په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهم بدلونونه
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د ځینو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسوپه خدمت کې یوو،په دغه نننۍ برخې کې په پیل کې په تیرې اونۍ کې د دواړو هیوادونو ځینو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم د ځينو مهمو پيښو تحلیلي برخې آوریدو ته رابولووو، نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
*/*/*/*/*/*/ له طالبانو ډلې سره د خبرواترو له پیلیدا سره ددغې ډلې د پاتې بندیانو د خوشي کولولپاره د افغانستان د حکومت پروګرام */*/*// د طالبانو په وسیله د دوحې د موافقې دخلاف ورزۍ په باب داشرف غني دریځ */*/*/*/ پاکستان ته د طالبانو ډلې د مشرانو سفر */*/*/*/ د طالبانو په ضد دنړیوالو پریکړه لیکنونو داجرا لپاره له پاکستانه د افغانستان د حکومت غوښته */*/*/*/ دپاکستان له لومړي وزیر سره د عبدا.. عبدا... ټيلیفوني تماس */*///*//*/ او په پاکستان کې د ترهه ګرو د مشرانو په ضد دبندیزونو سختیدا، په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځيني مهم بدلونونه وو ، او اوس مو هم رابولو دځينو مهمو پيښو په باب د تحلیلی برخې آوریدو ته */*/*/*//*///
د افغانستان د ملی امنیت د شورا ویندوي دپاکستان پشمول د سیمې په ځينو هیوادونو له طالبانو ډ لې څخه دملاتړ په دلیل نیوکې کړي دي . د افغانستان دملی امنیت دشورا ویندوي کبیر حقمل وئيلي دي ،دپاکستان پشمول د سیمې ځيني هیوادونه ، طالبانوډلې ته د سیاسی اوډيپلوماټیک اعتبار په ورکولو سره، ددغې ډلې د دریځونو ملاتړ کوي .
له دې مخکې هم د افغانستان خارجه وزارت پاکستان او ازبکستان ته د سفر لپاره طالب مشرانو ته ددغو هیوادونو په بلنې نیوکې کړې وې او دا ئې د افغانستسان دملی حاکمیّت خلاف ورزي بللې وه . دهغه څه په دلیل د سیمې په ځينو هیوادونو د افغانستان د حکومت نیوکه،چې طالبانو ډلې ته د ډپيلوماټيک اعتبار ورکول بلل شوي دي،په افغانستان کې د سولې دخبرواترو بهیر ته ددغو هیوادونو د واریدیدو له امله ده .
د طالبانو ډلې لپاره د سیاسی افغانستان د ملی امنیت دشورا ویندوي نیوکه کونکی دریځ له دې وروسته راپورته شوی ، چې د دغې ډلې دسی اسی دفتر مشر، په تیرې اونۍ کې د پاکستان دخارجه وزارت په بلنه اسلام اباد ته تللی او ددغه هیواد له ځينو لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کړي دي .
د افغانستان د ملی امنیت دشورا دویندوي په وسیله د سیمې په ځينو هیوادونو نیوکې هم په داسې حال کې دي،چې په ته تیر یوه کال کې تر دې دمه ددغه هیوادچارواکو د افغانستان دسولې له بهیر او د بین الافغاني خبرواترو له ترسرکیدا سره د نړیوالو او سیمه ایزو مرستو غوښتنه کړې ده .
باید پام ولرل شي ، چې له طالبانو ډلې سره د هیوادونو د خبرواترو له لارې د افغانستنان د سولې له بهیر سره د سیمه ایزو او نړیوالو مرستو یوه برخه ، په افغانستان کې د ملی پخلاینې له بهیر سره یو ځاي کولو ته د دغې ډلې هڅول دي .
د افغانستان دحکومت ددغه کړچار په چوکاټ کې دپاکستان پشمول د سیمې ځينو هیوادونو هم ددغه هیواد د سولې بهیر ته دنګلي دي او اسلام اباد ته د سفرن لپاره د طالبانو د سیاسی دفتر د مشر ملا برادر په وربللو سره په لټه کې شوي دي ،څو د افغانستان دملی پخلاینې له پروګرام سره مرسته وکړي .
په د اسې شرائطو کې چې د افغانستان حکومت په دغه هیواد کې دسلوې له بهیرسره د سیمه ایزو اونړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده،دا پوښتنه راپورته کیږي،چې ولې د افغانستان دملی امنیت شورا ویندوي په پاکستان او د سیمې پر ځینو نورو هیوادونو ددغه ډول مرستو د وړاندې کولو بهیر ته د واریدیدو په باب چې د کابل حکومت ئې طالبانو ډلې ته د ډپيلوماټيک اعتبار او رواوالي ورکلو ګڼي ، نیوکې کړي دي .؟
ددې پوښتنې په ځواب کې باید ویئل کیدلی شي،افغانستان ددغه هیواد د سولې له بهیر سره د بهرني سیاسي مرستو په ضرورت له ټينګار سره سره، البته دم ګړۍ د بین الافغاني خبرواترو ته دطالبانو ډلې د هڅولو لپاره له دغې ډ لې سره د نورو هیوادنو هرډول خبرې اترې ، ددغو خبرواترو په بڼه کې د طالبانو د کارړنګونې په دلیل ، د افغانستان حکومت دموقعیّت کمزوري کول ګڼي .
دې ته په پام سره چې د افغانستان حکومت له پنځه زره طالب بندیانو څخه د دوي څه دپاسه څلور زره شپږ سوه بندیان خوشي کړي دی ،خو د متقابل او مناسب اقدام په چوکاټ کې د طالبانو ډلې له بندونو د لازیاتو حکومتي بندیانو د نه خوشي کولو په دلیل ، د طالبانو د پاتې درې سوه شلو بندیانو خوشي کول درولي دي . او هیله مند دي ، څونور هیوادونه د کابل ددغه کړچار ملاتړ وکړي .
د افغانستان د حکومت له نظره ، په داسې حال کې چې باید نړیواله ټولنه بین الافغانی خبرواترو ته د واریدیدو لپاره پر طالبانو ډلې خپل دباؤنه زیات کړي ،ددغې ډلې چارواکو ته د ځينو هیوادونو بلنه ورکول ، ددغې ډلې په بندونو کې د لازیاتو حکومتي بندیانو د خوشي کولو د ضرورت په باب دک ابل له دریځه د سیمه ایزو اونړیوالو ملاتړونو دلازموالي په خلاف دي .
دغه کړچار ته په پام سره ده چې په پاکستان کې دملابرادر له شتون سره په یووخت د پاکستان له لومړي وزیر سره په ټيلیفوني تماس کې د افغانستان د ملی مصالحې د عالی شورا مشر عبدا... عبدا.... ،د افغانستان د سولې له بهیر سره د سیمه ایزو مرستو په ډګر کې دکابل ملاحظات بیان کړي دي .
دپاکستان خارجه وزارت په دغه هیواد کې دترهه ګرو ډلو د سرغنو په ضد د بندیزونو د سختولو خبر ورکړی دی .
د پاکستان خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره و ئیلی دي ، په دغو بندیزونو کې د طالبانو ډلې ، د حقاني ، القاعدې ، داعش ، جماعت الاحرار ، سپاه صحابه او جنګوي لښکر ، لښکر طیبه او جیش محمد په څير د ډلو پشمول د لسګونو ترهه ګرو ډلو سرغنې شاملیږي چې د دوي شتمنۍ ضبط او د دوي درست مالی ټرانزیکشنې هم پيژندل او تړل کیږي .
د پاکستان حکومت همداراز دغه هیواد ته د هغو ترهه ګرو واریدیدا چې بندیزونه پرې لګیدلي ، یا د دوي ټرانزیټ و د وسلو د اړتیاؤ تامینیدا ئې او د پوځي اړتیا د برابرولو لپاره له دوي سره ملګرتیا هم ممنوع اعلان شوې ده.
په پاکستان کې د ترهه ګرو دلو په ضد ددغه هیواد دبندیزونو سختول ، د تحریک انصاف واکمن ګوند د داخلي اوبهرنیو ملاحظاتو په چوکاټ کې ترسره شوي دي .
پاکستان چې په وروستیو کابو دوو لسیزو کې د ترهه ګرو ډ لو د مرګونو اوورانکارو اقداماتو له امله په بیلابیلو سیمو کې دترهه ګرۍ او نکاراریو له پراخې څپې سره مخامخ شوی ، په وروستیو کلونو کې ئې، له ترهه ګرۍ سره د لازیاتې مقابلې دسیاست په کارولو سربیره ددغو ورانکارو ډلو په ضد د هراړخیزو بندیزونو اعمالول هم په ایجنډا کې شامل کړي دي .
د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د ترهه ګرو فعالیتونو د دوام یو علت، له افراطي اوورانکارو ډلو څخه د مالی ملاتړونو د دوام له امله ګڼي چې په همدې دلیل ئې په تیرو دوو کلونو کې د دوي د بانکی حسابنو دتړلو سیاست په دقیق ډول تعقیب کړی دی ، چې دا د دغه هیواد ولس یوه مخکینۍ او اساسي غوښتنه هم ده .
په بهرني اړخ کې هم د ترهه ګرو دبندیزونو پشمول د دوي په ضد دپاکستان د حکومت دتدبیرونو سختول به د اسلام اباد د ترهه ګر ضد سیاستونو په وړاندې د دګاونډیو هیوادونو په تیره بیاد افغانستان اوهندوستان د اعتماد او باؤر د زیاتیدا لامل شي . په وروستیو کلونو کې له پاکستان سره د هند او افغانستان په اړیکو کې د تاؤتریخوالو تر ټولو مهم علت د ترهه ګرۍ له بلا سره د دغه هیواد د مقابلې په وړانډې د دوي شکونه،او حتی له دې هم ورآخوا په افغانستان او هندوستان کې د ورانکارو عملیاتو د ترسره کولو لپاره له افراطي ډلو څخه د اسلام اباد د ملاتړ تورونه دي .
په پاکستان کې د افراطي ډلو په ضد د دغه هیواد دحکومت په وروستیو بندیزونو د طالبانو ډلې غبرګون هم ښئ چې ددغو ډلو په ضد د محدودیّتونو اعمالیدا ډیرې اغیزې شیندلي دي .
په قطر کې د طالبانو ډلې دسیاسی دفلتر ویندوي سهیل شاهین خبرداری ورکړی ، چې ددغې ډ لې په ضد دبندیزونو داجرا په باب دپاکستان اقدام به ، دافغانستان د سولې دبهیر خنډ شي . البته باید پام ولرل شی ، چې په پاکستان کې د ترهه ګرو ډلو په ضد دبندیزونو په سختولو کې ددغه هیواد د حکومت وروستۍ فیصله ، له ترهه ګرسره په مبارزې کې د اسلام اباد د اقداماتو په تائيدولو کې د مالی اقدام دځانګړي ډلې (ایف اې ټي ایف)د نظر د جلبولو په موخې سره د ارزونې وړ هم دي . په تیره بیا دا چې ټاکل شوې ده ددغې ډلې (ایف اې ټي ایف) یو پلاوي ډير زر دپاکستان له چارواکو سره لیده کاته وکړي .
د افغانستان د طالبانو ډلې یو لړ پوړی پلاوی تیره اونۍ پاکستان ته په سفر تللی . په قطر کې د طالبانو ډلې د سیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین وئيلي دي ، ددغې ډلې دسیاسی دفتر مد مشر ملاعبدالغني برارد په شمرۍ د طالبانو یو پلاوی،د افغانستان د سولې د بهیر د ارزونې په خاطر دپاکستان اسلام اباد ته تللی دی .
پاکستان چې په افغانستان کې بدلونونه ، پر خپل امنیتي او ټولنیز چاپيریال اغیزشیندونکي ګڼي ، هڅه کوي څو ددغه هیواد د سولې په پیل شوي بهیر کې د کابل او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې د احتمالی موافقې په چوکاټ کې خپلې ملی ګټي هم تامین کړائ شي . په همدې ا ساس ده چې په افغانستان کې د سولې د ټينګیدا لپاره د ه لوځلو د بهیر په جدي کیدا سره ، د طالبانو ډلې یو پلاوی ، د پاکستان د خارجه وزارت په رسمي بلنې سره دغه هیواد ته په سفر تللی ، او په دغه هیواد کې ئې د سولې د بهیر په باب له لوړپوړو حکومتي او پوځي چارواکو سره لیده کاته کړي دي .
البته باید پام ولرل شي ، چې په اوسنیو شرائطو کې او د طالبانو ډ لې پشمول د افراطي او ترهه ګرو ډلو په ضد چې ددغه هیواد په اعلان شوي لیسټ کې ئې نامې اعلان شوي دي،د پاکستان د حکومت دبندیزونو له سختیدا وروسته ددغې ډلې چارواکي،په پاکستان کې د طالب ځواکونو پر راتلونکي ددغې فیصلې د اړخونو او اغیزو په باب اندیښمن دي .
سره له دې چې د طالبانو ډلې دسیاسي د فتر ویندوي ددغې ډلې په ضد د بندیزونو دسختولو په باب د پاکستان د حکومت اقدام،د افغانستان د سولې په بهیر کې یو خنډ بللی دی،خو واقعیّت دا دی چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې د احتمالی موافقې له لاسلیک کیدا ورسوته په پاکستان کې ددغې ډلې د وګړو پر وضعیّت ددغې فیصلې د اړخونو او اغیزو په باب اندیښنمن دي .ځکه دوي پوهیږي،چې په پاکستان کې د دغې ډلې په ضد دبندیزونو په سختیدا او دوام سره د دوي وګړي د ترهه ګرو په توګه پیژندل کیږي او د دوي لپاره به شرائط لازیات سخت او ترینګلي شي او په همدې دلیل د طالبانو ډلې پاکستان ته لاړ څو له پاکستانیو چارواکو وغواړي ،له افغان حکومت سره د سولې د موافقې له لاسلیک کیدا سره په یووخت دې ، دبندیزونو له لیسټه دطالبانو دلې نامه وباسي .
(سیماب)
*******************************************************************************************************************************************************************************