Sep 07, 2020 12:04 Asia/Kabul

p-827-Sad-ayaat-29-33 د صاد سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (827)  

  تفسیر ساده و روان آیات 29 تا 33 سوره صاد  

  تلاوت آیه 29 از سوره صاد  

«کِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَیْکَ مُبَارَکٌ لِّیَدَّبَّرُوا آیَاتِهِ وَلِیَتَذَکَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ»

 (دا) مبارک کتاب دی چې تاته مو درلیږلی دی چې په ایتونو کې یې غور وکړي او د عقل خاوندان پند او نصیحت واخلي.

په تیره برخه کې مو وویل چې د خلقت نظام او د جزا او سزا ټول نظام د حق او عدالت په اساس ولاړ دی. نو ځکه خدای تعالی  نیکانو او بدانو ته په یوه سترګه نه ګوري. دا ایت په دوام کې فرمایي: قرآن هغه کتاب دی چې د خلقت د هدف او مقصد  د بیانولو لپاره نازل شوی او  د ټولو انسانانو د ودې او لوړاوي لامل دی. البته کوم کسان چې پکې فکر وکړي او په ایتونو د پوهیدلو لپاره یې له  عقل او پوهې کار واخلي، د خدای د اوامرو په ژورتیا او حقیقت  چې ټول له حکمتونو ډک دي پوهیږي او د نیکمرغه ژوند لاره مومي. ځکه چې  له خدای او ځانه غافل انسانان،په حقیقت کې مړه دي که څه هم په ظاهره ژوندي وي او جسم یې وده کوي او لوییږي.

درسونه:

۱: د قرآن د نازلیدلو هدف په الهي ایتونو کې فکر او تدبر کول دي، که  څه هم د ایتونو تش تلاوت د انسان په ژوند کې د برکت سبب کیږي.

۲: د هغو کسانو د تصور او خیال په اپوټه چې وحي  له عقل او پوهې سره ناغږمله ګڼي،  د خدای وحي له عقل او پوهې سره برابره ده او په قران کې داسې هیڅ شی نه پیدا کیږي چې د عقل خلاف وي. په حقیقت کې وحي د دې لپاره نازله شوې چې  د انسانانو عقل ودې او پوخوالي ته ورسوي، نه دا چې عقل چوټي کړي یا د عقل مخالف وي.

۳: د عقل  خاوندان د قرآن په ایتونو کې په تدبر سره د هغې په احکامو او رمزونو ځان پوهوي.

   تلاوت آیات 30 تا 33    سوره صاد  

 

«وَوَهَبْنَا لِدَاوُودَ سُلَیْمَانَ  نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ»، «إِذْ عُرِضَ عَلَیْهِ بِالْعَشِیِّ الصَّافِنَاتُ الْجِیَادُ»،

«فَقَالَ إِنِّی أَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَیْرِ عَن ذِکْرِ رَبِّی حَتَّى تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ»، «رُدُّوهَا عَلَیَّ  فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوقِ وَالْأَعْنَاقِ»

 او داوود ته مو سلیمان ډالۍ کړ. څومره ښه بنده! هغه (خدای ته) ډیر رجوع کوونکی ( او توبه ایستونکی) و.

(یاد کړه) هغه وخت چې  د ورځې په آخره کې (لمر پریواته ته نزدې) هغه ته ګړنده اسان وړاندې کړی شول (او هغه یې په لیدلو لګیا و)

نو وې ویل زه له دغه اسونو سره د خپل رب په خاطر مینه کوم.( هماغه شان یې لا په لیدلو لګیا و) چې (له سترګو یې) پناه شول.

( بیا یې امر وکړ:) هغه ماته ستانه کړئ نو د اسونو په  پنډیو او څټونو یې د لاسونو راکاږل پیل کړل.

 دا ایتونه په سر کې  حضرت داوود ته د سلیمان په نامه د یو زوي  خبر ورکوي داسې زوی چې په خپله دهغه په شان د  خدای ښه بنده و او همیشه به یې د خدای در ته رجوع کوله.

بیا د سلیمان طاقت او د هغه د حکومت عظمت او  له لښکر او  له ګړندیو اسانو د هغه  کتنې ته اشاره کوي او فرمایي:  کله چې د سلیمان په وړاندې  اسونه او پرې سپاره کسان  په پریډ سره تیریدل،  هغه په ځای د دې چې په کبر او غرور اخته شي او  په ځان کې د طاقت احساس وکړي،  ځان او خواوشا کسانو ته وویل: زه د خدای لپاره له دغه اسانو سره مینه کوم چې  د ټولنې د امنیت او له  دښمنانو سره د جهاد وسیله  وي.

 سلیمان هماغه شان د  اسونو  تماشه کوله چې  اسونه یې له مخه تیر او  پناه شول، هغه امر وکړ چې یو ځل بیا   اسونه راستانه کړئ او دا ځل په خپله د هغو هرکلي ته  ورغی، ورسره یې مینه وکړه او پر سرونو او څټونو یې لاس ورتیر کړ لکه څنګه چې معمولا د اس خاوند له اسه له کوزیدو وروسته کوي په حقیقت کې  دا له اس سره یو ډول د مینې څرګندول او د هغه  درنښت کول دي.

البته د افسوس خبره ده چې  د ځینو غلطو قولونو او روایتونو له مخې دا اسونه په بل ډول تفسیر شوې او د دې کیسې په هکله په حضرت سلیمان پورې غلطې خبرې تړل شوې دي.

 مثلا  په ځینو سرچینو کې راغلې دي چې حضرت سلیمان دومره د اسونو په لیدلو بوخت و چې لمر پریوته او د مازیګر لمونځ قضا شو، بیا یې له خدایه وغوښتل چې لمر راستون کړي چې  لمونځ وکاندي،  څنګه ممکنه ده چې د لښکر دیدن سبب شي چې  حضرت سلیمان علیه السلام  لمونځ هیر کړي تر دې چې لمر وغورځیږي؟

څرګنده ده چې  دغه  روایتونه غلط دي او دغه کارونه حتی له یو عام انسانه هم د منلو وړ نه دي نو د  خدای په صالح او نیک بنده  سلیمان پورې یې څنګه تړلی شو.  هغه  پیغمبر چې خدای تعالی په همدغو ایتونو کې په ډاګه هغه  ډیر ښه او زیات توبه کوونکی بنده بللی او ستاینه یې کړې ده. دغه  خبرې د ایتونو له  مینځ پانګې سره سمون نه خوري.

 درسونه:

۱: د انسان تر ټولو لوړ مقام، بندګي او د خدای در ته یې رجوع او جاروتل دي. نوځکه په قران کې د پیغمبرانو په هکله زیاتره وختونه د «عبد» ټکی کارول شوی دی.

۲:  د امنیت ساتونکو ته ځانګړی پام، د ټولنې د واکمنانو دنده ده. نو د پریډ په شان مراسمو ترسره کول او د پوځي سازو سامان  تماشه کول او دې ته ورته دستورې  یو غوره کار دی، ځکه چې د ټولنې مشران باید  د پوځ له  سازو سامان او تیارۍ او طاقته خبر شي او د دښمنانو په وړاندې خپل طاقت وښیي.

 ۳: طاقت او حکومت که د خدایي انسانانو او نیکو او صالحو بندګانو په لاس کې وي،  د تیري او سلطې سبب نه ګرځي، ځکه چې هغوی دغه طاقت یوازې د خدای لپاره او د خدای په لاره کې د استفادې لپاره غواړي.

خدای پاماني.

 

کلید واژه: بسوی نور، صاد، وحی، قرآن، عقل، سلیمان، اسان