سوره صافات ۱۴۹-۱۶۰
p-819-As-Sāffāt-ayaat-149-160 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (819)
تفسیر ساده و روان آیات 149 تا 160 سوره صافات
په سر کې تلاوت آیات 149 تا 152 سوره صافات
«فَاسْتَفْتِهِمْ أَلِرَبِّکَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُونَ»، «أَمْ خَلَقْنَا الْمَلَائِکَةَ إِنَاثًا وَهُمْ شَاهِدُونَ»، «أَلَا إِنَّهُم مِّنْ إِفْکِهِمْ لَیَقُولُونَ»، «وَلَدَ اللَّـهُ وَإِنَّهُمْ لَکَاذِبُونَ»
( ای پیغمبره) له هغوی ( مشرکانو) پوښتنه وکړه: آیا لوڼه ستا د پالونکي او زامن د دوي لپاره دي؟
یا مو پرښتې ښځینه پیدا کړې دي او دوي یې کتونکي وو؟
خبر اوسئ چې دوي د تومت او تور له مخې وایي.
چې خدای بچی پیدا کړی ( د خدای اولاد شوی) او بې شکه چې دوي دروغجن دي.
صافات سورې تر دې ځایه د الهي پيغمبرانو او د هغوي د قامونو کیسه کوله. دا ایتونه د مکې د مشرکانو غلطو عقیدو ته اشاره کوي او فرمایي: هغوی خدای هم د داسې انسانانو په شان ګاڼه چې بچي یې وي او پرښتې د خدای لوڼه دي او په دې ډول یې خدای له انسان سره پرتله کاوه.
دا ایتونه د هغوي د دغه غلطې عقیدې او خیالونو په ردولو سره فرمایي: تاسو مشرکانو له لوڼو کرکه لرله او هغه مو سپیره ګڼلې او که وس مو رسیدی لوڼه مو ژوندئ ښخولې. نو اوس څنګه خبره ده چې کله غواړئ ووایئ چې خدای بچی لري نو وایئ چې د خدای لوڼه دي او زمونږ زامن؟
څرګنده ده چې د خدای په نزد لوڼه او زامن برابر دي او هیڅ یو یې په بل ذاتي لوړاوی نه لري خو قران له مشرکانو سره د مجادلې په مقام کې د هغوی په خپل منطق سره خبره کوي.
ایتونه په دوام کې فرمایي: آیا ستاسو دغه ادعا کوم دلیل هم لري؟ آیا تاسو د پرښتو د پیدا کولو په وخت موجود وئ او په خپله مو لیدلې چې پرښتې مونثې او یا لوڼه دي؟ ولې د خپلو ګمانونو او خیالونو په اساس خدای ته دغه شان ناروا نسبتونه ورکوئ؟ اصولا آیا خدای بچی لري چې د هغه د نروالي یا ښځینه والي په هکله بحث او جدل کوئ؟
له دغو ایتونو زده کوو چې:
پیغمبرانو هڅه کوله له مشرکانو او منکرانو د پوښتنو په کولو سره هغوی فکر ته وبلي یا یې خبر دار کړي چې د خپلو عقیدو په غلطوالي پوه شي.
۲: د ځينو دینونو لکه مسیحیت په پیروانو کې د رایجو نقاشیو او انځور ګریو په اپوټه چې پرښتې یې په ښځینه اندامونو سره جوړې کړې او مونثې یې ګڼي، د قرآن د ایتونو له مخې دا یو غلط او مشرکانه خیال دی او د قران له روح سره سمون نه خوري.
تلاوت آیات 153 تا 157 از سوره صافات
«أَصْطَفَى الْبَنَاتِ عَلَى الْبَنِینَ»، «مَا لَکُمْ کَیْفَ تَحْکُمُونَ»، «أَفَلَا تَذَکَّرُونَ»، «أَمْ لَکُمْ سُلْطَانٌ مُّبِینٌ»، «فَأْتُوا بِکِتَابِکُمْ إِن کُنتُمْ صَادِقِینَ»
آیا خدای لوڼو ته پر زامنو ترجیح ورکړې ده؟
دا په تاسو څه شوې دي؟ څنګه حکم کوئ؟
نو ایا یادونه او تذکر درته نه کیږي؟
یا تاسو ( په خپله ادعا) څرګند دلیل لرئ؟
نو که رښتیا وایئ کتاب او لیکنه مو راوړئ.
د تیرو ایتونو په دوام کې دا ایتونه فرمایي: تاسو څنګه پرښتې د خدای لوڼه ګڼئ او په خدای پورې یې تړئ؟ آیا ګمان کوئ چې خدای لوڼه تر زامنو لوړې او ښځې ګرځولې دي نو ځکه یې د ځان لپاره زامن نه دي غوره کړې؟ آیا هغه وخت نه دی رسیدلی چې له دغه چټیاتو او فضول خبرو لاس واخلئ او د خدای خبره رایاده کړئ؟ په دې خبره کې لږ شان فکر د هغې غلطوالی او باطلوالی څرګندوي او زیات فکر ته ضرورت نیشته .
قران مجید وروسته له دې چې د پرښتو په هکله د مشر کانو غلطې عقیدې له عقلې لارې ردوي، فرمایي: که له تیرو کتابونو هم د دې ادعا لپاره کوم دلیل لرئ نو راوړاندې یې کړئ.ت په کوم اسمان کتاب او لیکنه کې د خدای یا پیغمبرانو له لورې راغلې دي چې ګني خدای بچیان لري او پرښتې د خدای لوڼه دي.
عزیزانو په دغو ایتونو کې له غور وروسته دا درسونه زده کولی شو:
۱: هغه کسان چې له نظره یې لوڼه بدې او زامن ښه دي، او بیا د خدای لپاره د لوڼو او د ځان لپاره د زامنو قایل کیږي په باطلو او منحرفو عقیدو اخته شوې دي.
۲: د خدای په باره کې د انسان عقیدې او نظریات باید په عقلي یا نقلي دلایلو ولاړ وي او د ظن او ګمان او باطلو خیالاتو په بنیاد په خدای پورې څه نه شو تړلی.
تلاوت آیات 158 تا 160 از سوره صافات
«وَجَعَلُوا بَیْنَهُ وَبَیْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ إِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ»، «سُبْحَانَ اللَّـهِ عَمَّا یَصِفُونَ»، «إِلَّا عِبَادَ اللَّـهِ الْمُخْلَصِینَ»
(مشرکانو) د خدای او پیریانو په مینځ کې یو نسبت او خپلوي جوړه کړه، په داسې حال کې چې پیریان (جنیان) ښه پوهیږي چې ( په قیامت کې به) راحاضریږي.
خدای سپيڅلی دی له هغه څه چې ( دوی یې) ستایي.
مګر د خدای خالص شوې بندګان.
د هغو ایتونو په دوام کې چې د مشرکانو غلطې عقیدې او باورنه یې بیانول، دا ایتونه فرمایي: هغوی د خدای او د جن یا پیریانو په مینځ کې هم د خپلوۍ قایل وو. ځینو مشرکانو جن د خدای میرمنه ګڼله او ځینو یې جنیان او پیریان په یو ډول د خدای شریکان ګڼل او ان د هغو عبادت به یې کاوه.
خو قرآن دغه خرافاتي عقیده په کلکه ردوي او فرمایي: پیریان څنګه د خدای په نزد دغه شان مقام لرلی شي، په داسې حال کې چې په قیامت کې د جنیان د خپلو عملونو د حساب کتاب او سزا جزا لپاره راحاضریږي او باید د خپلو کارونو ځواب ووایي:
د دغو ایتونو په پای کې چې د خدای په بابا د مشرکانو غلط باورونه نفي کوي قران فرمایي: خدای تعالی له دغو ټولو توصیفاتو او ستاینو سپيڅلی او پاک دی او بې له پیغمبرانو او الهي ولیانو چې له هر ډول شرک او پلیتۍ پاک دي هیڅوک خدای په سمه توګه نه شي ستایلی او نه یې شي بیانولی.
عزیزانو په پای کې له دغو ایتونو ځینو درسونو ته ستاسو پام غواړو:
۱: انسان که د عقل او منطق له چوکاټه بهر شي، کیدی شي په خدای او دیني چارو پورې غلط څیزونه او ناروا خبرې وتړي او دومره بې لارې شي چې خدای د خدای لپاره د يوې پیرۍ او جن میرمنې قایل شي.
۲: جن یا پيری واقعي مخلوق دی چې د انسان په شان عاقل او مکلف دی. هغوی به هم په قیامت کې د انسانانو په شان راحاضریږي او د خپلو عملونو حساب به ورکوي.
۳: ټول انسانان بې دخدای له پاکو ، خالصو او غوره انسانانو هیڅوک خدای تعالی په صحیح توګه نه شي توصیفولی.
پای.