سوره صافات ۱۰۶ - ۱۱۳
p-814-As-Sāffāt-ayaat-106-113 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (814)
در ادامه با تفسیر ساده و روان آیات 106 تا 113 سوره صافات
ابتدا تلاوت آیات 106 تا 108 سوره صافات
«إِنَّ هَـذَا لَهُوَ الْبَلَاءُ الْمُبِینُ»، «وَفَدَیْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِیمٍ»، «وَتَرَکْنَا عَلَیْهِ فِی الْآخِرِینَ»
په رښتیا دا هماغه ښکاره ازمیښت و.
او مونږ په هغه ډیره لویه قرباني فدا کړه.
او په راتلونکو کې مو د هغه لپاره (نیک نوم) پریښوده.
په تیره برخه کې مو وویل چې کله ابراهیم او اسماعیل د خدای د امر د اجرا لپاره تیار شول خدای تعالی غږ کړ چې ای ابراهیمه هغه څه چې پ خوب کې مو یې تاته امر وکړ، تا بې له کمي زیاتي پوره کړل او د خپلې دندې او فریضې په سرته رسولو کې دې سستي او کوتاهي ونه کړه.
دا ایتونه فرمایي: د پلار په لاس د اسماعلی د حلالولو له امره د خدای مقصد د حضرت ابراهیم علیه السلام ازمایل وو نه دا چې ګني خدای غوښتل د پلار په لاس د زوي وینه توی شي. دا یو ازمیښت و د دې لپاره چې معلومه شي آیا ابراهیم علیه السلام دې ته تیار دی چې د خدای د امر او حکم د سرته رسولو په لاره کې له خپل زوي تیر شي او که نه؟ په حقیقت کې د خدای هدف له خپل زوي د ابراهیم زړه پرې کول او تیریدل و. خدای تعالی امر وکړ چې د اسماعیل په ځای یوه لوی پسه د خدای په لاره کې قرباني کړي چې د حضرت ابراهیم دغه سنت د همیش لپاره په تاریخ کې پاتې شي او دهغه یاد ورسره ژوندی وي. همداراز د دې لپاره و چې د خدای د کور زیارت کوونکي او کوم کسان چې په مکې کې د حج په دستورو کې برخه اخلي د منی په ټاټوبي کې حضرت ابراهیم او اسماعیل رایاد کړي او د خدای په لاره کې یې قرباني کړي.
درسونه:
۱: له زوي زړه صبرول او د پلار له مینې تیریدل د خدای یو ډیر لوی ازمیښت دی چې حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل ترې سر لوړي راووتل.
۲: د خدای په لاره کې قرباني کول د حضرت ابراهیم علیه السلام سنت دی چې هر کال په مکې او په اسلامي ټاټوبو کې ترسره کیږي.
۳: داسې ډیر انسانان شته چې له ځانه ښه سنتونه او دودونه پریږدي او ځکه یې نوم په تاریخ او په راتلونکو کې ژوندی او تل تر تله پاتې کیږي.
تلاوت آیات 109 تا 111 از سوره صافات
«سَلَامٌ عَلَى إِبْرَاهِیمَ»، «کَذَلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»، «إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِینَ»
سلام پر ابراهیم.
مونږ نیکانو ته دغه ډول بدله ورکوو.
بې شکه چې هغه زمونږ له مومنو بندګانو و.
د تیرو ایتونو په دوام کې چې د زوي د حلالولو له امتحانه له سرلوړې راوتلو وروسته په حضرت ابراهیم د خدای د خاصې مهربانۍ ښودنه یې کوله، دا ایتونه په ټول تاریخ کې په هغه حضرت د خدای سلام بیانوي بیا فرمایي: دغه مهرباني او لطف یوازې له ابراهیم سره نه دی مخصوص او هر څوک چې په هره اندازه د خدای په لاره کې له خپل مال او ځان او شخصي مینو تیر شي د خدای په دغه اجر او مهربانۍ کې شاملیږي.
هر څوک چې ایمانداره وي او د خدای د بندګۍ په لاره کې هغه ته تسلیم وي د حضرت ابراهیم علیه السلام په شان به پرې د خدای لطف او کرم کیږي او دا چاره په تاریخ کې همیشه جاري او روانه ده.
درسونه :
۱: خدای تعالی په قران کې په خپلو پیغمبرانو سلام کړی خو د اسلام د پیغمبر په باره کې راغلې چې هم خدای او هم پرښتې پ هغه حضرت درود او سلام استوي او په دې لړ کې یې له ایماندارو کسانو هم غوښتې چې همیشه په هغه حضرت درود او سلام ووایي.
۲: هر ډول نیک کار په دنیا او اخرت کې د الهي بدلې او اجر سبب کیږي
۳: د الهي سزا او جزا نظام خاص او ټاکلی قانون لري نه دا چې د ذاتي سلیقې خبره وي.
تلاوت آیات 112 و 113 از سوره صافات
«وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِیًّا مِّنَ الصَّالِحِینَ»، «وَبَارَکْنَا عَلَیْهِ وَعَلَى إِسْحَاقَ وَمِن ذُرِّیَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ مُبِینٌ»
او هغه ته مو د اسحاق زیری ورکړ چې له صالحانو یو پیغمبر و.
او هغه او اسحاق ته مو برکت او خیر ورکړ او د هغو دوو له زوزاته ځینې نیکان دي او (ځینې) یې ښکاره په ځان ظلم کوي.
قران په تیرو ایتونو کې د حضرت ابراهیم علیه السلام زوي اسماعیل ته اشاره لرله او په هغو ایتونو کې یې اسماعیل یو صبرناک او زغمناک زلمی وباله خو دا ایتونه د حضرت ابراهیم علیه السلام د یو بل زوی اسحاق په باره کې دي چې خدای تعالی حضرت ابراهیم ته د هغه د پیغمبرۍ وعده ورکړې وه.
هغه پیغمبر چې د نورو پیغمبرانو په شان د خپلې زمانې له صالحانو او نیکانو و نو ځکه پرې خدای خپل خاص لطف او مهرباني وکړه. داسې مهرباني چې د قران په تعبیر برکت بلل شوې ده. په هر څه کې برکت ، په عمر او ژوند کې برکت ، په نسل او زوزات او په فکر او مکتب کې برکت، ځکه چې د برکت معنا ده پاتیدونکی او دوامداره خیر. په دې کې یو پاتیدونکی خیر دا و چې د بني اسراییلو پیغمبران د حضرت اسحاق له نسله وو. البته د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) د حضرت اسماعیل له نسله و.
د دغو ایتونو په پای کې فرمایي: البته د اسحاق له نسله ټول بچیان نیک نه وو، بلکې ځینې یې ګناهکار او ظالمان وو. دا د انسان د ارادې او اختیار نتیجه ده چې له پاک وراثت سره سره یو انسان غلطه لاره انتخابولی او په ګمراه او غلطې لارې تللی شي.
درسونه :
۱: د پیغمبرانو په کورنیو کې هم ممکنه ده نا اهله بچیان پیدا شي، له پیغمبرانو یا پاکو او نیکو کسانو سره د کورنیو اړیکو او نسلي نسبت لرل، حتما په دې معنا نه دي چې ګني دغه شان کسان هدایت موندونکي او نیک دي. کیدی شي پلار د خدای د در ولي او نیک وي خو بچی یې د حق له لارې بې لارې وي.
۲: د خپلو بچیانو او نسل په باره کې د حضرت ابراهیم دعا د اسماعیل او اسحق او د هغوي د راتلونکو نسلونو په حق کې د خدای د ډیرو مهربانیو او برکتونو د لاسته راوړلو سبب شوه. مونږ هم باید همیشه د خپلو بچیانو او راتلونکو نسلونو د نیکوالي او صالحوالي لپاره دعا وکړو.
پای