرو ایتونو په دوام کې چې د توحید او یو خدای منلو په هکله وو دا ایتونه فرمایي: ګمان مه کوئ چې که د لمانځه او لمنځ امر د خدای له لورې راغلی نو ګوندې هغه ستاسو عبادت ته اړتیا لري. هغه همیشه بې نیازه و او تاسو په هر حال کې هغه ته اړتیا لرئ. په هغه زمانه کې چې تاسو نه وئ هغه وه او چې تاسو نه یئ بیا به هم هغه وي. هغه ستاسو وجود ته اړتیا نه لري نو ستاسو عبادت لمنځ او لمونځونو ته به څه حاجت ولري. که حکم کوي چې لمونځ وکړئ نو د دې لپاره دی چې له هغه سره رابطه وساتئ او خپلې اړتیاوې او ضرورتونه له هغه وغواړئ نه له نورو.
د مثال په توګه که یو استاد شاګرد ته کوم مشق ورکوي نو د دې مطلب دا نه دی چې استاد شاګرد ته اړتیا لري یا یې دهغه مشق او درس په کار راځي بلکې دا د زده کوونکي د عملي ودې لپاره د استاد د زړه سواندۍ او تدبیر نښه ده. لمونځ د انسان د روحي او معنوي تکامل او ودې سبب کیږي او خدای چې مونږ یې پيدا کړې یوو، له خپلو بندګانو سره مینه لري، هغه غواړي چې مونږ په مادي او حیواني دنیا کې ونه دریږو، بلکې وده او ترقي وکړو او لوړو معنوي درجو ته ورسیږو، نو ځکه یې مونږ ته د لمانځه او عبادت امر کړی دی.
مونږ انسانان نه یوازې د خپل وجود لپاره بلکې د خپلې بقا لپاره هم د هغه مهربانۍ ته اړتیا لرو. ځکه چې زمونږ ټول وجود فقر او نیاز دی او له ځانه هیڅ نه لرو چې وې ساتلی شو، مونږ ذاتا فقیران او تش لاسي یوو او خدای ذاتا بې نیازه ده، هغه قایم بالذات دی یعنې په خپله قایم دی او مونږ د هغه په ذات او د هغه په امر قایم یوو. نو یوازې هغه د ستاینې وړ او لایق دی خو او مونږ انسانان د هغه په ستایلو سره پر هغه څه نه زیاتوو بلکې د هغه له رڼا ګټه پورته کوو.
څوک چې داسې کور جوړوي چې لمر پرې نه لګیږي، لمر ته تاوان نه رسوي بلکې ځانه د لمر له رڼا محروموي خو د چا کړکۍ چې د لمر لور ته وي، ځان د لمر له فایده منو وړانګو برخمنوي نه دا چې لمر ته کومه ګټه ورسوي.
ایتونه په دوام کې د خدای د بې نیازۍ او د انسان د اړتیا او نیازمندۍ یو بل دلیل ته اشاره کوي او فرمایي: که هغه وغواړي کولی شي چې تاسو انسانان له ځمکې اوچت کړي او ستاسو په ځای نور انسانان یا نور مخلوق راولي او دا کار خدای ته سخت نه دی.
درسونه:
۱: یکتا پرستۍ ته دخدای له خوا بلنه، مونږ ته د هغه د ضرورت ښودنه نه کوي ، بلکې یوې پیاوړې او ډاډمنې پناهګاه ته زمونږ د اړتیا او ضرورت نښه ده.
۲: انسان که ځان بې نیازه وویني، د خدای په وړاندې تکبر کوي او د هغه په وړاندې خضوع ته نه تیاریږي، نو ځکه قران د انسان په اړتیاوالي او ضرورتمنۍ ټینګار کوي.
۳: بډایه او شتمن کسان د نورو له حسد او سیالۍ سره مخامخ وي نو ځکه د چا نه خوښیږي خو خدای چې هم غني دی او هم ستایلی د عامو شتمنو او غني کسانو په اپوټه، خپل بډایتوب او غنا د مخلوقاتو د ضرورتونو د لرې کولو لپاره کاروي، نو ځکه یې همیشه ستاینه کیږي.
۴: باید دې خبرې ته پام ولرو چې د مخلوقاتو په معامله کې د خدای لاس پرانستی دی او د هغه د بې انتها طاقت په وړاندې هیڅ بندون نیشته او څوک یې مخه نه شي نیولی.
عزیزانو.