Sep 07, 2020 07:34 Asia/Kabul

p-826-Sad-ayaat-26-28 د صاد سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (826)  

  تفسیر ساده و روان آیات 26 تا 28 سوره صاد  

ابتدا  تلاوت آیه 26 از سوره صاد  

«یَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاکَ خَلِیفَةً فِی الْأَرْضِ فَاحْکُم بَیْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَیُضِلَّکَ عَن سَبِیلِ اللَّـهِ إِنَّ الَّذِینَ یَضِلُّونَ عَن سَبِیلِ اللَّـهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیدٌ بِمَا نَسُوا یَوْمَ الْحِسَابِ»

  ای داووده! مونږ ته  په ځمکه کې خپل ځای ناستی ( او استازی) وګرځولې، نو په خلکو کې  په حقه فیصله وکړه او د خپلو غوښتنو پیروي مه کوه ځکه چې د خدای له لارې دې بې لارې کوي. بې شکه هغو کسانو لره چې د خدای له لارې غړیږي، سخت عذاب دی، ځکه چې د  حساب ورځه یې هیره کړې ده.

په تیره برخه کې مو وویل چې   حضرت داوود علیه السلام ته یوه پیښه ورپیښه شوه  او هغه پوه شو  چې د دوو وروڼو تر مینځ په قضاوت کې یې له ضروري ځیرتیا کار نه دی اخستی او د حکم په ورکولو او فیصلې کې یې بیړه کړې ده. نو ځکه یې د خدای در ته مخه کړه او بخښنه یې وغوښتله.

 د خدای تعالی په وړاندې همدغه د خضوع او خشوع روحیه سبب شوه  چې خدای هغه وبخښي او ځای  او مقام یې د خدای په نزد محفوظ پاتې شي.

ایت فرمایي: ای داووده مونږ تاته د رسالت مقام درکړ، په حقیقت کې ته مو په ځمکه کې خپل ځای ناستی ټاکلی یې نو باید زمونږ د تعلیماتو په اساس عمل وکړي او ستا اعمال اوکړنې د الهي صفاتو هنداره وي. نو باید خیال وساتې  چې په خلکو کې په قضاوت او فیصله کې د حق او انصاف په اساس عمل وکړې او په نفساني خواهشاتو اخته نه شې کوم شی چې دې په خپله خوښي هغه ته پر حق ترجیح ورنه کړې ځکه چې دا کار سببکیږي چې د خدای له لارې چې هماغه د حق لاره ده بې لارې شې.

څرګنده ده چې  الهي پیغمبران معصوم دي او د خدای له لارې نه بې لارې کیږي؛ خو  له دغه ایته پوهیدلی شو چې د عصمت مقام  له پیغمبرانو اختیار او د عمل ازادي نه اخلي او هغوي  د نورو انسانانو په شان په  خطا او ګنماه اخته کیدلی شي. نو ځکه خدای تعالی  هغوی ته خبرداری ورکوي چې که د خپل نفس خیال ونه ساتي کیدی شي د خدای د لارې په ځای د خپل نفس پیروي وکړي او د خدای په سخت عذاب اخته شي.

 دا ایت  د تیرو ایتونو په دوام کې  د خلکو په مینځ کې د قضاوت خبره کوي ، پر دې اساس څوک چې په ځمکه کې حکومت کوي، باید  د ټولنې په ټولو چارو او ډګرونو کې په حق او عدالت سره حکم وکړي.  البته د دې لپاره چې ضروري ده چې دغه شان کس د خدای احکامو او اصولو ته مراجعه وکړي چې  حق او انصاف سم وپیژني او پر اساس یې عمل وکړي.  نه  دا چې څنګه یې زړه غواړي هغه شان عمل وکړي. ځکه چې په دې بڼه کې  د خلکو حقونه د واکمنانو او زورواکانو په غوښتنو قرباني کیږي.

درسونه:

 ۱: دین له سیاسته جدا نه دی او د پیغمبرانو یو حیثیت  په  خلکو حکومت کول او د ټولنې د چارو چلولو وو که څه هم د ډیرو لږو لپاره یې د حکومت د جوړولو مناسب شرایط برابر شول.

۲: د قضایي احکامو او قوانینو اساسي معیار او ملاک باید حق وي  نه د واکمنانو یا قاضیانو خپله خوښه.

۳:  که له هوا او هوسه کار واخستل شي  حق پریښودل کیږي  او څنګته کیږي ځکه چې  هوا پرستي او په خپله خوښه عمل کول له حقه  له بې لارې کیدو سره برابره ده. نو ځکه هوښیار او پوه انسانانهمیشه خپل نفساني خواهشات او غوښتنې کنټرولوي چې د ژوند په مختلفو چارو کې د حق په اساس عمل وکړي. 

   تلاوت آیات 27 تا 28 از سوره صاد  

 

«وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا بَاطِلًا  ذَلِکَ ظَنُّ الَّذِینَ کَفَرُوا  فَوَیْلٌ لِّلَّذِینَ کَفَرُوا مِنَ النَّارِ»، «أَمْ نَجْعَلُ الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ کَالْمُفْسِدِینَ فِی الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِینَ کَالْفُجَّارِ»  

او مونږ اسمان او ځمکه او هغه څه چې په مینځ کې یې دي، چټي نه دي پیدا کړې، دا د هغو کسانو ګمان دی چې کفر یې کړی دی نو افسوس دې وي پر کافرانو د (دوزخ) له اوره.

آیا هغه کسان  چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړې دي، په ځمکه کې د مفسدانو په شان ګرځوو؟، یا پرهیزګاران د بدکارانو په شان ګرځوو؟

  په تیر ایت کې خدای تعالی حضرت داوود ته وفرمایل:  په ځمکه کې په حقه حکومت او فیصله کوه، ځکه چې ته په ځمکه کې زمونږ ځای ناستی یې. ایتونه په  دوام کې فرمایي: مونږ چې نړۍ مو په حقه پیدا کړې او هیڅ باطل ورته لاره نه لري، نو په ځمکه کې هم باید  یوازې حق واکمن شي. البته کوم کسان چې حق نه مني او د خدای د وجود او تدبیر یې انکار کوي، ګمان کوي چې د هستۍ نظام  بې هدفه او بې پروګرامه پیدا کړی شوی دی او ورپاره معلوم او مشخص راتلونکی نیشته. خو کله چې د دوزخ په اور اخته شي پوهیږي چې د هغوی ګمان  له سره غلط و.

 ایتونه بیا فرمایي:  نه یوازې د خلقت نظام د حق په اساس دی بلکې د جزا  سزا او بدلې او انعام نظام هم د حق او عدالت په اساس دی  نو ځکه خدای تعالی نیکانو او بدانو ته یو شان نه ګوري او له هغوی سره په یوه طریقه  سلوک نه کوي.

طبیعي ده چې  کوم کسان خدای خپل خالق او واکمن ګڼي او د قیامت په ورځ ایمان لري  په ځمکه کې عمل او کړنې  له هغوی کسانو سره چې د خدای او د قیامت د ورځې منکر دي فرق ولري، لومړۍ ډله د ځان او د ټولنې د اصلاح هڅه کوي او دوهمه ډلته  د لا ډیر فساد کولو او فساد خپرولو کوشش کوي.  لومړي یعنې ایمانداره کسان  د هغوی اصولو او احکامو مطابق چې خدای د بشر لپاره ټاکلې حرکت کوي او دوهمه ډله  د مادي او شخصي ګټو په اساس/ د لومړي نظر نتیجه تقوا او پاکلمني ده او د دوهم نظر نتیجه  په ټولنه کې د فساد او تباهۍ خپریدا.

درسونه :

۱:  په دیني تفکر کې، خلقت او نړۍ هدفمنه او د حکمت له مخې ده. خو په غیر دیني لیدتوګه کې خلقت بې هدفه دی او له مخکې څخه هیڅ پروګرام  نه لري.

۲:  دې ته په پام سره چې د هستۍ نظام د حق په اساس دی،  په ټولنه واکمن بشري  قوانین او نظام هم باید د حق د تعلیماتو په  اساس وي چې د خلقت له نظام سره برابر اوغږمله وي.

۳:  حق تقاضا کوي چې په دنیا او اخرت کې عدالت او انصاف جاري شي.  په ټولنه کې ښو او بدو ته په یوه سترګه کتل د عدالت له اصولو سره سمون نه لري.

  ۴: د الهي اوامرو نافرماني،  په ځمکه کې د فساد د خپریدو سبب کیږي. پ

پای.

 

  کلید واژه: بسوی نور، صاد، داود، عدالت، حق، عدل