سوره صافات ۶۹-۷۸
p-810-As-Sāffāt-ayaat-69-78 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (810) -
۶۹-۷۸
تلاوت آیات 69 تا 71 از سوره صافات
«إِنَّهُمْ أَلْفَوْا آبَاءَهُمْ ضَالِّینَ»، «فَهُمْ عَلَى آثَارِهِمْ یُهْرَعُونَ»، «وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ أَکْثَرُ الْأَوَّلِینَ»
هغوی خپل پلرونه ګمراه وموندل.
خو ( بیا هم) په هغوي پسې ګړندي روان دي.
او بې شکه له دوي مخکې زیاتره مخکیني کسان (هم) ګمراه شول.
په تیره برخه کې مو په دوزخ کې د کافرانو او مجرمانو سخت حالت بیان کړ، دا ایتونه د هغوي د دوزخي کیدو دلیلونه په دې ډول بیانوي:
هغوی د خپلو پلرونو او نیکونو په افکارو او عقیدو کې له سوچ او فکره پرته د هغوي عقیدې ومنلې او د هغوي د لارې او طریقې یې ړوند تقلید وکړ. سره له دې چې پوهیدل چې د هغوي عقیدې غلطې دي او صحیح او عاقلانه بنیاد نه لري.
ایتونه بیا زیاتوي چې: افسوس چې دا بې ځایه او ړوند تقلید همیشه په تاریخ او په مختلفو قامونو او ولسونو کې جاري پاتې شوی دی. ډیر خلک ګمان کوي چې د هغوي د تیرو کسانو او پلار نیکونو عقیدې او افکار صحیح وو حتی که په خپله د هغو افکارو په غلطوالي او خرافاتي والي پوه هم شي خو په هغو د اعتراض کولو او په هکله یې د خبرې کولو زړه نه کوي او دهغو افکارو غلطوالي نه اعلانوي.
د تیرو خلکو او د مشرانو د میراث ساتنه په دې معنا نه ده چې مونږ د هغوی ړوند او بې منطقه تقلید وکړو ځکه چې که انسان په تجربي علومو کې یوازې د تیرو خلکو په تجربو او معلوماتو بسنه وکړي نو په ژوند کې به یې هیڅ پرمختګ او بدلون را نه شي. په بله ژبه د تیرو خلکو د میراث ساتنه او خوندي کونه په دې معنا ده چې یوازې د هغوی ښه دودونه او ګټه ور سنتونه او اداب وساتل شي او غلط څیزونه یې پریښودل شي.
درسونه :
۱: په اسلامي فرهنګ کې په عقیدو کې تقلید جایز نه دی، نه د پلار نیکونو او نه د دیني عالمانو، هر کس باید د خپلو عقیدتي اصولو په هکله چې توحید، نبت او معاد یا قیامت پکې شاملیږي تحقیق او څیړنه وکړي او د دلیل او منطق له مخې یوې نتیجې ته ورسیږي.
۲: په ړوند او بې دلیله تقلید سره انسان په دنیا او اخرت کې په بد برخلیک اخته کیږي
۳: د خپلو تیرو خلکو او مشرانو افکار او عقیدې باید د عقل او منطق په تله وتلو، نه د قومي او توکمي احساساتو او داسې نورو څیزونو په تله.
تلاوت آیات 72 تا 74 از سوره صافات
«وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا فِیهِم مُّنذِرِینَ»، «فَانظُرْ کَیْفَ کَانَ عَاقِبَةُ الْمُنذَرِینَ»، «إِلَّا عِبَادَ اللَّـهِ الْمُخْلَصِینَ»
او بې شکه چې په هغوي کې مو ویروونکي واستول.
نو وګوره چې د هغو کسانو چې خبرداری ورکړل شوی و انجام څنګه و.
(هغوی ټول تباه شول) بې د خدای له خالصو بندګانو.
د تیرو ایتونو په دوام کې چې په دوزخ کې د ګمراهانو د ښکیلیدو خبره یې کوله، دا ایتونه فرمایي: د دغه کسانو دوزخي کیدل له دې امله نه وو چې ګني اسماني رهبران او پیغمبران نه وو موجود ځکه چې خدای تعالی هر قام ته مختلف کسان لیږلې دي چې هغوي ته نصیحت وکړي او په دنیا او اخرت کې یې له بد انجامه خبر کړي.
که څه هم د کتابونو څښتن پیغمبران د شمیر له نظره کم وو خو تبلیغي پیغمبران چې د لویو پیغمبرانو د شریعت تبلیغ یې کاوه ډیر زیات وو تر دې چې په ځینو روایتونو کې د هغوی شمیر کابو یو لک څلور دیرش زره بیان شوی دی.
د پیغمبرانو یوه مهمه دنده د خلکو خبرول، پوهول، د خرافاتو او چټیاتو له قید وبنده د هغوی ژغورل او له کفر ، ظلم او شرکه د هغوی لرې کول دي. خو افسوس چې زیاتره خلکه د دغو زړه سواندو معلمانو نصیحت او خبرداریو ته پام نه کوي او په دنیا او اخرت کې په بد برخلیک اخته کیږي.
البته خالص بندګان چې د دنیا په ټولو چارو کې یوازې خدای په نظر کې نیسي او همیشه د خدای د رضا د جلبولو هڅه کوي له بد عاقبته خلاص دي او کامیابۍ او سعادت ته رسیږي، مخلصو کسانو ته چې د خدای په معرفت او پرې ایمان کې د کمال درجې ته ورسیږي د خدای له لورې خاص انعام ورکول کیږي او د خدای پرې خاص نظر وي چې له نفساني او شیطاني خطراتو بچ پاتې شي.
درسونه:
په قیامت کې د دوزخ له اوره د خوندي پاتې کیدو لپاره بې لارو کسانو ته خبرداری ورکول، د یو سوزیدونکي کور استوګنو ته د خبرداري ورکولو په شان ضروري دي.
۲: که د ټولنې اکثره خلک بې لارې شي، له هغوي سره همرنګه کیدل نه دي پکار بلکې د هغوي د لارښوونې او ارشاد هڅه پکار ده.
۳: د تیرو قامونو او خلکو د تاریخ مطالعه او برخلیک ته یې پام کول، د انسان د هدایتیدو او عبرت اخستلو سبب کیږي او د حق او باطل په پیژندلو کې له هغه سره مرسته کوي.
۴: د خدای په عبادت او بندګۍ کې اخلاص، د انسان د سعادت او له بد عاقبته د هغه د خلاصیدو سبب دی.
تلاوت آیات 75 تا 78 از سوره صافات
«وَلَقَدْ نَادَانَا نُوحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِیبُونَ»، «وَنَجَّیْنَاهُ وَأَهْلَهُ مِنَ الْکَرْبِ الْعَظِیمِ»، «وَجَعَلْنَا ذُرِّیَّتَهُ هُمُ الْبَاقِینَ»، «وَ تَرَکْنا عَلَیْهِ فِی الْآخِرِینَ»
او بې شکه نوح مونږ ته غږ کړ ( او مونږ یې غږ واوریده) نو څومره ښه ځواب ورکوونکې یوو.
او هغه او کورنۍ مو یې له لوی غمه خلاصه کړه.
او نسل مو یې باقي پاتې کړ.
او په راتلونکو کې مو دهغه لپاره (نیکه نامه) پریښودله.
تیرو ایتونو وفرمایل چې خدای په تیرو قامونو کې پیغمبران مبعوث کړل. دا ایتونه یو پیغمبر یعنې نوح ته اشاره کوي چې د خدای له لویو پیغمبرانو دی او فرمایي: سره له دې چې نوح کلونه خپل قام ته نصیحت وکړ او د دلسوزۍ او نصیحت له مخې یې هغوی له کفر او شرکه خبردار کړل، خو د قام اکثرو خلکو یې د هغه خبره ونه منله او د هغه پیغمبري یې دروغ وبلله.
آخر حضرت نوح د خپل قام له هدایته نهیلی شو او له خدایه یې وغوښتل چې د کافرانو مونډ وباسي او مومنان وژغوري. خدای تعالی هم د هغه دعا قبوله کړه. هر لور ته یو لوی سیلاب او توپان راغی او کافران هلاک شول. یوازې د ایمان خاوندان چې په حضرت نوح یې ایمان درلود ، له هغه سره یو ځای په کشتۍ کې سپاره شول او وژغوریدل.
درسونه:
دعا، د الهي مرستو د لاسته راوړلو لاره ده، البته د هغو کسانو لپاره چې خپله دنده په صحیح توګه ترسره کړي. د ویلو ده چې د خدای په لاره روان کسان کله چې له سختیو سره مخامخ شي د خدای په در کې په دعا سره پر ستونزو غلبه مومي او له بندون سره نه مخامخیږي.
د نسلونو باقي پاتې کیدو یا یې تباه کیدل د خدای په لاس کې دي. خدای تعالی حضرت نوح او ملګري یې دهغه ځپونکي او بوږنوونکي توپان په وړاندې خوندي وساتل او ګمراهان یې تباه کړل.
۳: آخر صالحان او پرهیزګاران له لوی غم او مصیبته خلاصیږي او عاقبت او انجام یې ښه کیږي.
پای.
-----------------
کلید واژه: بسوی نور، صافات، پیامبران،