سوره یس۶۶-۷۰
p-798-Yaseen-ayaat-66-70 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (798) -
آیات ۶۶-۷۰
تلاوت آیه 66 و67 از سوره یس
«وَلَوْ نَشَاءُ لَطَمَسْنَا عَلَى أَعْیُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَأَنَّى یُبْصِرُونَ»، «وَلَوْ نَشَاءُ لَمَسَخْنَاهُمْ عَلَى مَکَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوا مُضِیًّا وَلَا یَرْجِعُونَ»
او که وغواړو د هغوي د سترګو رڼا به یوسو، نو هغه وخت چې په لاره کې (له یوه بله) مخکې کیږي نو څنګه به ګوري؟
او که وغواړو هغوی به په خپل ځای کې مسخه کړو، په دې ډول چې نه به خپله لاره جاري وساتل شي او نه به د ستنیدو طاقت ولري.
په تیره برخه کې مو د قیامت په محکمه کې د مجرمانو د شتون او پر ګناهونو یې د غړو د ګواهۍ په هکله خبرې وکړې. دا ایتونه فرمایي: د خدای تعالی سزا یوازې په قیامت کې نه ده؛ که خدای وغواړي په همدې دنیا کې هم مختلف او ګناهکار کسان سزا کولی شي او خدای د هغوی له سزا عاجزه او ناتوانه نه دی.
که خدای وغواړي د هغوی په سترګو به پردې واچوي چې د لیدو توان ونه لري. او بیا به په هغه لاره هم د تللو توان ونه لري چې هره ورځ پرې ځی نو په لاره کې به تر نورو څه مخکې شي. او دا به د هغوی لپاره تر ټولو وړه سزا وي. همداراز که خدای اراده وکړي، هغوی په بې روحه او وچو مجمسو بدلولی شي چې د حرکت توان او طاقت به نه لري، نه به مخکې تللی شی او نه واپس ستنیدلی شي.
ښایي په قیامت کې هم دغه دوه سزاګانې وي. ځکه چې مجرمان د جنت د لارې له موندلو چې د ابدي سعادت او نیکمرغۍ لاره ده عازجه دي او د محشر په صحرا کې به په لالهاندۍ او حیرانۍ اخته کیږي. هغوي د خدای د ارادې په وړاندې، د حرکت او یا له عذاب او د خپلو بدو عملونو له پایلو د تښتیدو توان نه لري.
درسونه :
۱: انسان په دنیا کې هم د خدای له قهر او عذابه خوندي نه دی. نو باید د خدای د سزا او د نعمتونو د بایللو له خطره غافله نه شي.
۲: خدای تعالی په دنیا کې خلکو ته سزا نه ورکوي مګر په ډیرو خاصو موردونو کې، چې له هغوی د انتخاب او اختیار حق وانه خستل شي.
تلاوت آیات 68 از سوره یس
«وَمَن نُّعَمِّرْهُ نُنَکِّسْهُ فِی الْخَلْقِ أَفَلَا یَعْقِلُونَ»
او هر چاته چې اوږد عمر ورکړو په خلقت کې یې رانسکوروو ( یعنې په هیره،ناتوانۍ او سستۍ اخته کیږي) آیا دوي فکر نه کوي.
د تیر ایت په دوام کې چې په دنیا کې یې د خدای یوې سزا ته اشاره وکړه، دا ایت فرمایي: البته ټول انسانان په بوډا توب کې د عقل او جسم په ضعف او ناتوانۍ اخته کیږي او د ماشومتوب حالت ته ورګرځي. دا په حقیقت کې دې ته اشاره ده چې د ځوانۍ او نیم زالۍ په عمر کې باید سمه لاره انتخاب کړی شي؛ د دې خبرې ارمان او هیله چې ګني به بوډا توب کې به حقې لارې ته ستانه شو او ښه انسانان به له ځانه جوړ کړو، یوه خیالي او غیر واقعي آرزو ده.
له بلې خوا، انسان باید دا ګمان ونه کړي چې د عمر په اوږدیدو سره، د هغه طاقت او توان زیاتیږي. ټولو انسانان حتی واکمنان او پاچاهان هم د بوډا توب په دوران کې داسې له ضعف او ناتوانۍ سره مخامخ کیږي چې د ماشومانو په شان باید یو کس ورته خواړه ورکړي یا یې جامې بدلې کړي. نو مخکې له دې چې د بوډا توب او کمزورۍ حالت ته ورسیږو باید فرصت غنیمت وګڼو او د خپل توان په اندازه مثبت او رغنده کارونه وکړو او د ځان او ټولنې لپاره اغیزمن ووسو.
درسونه:
۱: د عمر اوږدیدل د انسان د طاقت سبب نه ګرځي بلکې اوږد عمر د طاقت او ځواک له څوکې د ضعف او کمزورۍ په لور د راکوزیدو عمر دی.
۲: د انسان عمر محدود دی او ارمانونه یې ډیر، ګټونګی هغه څوک دی چې له خپل محدود عمره ډیر تر ډیره استفاده وکړي.
۳: هغه څه چې انسان ژغوري، سم تعقل او فکر کول دي، خو هر هغه څه چې د انسان له عمر په تیره بیا د ځوانۍ د وخت له تیریدو د هغه د غفلت سبب کیږي، په حقیقت کې د بدبختۍ او هلاکت عامل دی.
تلاوت آیات69 و 70 سوره یس
«وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا یَنبَغِی لَهُ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِکْرٌ وَقُرْآنٌ مُّبِینٌ»، «لِّیُنذِرَ مَن کَانَ حَیًّا وَیَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْکَافِرِینَ»
او مونږ (هیڅکله) هغه ته شعر نه دی ورزده کړی او له هغه سره ښایي هم نه. دا (کتاب) نه دی مګر ذکر او روښانوونکی قرآن.
چې هر هغه چاته چې (زړه یې) ژوندی دی، خبرداری ورکړي او د کافرانو په هکله د (خدای) خبره پرځایښت ومومي.
په توحید او قیامت پورې له اړونده ایتونو وروسته ، دا ایتونه، د نبوت د حقانیت په باره کې دي او فرمایي: هغه څه چې مونږ یې په حضرت محمد (ص) نازلوو، شعر نه دی او پیغمبر اکرم شاعر نه دی. که څه هم د قرآن ډیر ایتونه په تیره بیا آخري سورې یې خاص وزن او ننګ لري خو تاریخ ګواهي ورکوي چې پیغمبر هیڅکله شاعر نه و او شعر یې نه دی ویلی.
البته په پیغمبر د شاعرۍ تومت له دې امله نه و چې قرآن شعري حالت لري، بلکې په عربو کې د یو غلط باور او فکر په وجه و چې ګمان یې کاوه شاعران له پیریانو سره اړیکي لري او له دې لارې شعر زده کوي. دې ته په پام سره چې د پیغمبر خبره د هغوي لپاره نوې او ناشنا وه، هغه حضرت یې تورناوه چې د شاعرانو په شان د جنیانو او پیریانو تر تاثیر لاندې راغلی او داسې عجیبه خبرې کوي.
ایتونه په دوام کې فرمایي:
هغه څه چې د پیغمبر په ژبه جاري کیږي، د خدای کلام دی چې د خلکو لپاره د تذکر او یادونې سبب دی او هر څوک چې د حق په لټون کې وي ورته په خبرداري ورکولو او ویرولو سره یې له خطرو او د نفساني خواهشاتو اوړ شیطان له تاوانو ژغوري. البته دا ایتونه دکافرانو غوږونو ته هم رسیږي خو په هغوی اثر نه لري. ځکه چې د کفر او له حق سره د ضد روحیه په هغوی داسې خپره شوې چې ته وا د هغوي فکر او زړونه یې کاڼي کړي او د حق خبره پکې نه ننوځي، سره له دې سبب کیږي چې په هغوي حجت تمام او غاړې خلاصې شي او په قیامت کې ونه وایي چې حق خبره مو غوږونو ته نه وه رسیدلې.
درسونه:
قرآن شعر او شاعري نه نفي کوي، بلکه د پیغمبر شاعروالی او د قرآن شعر والی نفي کوي.
۲: قرآن شعر نه دی چې د شاعرانه تخیلاتو په اساس جوړ شوی وی. بلکې د حکیم خدای کلام دی او په حکمت او منطق ولاړ دی.
۳: کوم کسان چې حق نه مني هغه یوازې مړي دي. د انسان ارزښت د زړه او روح په بیدارې او پاکۍ کې دی. نو کوم انسانان چې حقیقي ایمان لري زړونه یې ژوندي دي او له واقعي ژونده برخمن دي. اوکافران د مړو په شان واقعي ژوند نه لري ځکه چې کفر ، زړه مړ کوي.
پای
کلید واژه: بسوی نور، یس، قیامت، دنیا، عمر، پیامبر، شاعر، شعر