سوره ص ۱-۴
p-822-Sad-ayaat-1-4 د صاد سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (822) -
ص ۱-۴
ګلونو اوریدونکو سلامونه، د قرآن د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو په محمد او آل محمد په درود او سلام سره د خدای په فضل په تیره برخه کې مو صافات سوره پای ته ورسوله په دې برخه کې د قرآن یوه بله سوره یعنې صاد درته پیلوو دغه سوره د قرآن مجید اته دیرشمه سوره ده او اته اتیا آیتونه لري. ستاسو د ملګرتیا په هیله په سر کې مو پام را اړوو د دغه سورې لومړي او دوهم ایت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:
«ص وَالْقُرْآنِ ذِی الذِّکْرِ»، «بَلِ الَّذِینَ کَفَرُوا فِی عِزَّةٍ وَشِقَاقٍ»
صاد، قسم په قرآن چې په ذکر (حقایقو او معارفو) مشتمل دی.
هو، هغه کسان چې کفر یې وکړ په سختې سرکشۍ او دښمنۍ کې دي.
دا سوره هم د قرآن مجید د اته ویشتو نورو سورو په شان په مقطعه حروفو سره پیل شوې ده. مخکې مو د بقرې سورې په توضیح کې وویل چې معمولا له دغه حروفو وروسته د قرآن مجید د سترتوب او عظمت خبره شوې ده. ځکه چې قرآن له همدغه الفبا حروفو چې د ټولو انسانانو په اختیار او واک کې دي جوړه شوې خو بیا هم یوه داسې معجزه ده چې هیڅ بشر یې مثال او ساری نه شي راوړلی.
دغه سوره د صاد له حرفه وروسته د قرآن په ستاینه کې فرمایي: دا کتاب ټول ذکر او یادونه ده.
د یادولو ده چې ډیر انسان ډیر حقایق په خپل پاک او خدای ورکړې فطرت سره پیژني، خو غفلت او هوا او هوس او دننیز یا بهرني عوامل او غرایز او احساسات سبب کیږي چې انسان دغه حقایق هیر کړي. خو د قرآن مجید تلاوت او د قرآن محتوا ته توجه او پام سبب کیږي چې انسان له غفلته راویښ شي او یادونه ورته وشي. همداشان ممکنه ده هغه حقایق چې انسان د دیني زده کړو او تعلیماتو له مخې زده کړې، لکه د قیامت راتګ او داسې نور، له انسانه هیر او هغه ترې غافله شي. نو ځکه د قرآن مجید ډیر ایتونه په مختلفو ځایونو کې او په بیلا بیلو مناسبتونو سره هغه څه چې له مرګه وروسته به په انسان تیریږي رایادوي او هغه ته یې یادونه کوي.
درسونه :
۱: په قرآن د خدای قسم د دغه کتاب د سترتوب او د هغه د راوړونکي د حقانیت نښه ده.
۲: قرآن مجید د انسان اوده ضمیر بیداروي او هغو کسانو ته چې حقایق یې هیر کړې دي یادونه کوي.
۳: قرآن د خلکو د تذکر او یادونې لپاره راغلی دی، خو ځینې انسانان د تکبر او غرور له مخې او له حق سره د دښمنۍ په وجه د حق منلو ته تیار نه دي.
تلاوت آیات 3 و 4 سوره صاد
«کَمْ أَهْلَکْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍ فَنَادَوا وَّلَاتَ حِینَ مَنَاصٍ»، «وَعَجِبُوا أَن جَاءَهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ الْکَافِرُونَ هَـذَا سَاحِرٌ کَذَّابٌ»
له دوي مخکې څومره ډیر قامونه وو چې تباه مو کړل، نو (د مرستې) فریادونه یې وکړل، خو نور د تیښتې وخت نه و.
او له دې چې په خپله له هغوي ورته یو ویروونکی (خبرداروونکی) راغلی، حیرانه شول، او کافرانو وویل: دا یو دروغجن جادوګر دی.
د قرآن د ایتونو لومړي مخالفان د مکې مشرکان وو. دا ایتونه هغوی ته خبرداری ورکوي چې که د نورو قامونو انجام او پایلې ته پام وکړئ نو وبه وینئ چې هر چا کفر او شرک کړی و د خدای په غضب او قهر اخته شوې او د نجات او تیښتې هیڅ لاره یې نه ده موندلې.
ایتونه په دوام کې فرمایي: خو کله چې پیغمبر د قرآن ایتونه مشرکانو ته لوستل او هغوی ته یې خبرداری ورکاوه هغوی په ځای د دې چې د تیرو قامونو له برخلیکه عبرت اخستی وی او د قرآن په ایتونو کې یې غور کړی او د هدایت په لاره روان شوی وی، پیغمبر یې جادوګر او دروغجن باله.
په روایتونو کې راغلې دي چې د قریش مشران د پیغمبر اکرم (ص) تره حضرت ابو طالب ته ورغلل او وې ویل: ستا وراره زمونږ ځوانان بې لارې کړې او زمونږ خدایان یې تر پوښتنې لاندې راوستې دي. که هغه مال او شهرت غواړي نو مونږ یې ورکولو ته تیار یوو او هغه به د قریشو تر ټولو شتمن کس کړ خو په دې شرې چې له خپلو خبرو لاس واخلي.
کله چې ابوطالب د مشرکانو پیغام پیغمبر ته ورساوه، هغه حضرت وفرمایل: که هغوی زمونږ په ښي لاس کې لمر او په کیڼ لاس کې سپوږمۍ کیږدي چې زه له خپلو دغه خبرو لاس واخلم هیڅکله به داسې ونه کړم. زه به یا ټولنې ته خپله خبره رسوم یا به په دې لاره کې وژل کیږم. کله چې ابو طالب، په خپله لاره کې د رسول الله مبارک ټینګتیا او استقامت ولیده، عرض یې وکړ، په خپله لاره کې پاتې شه او زه به هم هیڅکله ستا له مرستې لاس وا نه خلم.
درسونه:
۱: کفر او شرک که د دښمنۍ او ضد له مخې وي په دنیا کې هم د انسان د هلاکت او تباهۍ سبب کیږي.
۲: د خدای د طاقت او ارادې په وړاندې هیڅ پناه ځای نیشته. توبه او ستنیدل د قهر له نازلیدلو مخکې پکار راځي خو چې کله قهر نازل شي بیا توبه هیڅ فایده نه کوي.
۳: پیغمبران باید د خلکو له خپله جنسه او انسانان وي چې هغوی اړتیاوو او ځانګړتیاوو ته په پام سره چې د انسانانو په مینځ کې مشترک دي، د هغوی لپاره ښه بیلګه او مناسب سرلاری جوړ شي.
۴: سپکاوی او تورنول د ایمان د خاوندانو د مقابلې لپاره د کفارو تر ټولو دوده او مشهوره روده ده. کله چې هغوی پیغمبران دروغجن او جادوګر ګڼي، د پیغمبر پیروان هم باید له هر ډول تور او تومت سره د مخامخیدو لپاره تیار ووسي.
پای.
کلید واژه: بسوی نور، قرآن، صاد، پیامبر، ابوطالب، مشرکان