سوره فاطر ۱۸-۲۱
p-780-Fatir-ayaat-18-21 د فاطر سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (780)
«وَ لا تَزِرُ وازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى وَ إِنْ تَدْعُ مُثْقَلَةٌ إِلى حِمْلِها لا یُحْمَلْ مِنْهُ شَیْءٌ وَ لَوْ کانَ ذا قُرْبى إِنَّما تُنْذِرُ الَّذینَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ وَ أَقامُوا الصَّلاةَ وَ مَنْ تَزَکَّى فَإِنَّما یَتَزَکَّى لِنَفْسِهِ وَ إِلَى اللَّهِ الْمَصیرُ»
هیڅوک د بل چا د (ګناه) پیټی په اوږه نه اوړي او که (یو کس) چې پیټی یې دروند دی بل کس د خپل پیټي اوچتولو ته وبلي که څه هم خپلوان یې ولې نه وي، هیڅه به یې له پیټي کم نه شي، (ای پیغمبره) ته یوازې هغه کسان ویروې (خبرداروې) چې په خلوت کې له خپل پالونکي ویریږي او لمونځ قایموي او هر څوک چې پاکي وغواړي، نتیجه یې په خپله هغه ته ورګرځي او د (ټولو) جاروت د خدای په لور دی.
دا ایت د مسلمانانو یو بل اعتقادي اصلی یعنې دخدای عدل ته اشاره کوي او فرمایي: په قیامت کې د الهي اجر او سزا معیار د انسانانو خپل عمل دی او هیڅوک د دیناوي رابطې لکه خپلوۍ او دوستۍ په وجه د بل چا پیټی نه اوچتوي. خدای تعالی هم د عملونو په محاسبې کې د یو کس د ګناه پیټی په بل کس نه اچوي، په قیامت کې به هرڅوک د خپل عمل ځوابګویه وي.هلته هیڅ انسان په دې پلمه چې ټولنه فاسده وه او یا د نورو په ګرم ګڼلو سره ځان د ګناهانو او جرمونو له پیټي نه شي خلاصولی.
البته څرګنده ده چې که یو انسان بل څوک ګناه ته وبلي، په هغه اندازه چې د نورو د ګناه په کولو کې یې شراکت او لاس لرلی ، سزا به مومي لکه څنګه چې که یو انسان نور خلک نیکو کارونو ته وبلي نو د هغوي په اجر او ثواب کې شریک دي.
ایت په دوام کې د ګناه د کولو جرړې او اصلي سبب یعنې روحي ککړتیا ته اشاره کوي او فرمایي: یوازې هغه کسان حق خبره اوري او له بدیو ډډه کوي چې د حق غوښتنې او حق پلټونکې روحیې برخمن وي او د روح په پاکۍ او سلامتیا پسې وي که داسې نه وي ، حتی د پيغمبر خبرې هم په هغوي اثر نه لري او نه یې رابیداروي.
درسونه:
١: په قیامت کې به ګناهانې د انسان په اوږو لوی پیټی وي.
۲: په دنیا کې د هغو کسانو په خبرو نه دي غولیدل پکار چې مونږ ګناه ته بلي او وایي چې ویریږئ مه، که سزا او عذاب و نو مونږ ستاسو د ګناه پیټی په غاړه اخلو او وایې چې ګناه دې زما په غاړه.
۳: د هر چا ګناه په خپله دغه په غاړه ده او مونږ ته به د نورو د ګناهانو په خاطر سزا نه راکول کیږي. خو که له ګناهانو د منع کولو یا نهي عن المنکر په الهي دندې عمل ونه کړو او نور خلک له غلطو کارونو او ګناه منع نه کړو نو د نورو د بدو کارونو په وړاندې د چوپتیا په خاطر به سزا راکول کیږي.
۴: په قیامت کې هر څوک په خپل عمل پړ دی او هیڅوک د چا ګناه او سزا نه شي کمولی که هغه ډیر نزدې خپلوان ولې نه وي.
تلاوت آیات 19 تا 21 از سوره فاطر
«وَ ما یَسْتَوِی الْأَعْمَى وَ الْبَصِیرُ»، «وَلَا الظُّلُمَاتُ وَلَا النُّورُ»، «وَلَا الظِّلُّ وَلَا الْحَرُورُ»
الظِّلُّ وَ لاَ الْحَرُورُ»
او ړوند او سترګور یو شان نه دي.
او نه تیارې او رڼا (یو شان دي)
او نه تیاره او د لمر رڼا.
دغو ایتونو د تشبیه او تمثیل له لارې مومن او کافر پرتله کړې دي او فرمایي: آیا ستاسو په نظر هغه کسان چې ړاندي دي او څه نه ویني له هغو کسانو سره چې سترګور او بینا دي او هر څه ویني برابر دي؟ څرګنده ده چې برابر نه دي او د نړۍ په حقیقتونو د هغوي پوهیدل له یو بل سره فرق کوي ځکه چې ړانده له دنیا تشه تیاره ویني او سترګور د لمر په رڼا کې هرڅه ویني. ته وا یو همیشه په تیاره کې ژوند کوي او بل همیشه د لمر په ځلانده رڼا کې. البته ړوندوالی او سترګور والی دواړه تکویني څیزونه دي چې انسانان پکې په خپله رول نه لري. خو ایمان او کفر اختیاري څیزونه دي. هر څوک چې وغواړي د کفر لاره غوره کوي او په نتیجه کې د کفر په تیارو کې ډوبیږي او د معنوي او غیبي حقایقو له لیدلو محرومه کیږي یا د دې په اپوټه د ایمان په رڼا کې بصیرت ته رسیږي او د خدای له هدایته برخور کیږي.
د قرآن نور ایتونه هم په دې مسالې ټینګار کوي چې خدای تعالی پیغمبران او اسماني کتابونه رالیږلې چې خلک له تیارو د رڼا په لور بوځي ، په داسې حال کې چې د کفر مشران او طاغوت هڅه کوي خلک له رڼا او نوره وباسي او په تیارو کې یې ډوب کړي.
په طبیعت او فطرت کې د ژوندیو مخلوقاتو له انسان حیوان او بوټو ژوند د لمر په رڼا او وړانګو سره تامنیږي او که ځمکې ته د لمر رڼا ونه رسیږي او په ځمکه تیاره واکمنه شي ټول مخلوقات به له مینځه لاړ شي. د انسان روح هم همداشان دی، یعنې انسان روح همیشه د خدای په نور او رڼا پورې تړل یدی ، هغه رڼا چې د عقل او باطني فطرت او د پیغمبرانو په غږ سره تامنیږي.
درسونه:
۱: د ښیګړې او بدګړو په پرتله کولو او یا د ښه چارو مومنانو او بدکار کافرانو د ژوند په مقایسه کولو سره سمه لاره موندې شو او په شرک او کفر له اخته کیدو ځان ساتلی شو.
۲: دین انسان ته بصیرت او رڼا ورکوي چې له تیارو او ظلمتونو د خلاصون لپاره لازم شناخت ولري.
۳: په دغه ایتونو کې نور په مفرد او واحد ډول راغلی او ظلمات یعنې تیارې د جمع د صیغي په شکل راغلی دي د دې مطلب دا دی چې د حق لاره یوازې یوه ده او د باطل او ګمراهۍ لارې ډیرې دي.
پای.
کلید واژه: بسوی نور، فاطر، قیامت، گناه، نور، ایمان