Aug 03, 2020 07:16 Asia/Kabul

p-782-Fatir-ayaat-27-30 د فاطر سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (782)  

«أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّـهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِیضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِیبُ سُودٌ»، «وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالْأَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ کَذَلِکَ  إِنَّمَا یَخْشَى اللَّـهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ  إِنَّ اللَّـهَ عَزِیزٌ غَفُورٌ»

 

آیا  نه دې دي لیدلې چې خدای له اسمانه اوبه راواستولې، نو د هغو په وسیله یې داسې میوې چې رنګونه یې ډول ډول دي، پیدا کړې،  او له ځینو غرونو سپینې او سرې لارې (رګونه)  په مختلفو او بالکل تورو رنګونو سره (وپنځول)

او له انسانانو او خوځندګانو او چارپایانو  مو هم، ډول ډول رنګونه (وپنځول). د خدای په بندګانو کې یوازې د علم خاوندانو له هغه ویریږي او خدای عزیز او بخښونکی دی.

 

دا ایتونه د سورې د لومړیو ایتونو په شان د خدای قدرت او یووالي ته اشاره کوي او فرمایي: مختلف جمادات، بوټي او حیوانات او انسانان ډول ډول  رنګونه لري  او دغه تنوع، د هستۍ او دنیا ډیر ښکلی انځور وړاندې :وي. د نړۍ د ډیرو تکړه انځور ګرانو مشهور  او ښه اثار هغه دي چې د طبیعت او پنځون منظرې داسې انځوروي  چې طبیعي په نظر راځي او د نقاشۍ او واقعي تصویر تر مینځ فرق نه شي کیدلی. یا تصویر جوړوونکي د انسان تصویر دومره ښکلی او طبیعي جوړوي چې لیدونکی ګمان کوي دا په خپله د انسان مخ دی چې  په کیمرې سره اخستل شوی دی. په بله ژبه، خدای تعالی طبیعت او انسان دومره ښکلی پيدا کړی دی چې انسان د خپلو هنري کارونو په اوج کې هڅه کوي په خپل قلم سره  تصویرونه او انځورونه  طبیعت او فطرت ته زیات نزدې کړي.

د رنګنو پر تنوع سربیره چې په خپله د خلقت یو شاهکار دی،  د ډول ډول میوو او غلو مختلف رنګونه او خوندونه چې  ټول له یوه باغه او یوه پټي راوتلې وي او په یو اوبو خړوبیږي په خپله د  خلقت او فطرت یوه معجزه ده. د باران اوبه چې نه  رنګ لري او نه خوند او مزه، کله چې د جرړو له لارې د وو بوټو تنو ته رسیږي  ډول ډول میوې، ګلونه او غلې رازرغونوي.

  ایتونه په دوام کې د عالمانو او پوهانو لویې دندې ته اشاره کوي او فرمایي:  کوم کسان چې د خلقت په عظمت پوهیږي او د خدای په لا محدوده قدرت خبریږي د دومره زیات عظمت په وړاندې خضوع او خاکساري کوي او  او همیشه د خپل پالونکي په وړاندې د دندو په ترسره کولو کې له کوتاهۍ او سستۍ ویریږي .  د هستۍ په عظمت علم او خبریدل دانسان د هستۍ د خالق په وړاندې دومره  متواضع او خاشع ګرځوي چې  هغه د خپلو دندو په ترسره کولو کې له کوتاهۍ او سستۍ ویریږي.

البته دلته د علم مطلب د فزیک او کیمسټرس او بیالوجۍ یا ژواک پیژندنې فرمولونه نه دي ځکه چې ممکنه ده دغه فرمولونه په یوازې سر  په انسان کې دغه شان اثر ونه لري. بلکې د روایتونو په اساس ،  هغه علم د خشیت او ویرې سبب ګرځي چې انسان د مادي طبیعت له زړه  خالق او پنځوونکي ته ورسوي او د هغه ایمان پیاوړی کړي  چې د  یقین مرحلې ته ورسیږي.   په دغو ایتونو کې له علمه مطلبه  د یو ډول بصیرت او پوهې لرل دي چې د نړۍ په پنځوونکي د انسان ایمان پیاوړی کړي. پر دې اساس که یو کس ډیر علم هم ولري خو د پالونکي د عظمت ، د خلقت  د هدف او په قیامت کې د انسان د برخلیک  او داسې نورو مسایلو په هکله  خبر نه وي او معلومات ونه لري، د جاهلانو په  ټولي کې دي.

 

درسونه:

۱: د خدای د قدرتی وه نښه دا ده چې  له یوې خاورې او اوبو یې ډول ډول میوې غلې چې مختلفو رنګونه او خوندونه لري پیدا کړې دي.

۲: دین د ښکلا مخالف نه دی. خدای تعالی د ټولو ښکلاوو خالق او  جوړوونکی دی. هغه په غرونو ، ځنګلونو او دریابونو کې ډيرې ښکلې منظرې پیدا کړې او هغه یې د خپل و جود نښې بللې دي.

۳: د انسانانو د رنګونو تنوع ، د خدای تعالی د قدرت او عظمت نښه ده، نه پر یو بل د انسانانو د فخر خرڅولو او ویاړونو یا غره کیدو وسیله.

۴: د هستۍ په رازونو خبریدل، باید د الهي خشیت او ویرې مقامت ته د انسان د رسیدلو  زمینه برابره کړي، دا د غرور او تکبر وسیلې نه دي.

 

  تلاوت آیات 29 و 30   سوره فاطر  

«إِنَّ الَّذِینَ یَتْلُونَ کِتَابَ اللَّـهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِیَةً یَرْجُونَ تِجَارَةً لَّن تَبُورَ»، «لِیُوَفِّیَهُمْ أُجُورَهُمْ وَیَزِیدَهُم مِّن فَضْلِهِ  إِنَّهُ غَفُورٌ شَکُورٌ»

 بې شکه کوم کسان چې د خدای د کتاب تلاوت کوي او لمونځ قایموي او له هغه څه چې روزي کړې مو یې دي، په پټه او ښکاره انفاق کوي، داسې تجارت ته هیله من دي چې هیڅکله پکې تاوان نیشته.

 چې خدای یې اجر او بدله پوره پوره ورکړي او پرې خپل فضل ورزیات کړي. بې شکه هغه بخښونکی او قدرشناسه ( منندویی) دی.

 په تیرو ایتونو کې  له خدایه د عالمانو او پوهانو ویرې او خشیت ته اشاره وشوه، دا ایت فرمایي:  له خدایه ویره او خشیت،  له امید او رحمت سره یو ځای دی، داسې هیله او امید چې د ګناهانو د بخښنې او د اجر او ثواب د لاسته راوړلو سبب کیږي. طبیعي ده چې  بې له عمله ارمان او هیله کول، یوه فضول کار دی او د خدای له حکمت سره رغندوالی نه لري. نو ځکه ایتونه فرمایي:

هغه کسان   په دنیا او اخرت کې دخدای رحمت ته هیله من کیدی شي چې د عمل خاوندان وي. هم له خدای سره ارتباط ولري او هم  د قران لوستونکي او د لمونځ قایموونکي وي. هم د خدای له بندګانو سره اړیکې ولري او هم د ټولنې اړمنو ته خپل مالونه ورکړي او د ټولنې د محرومانو په فکر کې وي.

 درسونه:

۱: علم او پوهه یوازې کافي نه ده بلکې عبادت او لمنځ کول هم ضروري دي.

۲: ګټه ور او پاتیدونکی تجارت  هغه دی چې  خپلې پانګې د خدای په لاره کې خرچ کړو او له خلکو سره هم مرسته وکړو. دغه پانګې  هم  زمونږ علم، مال او عزت او هم نور څیزونه کیدلی شي.

۳:  تش لمونځ بې له انفاقه او تش انفاقه بې له لمانځه ګټه ور نه دی.

۴:  که خپل مالونه او شتمنۍ د خدای له لورې وګڼو، د هغو په انفاق کې به بخل نه کوو او له نورو سره مرسته او انفاق به په خپل تاوان نه وینو.

۵:  ژغورنې او کامیابۍ ته هیله  باید  له مناسب اقدام او عمل سره یو ځای وي   که نه وي تش ارمان او هیله ده او نه پوره کیږي.

پای.

 

  کلید واژه: بسوی نور، فاطر، خشیت، کوه، نماز، انفاق