Aug 17, 2020 07:24 Asia/Kabul

p-813-As-Sāffāt-ayaat-102-105 د یس سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (813) -  

  تفسیر ساده و روان آیات 102 تا 105  

                                           بسم الله الرحمن الرحیم

ابتدا  تلاوت آیه 102 از سوره صافات  

«فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْیَ قَالَ یَا بُنَیَّ إِنِّی أَرَى فِی الْمَنَامِ أَنِّی أَذْبَحُکَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ یَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ  سَتَجِدُنِی إِن شَاءَ اللَّـهُ مِنَ الصَّابِرِینَ»

 نو کله چې (اسماعیل هغه عمر ته ورسید چې) په کار او زیار کې یې د پلار ملګرتیا کوله، پلار وویل: ای زویه!  په خوب کې وینم چې تا حلالوم، نو وګوره چې  ستا څه نظر دی؟( دې ته په کوم نظر ګورې؟) وې ویل: ای پلاره! هغه څه چې پرې مامور شوی یې ترسره کړه،  که خدای وغواړي نو ما به له صابرانو ومومې.

  په تیره برخه کې مو وویل چې حضرت ابراهیم علیه السلام له خدایه وغوښتل چې  ورته یو صالح بچی ورکړي ، دا ایت فرمایي:  خدای هغه ته بچی ورکړ ، او کله چې هغه  هلکوانۍ او زلمیتوب ته ورسیده، خدای تعالی  د خوب په وسیله حضرت ابراهیم علیه السلام ته امر وکړ چې  زوی دې د خدای په لاره کې حلال کړه.

طبیعي ده چې د دغه کار لپاره د پلار پر رضا سربیره د خدای  رضا او منل هم ضروري وو. نو ځکه حضرت ابراهیم خپل زوي اسماعیل ته وویل چې ماته داسې امر شوی دی  او آیا ته د دغه سخت کار لپاره تیار یې که نه  ستا څه نظر دی؟ د پلار په لاس د زوي د حلالې په هکله ته څه وایې؟

 طبعا، معمولي انسانان  د خدای د دغه شان امر په وړاندې  داسې پوښتنې کوي چې ای خدایه دا ته له ما څه غواړې؟ که ستا مشیئت او رضا دا وه چې  داسې وشي نو له اوله به دې ماته زوی نه راکوه. که  ستا رضا دا وي او ټاکل شوې وي چې  دا بچی ستا په لاره کې قربان شي  نو دا کار ولې په ما کوې چې پلار یې یم؟

خو پیغمبران  مخکې له دې چې  پیغمبر وي د خدای امر ته تسلیم او راضي وي. د هغوی له نظره  هغه حکیم او پوه خدای دی چې هر امر وکړي، د هغه د بې پایه علم او حکمت  له امله دی. نو هیڅ دلیل نیشته چې مونږ په خپلې محدودې پوهې او  علم سره د هغه په دغه امر او په حکمت یې پوره پوره پوه شو.

  د زلمي اسماعیل ځواب هم دا دی چې ای پلاره، هغه څه چې خدای یې درته امر کړی ترسره کړه،  د زوي او پلار جذباتي اړیکې او  انساني عواطف پریږده او د خپل ماموریت او فریضې د کولو فکر کوه. که څه هم دا کار سخت دی خو د نړۍ د پالونکي او یوازیني خدای د فرمان د پوره کولو لپاره زه د ټولو سختیو تیرولو ته تیار یم او زه صابر او شاکر یم.

درسونه:

 ۱: د پیغمبرانو خوب یو ډول  الهي وحي ده. خو د عامو کسانو خوبونه داسې نه وي. نو ځکه  عام کسان نه شي کولی د خپل خوب  په اساس د نورو په هکله فیصله وکړي.

۲:   له بچیانو سره مینه باید د خدای د اوامرو د سرته رسولو او  په لاره کې خنډ او د ګناه او نافرماني سبب نه شي.

۳:  په دندې او فریضې عمل صبر او پایدارۍ ته اړتیا لري. نه ده پکار چې د کار د سختۍ په وجه د خدای  له امره سرغړونه وکړو. 

  تلاوت آیات 103  تا 105 از سوره صافات  

«فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِینِ»، «وَنَادَیْنَاهُ أَن یَا إِبْرَاهِیمُ»، «قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْیَا  إِنَّا کَذَلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»   

 نو کله چې دواړه (دخدای امرته) تسلیم شول او ابراهیم  د خپل زوي تندی په ځمکه کیښوده (چې حلال یې کړي)

هغه ته موغږ کړ چې ای ابراهیمه!

 په رښتیا چې تا خپل خوب پوره کړه ( او زمونږ امر دې ومانه) مونږ نیکانو ته دغه شان بدله ورکوو.

 د خدای امر ته د تسلیمیدو لپاره د حضرت اسماعیل له چمتووالي وروسته  چې  د خدای په وړاندې  د پلار او زوي د تسلیمیدو ښودونکې وه، ابراهیم  خپل زوی  پړمخې په ځمکه څملاوه او د حلالولو تیاري یې وکړه.  په دې شیبه کې غږ راغی چې ای ابراهیمه مونږ له تا نه غواړو  چې خپل زوی حلال کړې  بلکې زمونږ مقصد دا وه چې ته له خپل زوی زړه پرې کړې او دهغه مینه په مونږ قربان کړې   او ته له دغه  امتحانه سرلوړی راووتې،تا هغه څه چې په  خوب کې مو درته ویلې وو پوره پوره ترسره کړل او ودې ښودله چې  د خدای د امر د سرته رسولو   اراده او انګیزه لرې او  د خدای په لاره کې له هیڅ قربانۍ او سختۍ ډډه نه کوې.

که څه هم اسماعیل حلال نه شو خو د حضرت ابراهیم علیه السلام اراده دا وه چې د خدای په لاره کې یې حلال او قربان کړي، د هغه همدغه اراده او نیت کافي و او   د عمل په ځای یې خدای نیت قبول کړ.

 اصولا په دیني فرهنګ کې  د هر کار ارزښت او قیمت د هغه کار د کولو په نیت او ارادې پورې اړه لري تر دې چې د ښه کار د کولو لپاره د مومن انسان نیت د هغه تر ارادې زیات ارزښتناک ګڼل شوی دی.

درسونه:

١: د خدای د اوامرو په  وړاندې تسلیمیدل، د الهي پیغمبرانو او ولیانو یو کمال دی، اصولا هغه کار ازښتمن او ستاین وړ دی دی چې  د خدای په وړاندې  له تسلیم او رضا سره یو ځای وي.

 ۲: کله کله د خدای اوامر د انسان د ازمایښت لپاره وي.

۳:  معنوي کمالاتو ته  د رسیدلو لپاره  هیڅ حد او پوله نیشته. کله کله یو ځوان لکه اسماعیل په چټکۍ سره د کمال درجې کچ کولی   او په دې لاره کې  له لولیو الهي ولیانو  سره یو ځای ګام پورته کولی شي.

۳:  احسان یوازې مالي  اړخ نه لري ، د خدای په لاره کې له ځانه تیریدل خو یو ډول احسان دی.

 --------------- 

 

کلید واژه: بسوی نور، صافات، ابراهیم، اسماعیل، ذبح، رؤیا