سوره صافات ۵۰-۶۱
p-808-As-Sāffāt-ayaat-50-61 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (808) -
تفسیر ساده و روان آیات 50 تا 61 سوره صافات
ابتدا تلاوت آیات 50 تا 53 سوره صافات
«فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ یَتَسَاءَلُونَ»، «قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ إِنِّی کَانَ لِی قَرِینٌ»، «یَقُولُ أَإِنَّکَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِینَ»، «أَإِذَا مِتْنَا وَکُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَدِینُونَ»
نو ځینې به یې ځینو ته مخ کړي او له یوه بله به پوښتنه کوي.
په دوي کې به یو وایي: زما (په دنیا کې) یو همنشین (ملګری) و.
چې ویل به یې: آیا (ته په رښتیا په قیامت) له عقیده لرونکو څخه یې؟
چې کله مړه شو او خاورې او هډونه شو، (بیا به ژوندي کیږو او) جزا به راکول کیږي؟
په تیره برخه کې مو وویل چې جنتیانو به په تختونو تکیې وهلې وي او په جنتي محفلونو کې به له خپلو دوستانو سره د مینې او اخلاص خبرې کوي. دا ایت د جنتیانو د ځینو نورو خبرو په هکله راپور ورکوي چې زمونږ غافله انسانانو د توجه او یادونې سبب وګرځي او پوه شو چې ډیر دوستان او ملګري په به دنیا کې یو ځای وي خو په قیامت کې به یې لاره له یوه بله جدا وي، یو به جنت ته ځي او بل به دوزخ ته!
دا ایتونه فرمایي: جنتیان به په خپلو خبرو کې د هغه څه په دنیا کې په هغوی تیر شوې پوښتنه کوي او هر یو به خپله کیسه بیانوي. په دوي کې به یو په خپلو خبرو کې یو دوست ته اشاره کوي چې د قیامت منکر و او له مرګه وروسته د انسان بیا ژوندي کیدل یې ناممکن ګڼل. هغه به همیشه له خپل مومن ملګري په حیرانتیا سره پوښتل: آیا ته په رښتیا په دې خبره باور لرې؟ آیا ته عقیده لرې چې له مرګه وروسته به له مونږ سره زمونږ د کارونو حساب کتاب کیږي.؟
درسونه:
۱:
له بې دینه یا سست ایمانه کسانو سره ناسته پاسته که د انسان د خپل امیان او عقیدو د کمزورې کیدو سبب نه شي نو باک نه لري ، په تیره بیا که انسان وکړی شي هغوی د دین او حق لارې ته وبلي یا لږ تر لږه د هغوي فکري پوښتنو ته ځواب ورکړي.
۲: د قیامت منکران د قیامت او له مرګه د وروستي نړۍ په نفي کولو هیڅ عقلي یا تجربي دلیل نه لري او یوازینی کار یې د حیرانتیا څرګندول او د دې کار لرې ګڼل دي.
۳: په قیامت کې به په دنیا کې د انسان یادونه او خاطرات نه هیریږي او هغه ته به هر هغه څه چې په دنیا کې یې کړې یاد وي.
تلاوت آیات 54 تا 57 سوره صافات
«قَالَ هَلْ أَنتُم مُّطَّلِعُونَ»، «فَاطَّلَعَ فَرَآهُ فِی سَوَاءِ الْجَحِیمِ»، «قَالَ تَاللَّـهِ إِن کِدتَّ لَتُرْدِینِ»، «وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّی لَکُنتُ مِنَ الْمُحْضَرِینَ»
(بیا به خپلو جنتي دوستانو ته) وایي: آیا تاسو غواړئ (دهغه له حاله) خبر شئ؟
نو د هغه له حاله به خبر شي او هغه به په دوزخیانو کې وویني.
وایي به: په خدای قسم نزدې وه چې زه دې هم هلاک کړی وی.
او که زما د پالونکي مهرباني نه وای، ضرور به ( زه هم په دوزخ کې ) له حاضرو شویو کسانو وم.
هغه جنتي کس د خپلو یادونو د بیان په دوام کې خپلو جنتي دوستانو ته وایي: هغه کس چې په دنیا کې به یې زما د عقیدې په وجه په ما نیوکې کولې نن په دوزخ کې ښکیل د. که غواړئ په دوزخ کې د هغه ځای لیدلې شئ. البته زه هم له هغه سره د دوستۍ او ناستې پاستې په وجه د انحراف او ښوییدو له خطر سره مخامخ وم او کیدی شي نن زه هم له هغه سره یو ځای په دوزخ کې وای خو خدای تعالی زما د نیکو کارونو او ایمان په وجه په ما مهرباني وکړه او له دغه تباهۍ یې بچ کړم.
درسونه :
۱: د قرآن د ایتونو له مخې جنتیان به دوزخیان ویني او هر کله چې وغواړي د هغوي له حالاتو ځان خبرولی او له هغوی سره خبرې کولی شي خو دوزخیان جنت نه شي لیدلی او د جنتیانو له حاله نه شي خبریدلی.
۲: د دین له منکرانو سره ناسته پاسته او که د ایمان د کمزورې کیدو سبب نه شي باک نه لري، په عین حال کې له دغه ډول کسانو سره دوستي خطرناکه ده او که د خدای مهرباني نه وي انسان د هغوی تر اغیز لاندې راځي او د هغوي په شان دوزخي کیږي.
تلاوت آیات 58 تا 61 سوره صافات
«أَفَمَا نَحْنُ بِمَیِّتِینَ»، «إِلَّا مَوْتَتَنَا الْأُولَى وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِینَ»، «إِنَّ هَـذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ»، «لِمِثْلِ هَـذَا فَلْیَعْمَلِ الْعَامِلُونَ»
(بیا به خپلو جنتي ملګرو ته ووایي) آیا مونږ به نور نه مړه کیږو؟
بې له هغه لومړي مرګه ( چې په دنیا کې راباندې راغی) او مونږ به هیڅکله عذاب نه شو؟
بې شکه دا هماغه لویه کامیابي او ژغورنه ده.
نو د دې په شان ( بدلې) لپاره باید د عمل خاندوان هڅه وکړي.
څرګنده خبره ده چې څوک جنت ته لاړ شي نو بیا به عذاب نه ویني، ځکه چې که هغه ته د عذاب ورکول ټاکل شوې وای نو جنت ته له تللو مخکې به عذاب او سزا ورکړل شوې وه.
خو د دې خبرې یادونه او په خله یې راوړل د دوو هدفونو لپاره دي: یو دخدای د مهربانۍ او لطف د یادولولپاره چې د هغه د شکر او مننې زمینه برابروي او بله د دې ټکي یادونه چې د انسان ډیره لویه نیکمرغي دا ده چې د همیشه لپاره په جنت کې استوګن شي او له هر ډول ناروغۍ او بوډا توب چې په دنیا کې د مرګ سبب کیږي لرې وي. د یادولو ده چې د دنیا عمر لنډ او له کړاوونو، زحمتونو او ربړو ډک دی خو د اخرت عمر بې پایانه دی او جنتیان به له همیشنۍ هوساینې او راحتۍ برخمن وي.
وروستي آیتونه د دنیا خلکو ته د جنتیانو پیغام بیانوي چې : ای هغو کسانو چې لا په دنیا کې د ژوند فرصت لرئ او ستاسو عمر باقي دی چې هڅه او کوشش وکړې شئ او نیک کارونه ترسره کړې شئ چې د اخرت لپاره لا ډیره توښه برابره کړئ. مال او شتمني داسې څه دي چې په دنیا کې کارندوالی لري خو د اخرت په بازار کې یوازې عمل خرڅیږي او انسانان د خپل عمل په تله تلل کیږي نه په مال ، طاقت، نوم او یا شهرت سره.
درسونه :
۱: په جنت کې مرګ او نیستي نیشته خو په دوزخ کې به مجرمان بیا بیا د عذاب له امله مري او بیا به ژوندي کیږي.
۲: واقعي نیکمرغي او کامیابي په فاسدو چاپیریالونو او ماحول کې له ښوییدنو او بې لاریو د ځان ساتلي چې انسان روغ او صحیح ، مقصد ته ورسیږي.
۳: په دنیا کې باید د انسان کارونه لویو هدفونو او کامیابیو ته د رسیدلو لپاره وي که نه وي انسان به په ارمان او تاوان اخته شي.
پای.