سوره ص ۲۰-۲۵
p-825-Sad-ayaat-20-25 د صاد سورې ژباړه او تفسیر
راهی به سوی نور (825) -
آیات 20-25
ابتدا تلاوت آیه 20 از سوره صاد
«وَشَدَدْنَا مُلْکَهُ وَآتَیْنَاهُ الْحِکْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ»
او د هغه پاچاهي مو پیاوړې کړه او ورته مو حکمت او د(عادلانه او) غوڅې خبرې طاقت ورکړ.
په تیره برخه کې مو د حضرت داوود علیه السلام په هکله خبرې وکړې. هغه پیغمبر چې له خپل رب سره به یې ډیر زیات مناجات او لمنځ کاوه او په دغه تسبیح کې به غرونه او د اسمان مارغان له هغه سره هم غږه کیدل.
دا ایت فرمایي: خدای تعالی حضرت داوود ته پر حکمت سربیره چې ټولو پیغمبرانو ته یې ورکړی، د حکومت او قضاوت منصب هم ورکړی و. په بله ژبه، حضرت داوود له هغو پيغمبرانو و چې نبوت او حکومت یې په یو ځای لرلو. دا په خپله ښیي چې دین او سیاست یو ځای کیدی شي او پيغمبرانو یوازې د الهي پيغام د رسولو مامور نه وو بلکې په هر ځای کې چې امکان و په خپله یې په ټولنه کې د الهي احکامو اجرا په غاړه اخستله، هغوی یوازې په جومات او معبد کې نه کښیناستل یا یې یوازې په پند او نصیحت اکتفا نه کوله بلکې د ضرورت په وخت به یې حکومت هم کاوه او د واکمن رول به یې هم لوباوه، او یا به یې د قاضي په مقام کې حکم ورکاوه.
درسونه:
۱: حکومت باید د حکمت او عدالت په اساس وي چې د خلکو او خدای دواړو د حقوقو ساتنه وشي.
۲: حکومت او قدرت یا طاقت هاله مشروعیت لري چې د صالحو او الهي کسانو په لاس کې وي.
تلاوت آیات 21 تا 25 از سوره صاد
«وَهَلْ أَتَاکَ نَبَأُ الْخَصْمِ إِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ»، «إِذْ دَخَلُوا عَلَى دَاوُودَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوا لَا تَخَفْ خَصْمَانِ بَغَى بَعْضُنَا عَلَى بَعْضٍ فَاحْکُم بَیْنَنَا بِالْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَاهْدِنَا إِلَى سَوَاءِ الصِّرَاطِ»،
«إِنَّ هَـذَا أَخِی لَهُ تِسْعٌ وَتِسْعُونَ نَعْجَةً وَلِیَ نَعْجَةٌ وَاحِدَةٌ فَقَالَ أَکْفِلْنِیهَا وَعَزَّنِی فِی الْخِطَابِ»،
«قَالَ لَقَدْ ظَلَمَکَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِکَ إِلَى نِعَاجِهِ وَإِنَّ کَثِیرًا مِّنَ الْخُلَطَاءِ لَیَبْغِی بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ إِلَّا الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَقَلِیلٌ مَّا هُمْ وَظَنَّ دَاوُودُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَخَرَّ رَاکِعًا وَأَنَابَ»، «فَغَفَرْنَا لَهُ ذَلِکَ وَإِنَّ لَهُ عِندَنَا لَزُلْفَى وَحُسْنَ مَآبٍ»
آیا تا ته د هغو جګړه کوونکو (انصاف غواړو) چې د ( داوود) د عبادت خانې په دیوال وروختل، خبر رسیدلی دی؟
هغه وخت چې (ناڅاپه) داوود ته ورغلل او هغه د هغوی (په لیدلو) وویریده. هغوی وویل: مه ویریږه! (مونږ) دوه له یو بل سره لانجمن (او شکایت کوونکي) یوو چې یو مو پر بل ظلم کړی دی. نو په مونږ کې په حقه فیصله وکړه او ظلم مه کوه او مونږ ته نیغه لاره وښیه.
دا زما ورور دی چې نه نوي ګډې لري او زه یوازې یوه ګډه لرم او وایي چې دا یوه هم ماته راکړه او په خبرو کې یې زه پړ کړی یم.
(داوود) وویل: بي شکه هغه له خپلو ګډو سره ستا د ګډې د یو ځای کولو په غوښتنې سره پر تا ظلم کړی او البته ډیر شریکان پر یوه بل ظلم کوي، مګر هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړې دي او هغوي کم دي. داوود پوه شو چې مونږ هغه (په دې کیسې سره) ازمایلی دی. نو له خپل ربه یې بخښنه وغوښته او په رکوع شو او توبه یې وکړه.
نو مونږ هغه (عجولانه قضاوت) هغه ته وبخښه او بې شکه هغه زمونږ په نزد تقرب او ښه انجام لري.
د تیر ایت مطابق خدای تعای حضرت داوود ته د قضاوت مقام ورکړ. دا ایتونه یوې کیسې ته اشاره کوي چې دوه کسان چې په خپلو کې یې اختلاف درلود حضرت داوود ته ورغلل او له هغه حضرته یې وغوښتل چې د هغوي په مینځ کې په انصاف سره فیصله وکړي.
البته د هغوی د راتللو طریقه عادي او عامه نه وه. هغوي پوهیدل چې د حضرت داوود ساتونکي اجازه نه ورکوي چې هغوی هر وخت وغواړي داوود ته ورشي. همدا خبره سبب شوه چې داوود وویریده او ګمان یې وکړ چې هغوي په بده او خطرناکه اراده راغلې او غواړي چې هغه ووژني نو کله چې د لمانځه او له خدای سره د راز او نیاز وخت و او حضرت داوود په عبادت لګیا و، د محراب له شاتني دیواله وروختل او ناڅاپه د حضرت داوود مخې ته څرګند شول. دا خبره سبب شوه چې داوود علیه السلام وویریږي او ګمان وکړي چې هغوي کوم بد نیت لري او غواړي چې وې وژني. خو هغوی وویل چې ویریږه مه ، مونږ دواړه په خپلو کې اختلاف لرو او د انصاف لپاره تاته راغلې یوو.
د هغوي ناڅاپي راتګ او دغه هیجاني صحنه سبب شوه چې حضرت داوود د شکایت کوونکي د خبرو له اوریدلو وروسته مخکې له دې چې د تورن کس ځواب واوري، په وارخطایۍ سره حکم وکړ او هغه یې په ظلم (تورن) کړ او وې ویل چې د هغه څه غوښتنه یې کړې چې حق یې نه و.
په زړه پورې دا ده چې تورن هم خبره ونه کړي او هیڅ اعتراض یې ونه کړ او دواړه له هغه لاړل.
د هغوی له تللو وروسته حضرت داوود متوجې شو چې د قضاوت د ادابو خیال یې صحیح نه دی ساتلی او د تورن د خبرو له اوریدلو مخکې یې د هغه په خلاف حکم ورکړی دی. نو خدای ته یې توبه وکړه او خدای تعالی دهغه توبه ومنله.
درسونه:
۱: د اختلاف اونزاع لوري باید له قاضي وغواړي چې د حق او عدل په اساس قضاوت وکړي، نه دا چې هر لوری په قاضي په فشار سره له قاضي وغواړي چې د هغه په ګټه حکم وکړي.
۲: په ټولنه کې د عدالت اجرا، نیغې لارې ته خلکو د هدایت او له افراط ، تفریط او کږلارۍ د هغوي د خوندیتوب عامله ده.
۳: انسان حریص دی او هر څه زیات غواړي او د دنیا په مال دولت او خوندونو هیڅکله نه مړیږي. له همدې امله شتمن کسان معمولا تر نورو کسانو زیات د مال او شتمنیو د غونډولو حرص لري.
۴: قضاوت ارام چاپیریال او شرایطو ته اړتیا لري. د هیجان او ویرې یا وارخطایۍ په حال کې باید قضاوت ونه شي ځکه چې په قضاوت او فیصله کولو کې د بیړۍ او وارخطایۍ سبب کیږي او ښایي د پښیمانۍ سبب شي.
۵: سالم او روغ اقتصاد د ایمان او صالح علم په سیوري کې لاسته راځي. نو که د ټولنې وګړي په خدای ایمان ونه لري کیدی شي د لا ډیرو ګټو د لاسته راوړلو لپاره د یو بل حقوق ضایع کړي.
دوستانو د قرآن پلوشې پروګرام مو اوریده د دغه پروګرام وخت همدلته ته پای ته رسیږي تر بل پروګرامه مو په لوی خدای سپارو.
کلید واژه: بسوی نور، صاد، داود، حکومت، حکمت، قضاوت