سوره ص ۳۹-۴۳
p-829-Sad-ayaat-39-43 د صاد سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (829) تفسیر ساده و روان آیات 39 تا 43 سوره صاد
مقدمه
ابتدا به تلاوت آیات 39 و 40 از سوره صاد گوش فرامیدهیم:
«هَـذَا عَطَاؤُنَا فَامْنُنْ أَوْ أَمْسِکْ بِغَیْرِ حِسَابٍ»، «وَإِنَّ لَهُ عِندَنَا لَزُلْفَى وَحُسْنَ مَآبٍ»
( او سلیمان ته مو وویل) دا زمونږ عطا ده. نو هر چاته یې چې غواړې بې حسابه ورکړه او له هر چا یې چې غواړې تم کړه.
او بې شکه هغه زمونږ په نزد عزتمن مقام او ښه انجام لري.
په تېرو څو برخو کې مو د حضرت سلیمان علیه السلام په هکله خبرې وکړې . دا ایتونه د حضرت سلیمان د قصې په پای کې فرمایي: خدای تعالی حضرت سلیمان ته ډیر زیات مال او مقام ورکړی او له هغه غوښتې وو چې تر خپله وسه هغه د ټولنې په اړمنو کې وویشي او د هغوي د اړتیاوو د ختمولو هڅه وکړي. البته دې ته په پام سره چې سلیمان پيغمبر نو په انصاف سره یې چلند کاوه او د الهي ورکړو په ویشلو کې، یې هر چاته دهغه د اړتیا مطابق ورکول نه دا چې ټولو ته په مساوي توګه ورکړي ځکه چې که دا کار یې کړی وی دا به مساوات و خو عدالت به نه و.
ایتونه په دوام کې د حضرت سلیمان ښه انجام ته اشاره کوي او فرمایي: سره د دې دومره طاقت او شتمنیو چې حضرت سلیمان درلودې، هغه د خدای له بندګۍ ونه وته او هیڅکله یې په خپلو خلکو ظلم ونه کړ. نو ځکه یې د خدای په نزد لوړ مقام او درجه لرله او په ښه انجام سره له دنیا لاړ.
درسونه: :
۱: په الهي حکومت چې واکمن هر څه لري هغه د خدای له لورې یوه عطا ګڼي چې باید د خلکو په خدمت کې په کار واچول شي.
۲: له طاقت او شتو برخمنتیا د خدای له بندګۍ او عبادت او الهي قرب ته له نزدې کېدو سره منافات نه لري. په الهي حکومت کې مادي پرمختګ او ترقي او له طبیعي امکاناتو برخمنتیا، د روحي او معنوي کمالاتو له لاسته راوړولو سره ټکر نه لري.
تلاوت آیات 41 تا 43 از سوره صاد
«وَاذْکُرْ عَبْدَنَا أَیُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّی مَسَّنِیَ الشَّیْطَانُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ»، «ارْکُضْ بِرِجْلِکَ هَـذَا مُغْتَسَلٌ بَارِدٌ وَشَرَابٌ»، «وَوَهَبْنَا لَهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنَّا وَذِکْرَى لِأُولِی الْأَلْبَابِ»
او زمونږ بنده ایوب دریاد کړه، کله یې چې خپل پالونکي ته غږ کړ چې شیطان زه په کړاو او عذاب کې اچولی یم.
(هغه ته مو وویل) پښه دې په ځمکه ووهه ( چې د اوبو چینه جاري کړو) دا چینه د وینځلو او څښلو سړې اوبه دي.
او مونږ د خپل رحمت له مخې، د هغه کورنۍ (چې د اوږدې ناروغې له امله ترې جدا شوې وه) هغه ته وبخښله. او د هغې په شان مو ( نوره هم) ورزیاته کړه، چې د عقل د خاوندانو لپاره نصیحت وي.
د حضرت سلیمان له قصې وروسته چې په الهي پیغمبرانو کې د طاقت او مال بېلګه دی، د ایتونه د حضرت ایوب قصې ته اشاره کوي چې د سختیو او ستونزو په وړاندې د صبر او ټینګتیا بېلګه ده.
د دغو ایتونو له مخې، د اسلام پېغمبر مامور شو چې د حضرت ایوب ژوند خلکو ته بیان کړي چې هغوي ټولنیزو او وګړنیزو ستونزو او مشکلاتو په وړاندې صبر او ټینګتیا ته وبلي.
په تفسیري او د روایتونو په کتابونو کې راغلې چې خدای تعالی حضرت ایوب ته ډېر زیات نعمتونه ورکړې وو او هغه هم د خدای شکر ګزاره بنده و خو خدای تعالی هغه په سخت ازمېښت کې ګرفتاره کړ چې ثابته کړي چې ایوب په هر حال کې د خدای شکراېستونکی بنده دی که په هوساینه کې وي او که په سخته او کړاو کې. نو د هغه حضرت شتمني، فصل او پټي او ګډې بزې ورو ورو له مینځه لاړې او په خپله هم په سخته ناروغۍ اخته شو په دې ډول چې ان بچیان به یې په ناروغۍ د اخته کېدو له وېرې هغه ته نه نزدې کېدل او یوازې وفادارې مېرمنې به یې ساتنه او څارنه کوله.
په دغه شان حالاتو کې شېطان په خلکو کې مشهوره کړه چې ایوب د خدای د نافرمانۍ په وجه په دغو سختیو اوناروغۍ اخته شوی او که د خدای ښه بندای وای په داسې بلا به نه اخته کېده چې حتی بچیان یې هم پرېږدي. د حضرت ایوب په کور کې پېدا شویو حالاتو او د خلکو پېغورونو چې د شیطان د سوسو له امله وو، هغه ډې وځوراوه او ډېر یې په تنګسیا کې راوسته.
هغه چې په دغو سختو حالاتو او مصیبتونو کې یې خدای ته شکایت نه و کړی او همېشه یې د پاک رب شکر ایستلی و، یوه ورځ یې خدای ته غږ کړ او د خلکو له بدګمانۍ او پیغورونو یې چې د شیطان د وسوسو له امله پېدا شوې وو، شکایت وکړ خو نیغ په نیغه یې له خدایه څه ونه غوښتل.
خدای تعالی د خلکو له پیغورونو د حضرت ایوب د خلاصولو لپاره په معجزناک ډول هغه ته شفا ورکړه چې ټول پوه شي چې ایوی د خدای له مهربانۍ او لطف برخمن و او د هغه د در مغضوب او شړلی نه و. خدای ایوب ته امر وکړ چې په همدې ځای کې چې ناست یې پښه په ځمکه ووهه چې د خدای په قدرت یوه رڼه او خوږه چینه روانه شي
البته د حضرت ایوب لپاره د چینې د روانېدو قصه د حضرت اسماعیل د قصې په شان ده. کله چې د حضرت ابراهیم علیه السلام میرمن بي بي هاجره د زوي لپاره د اوبو له موندلو نهیلې شوه نو خدای تعالی د حضرت اسماعیل تر پښو لاندې چې په مکې کې د خدای د کور په خوا کې له تندې پښې ټکولې د خوږو اوبو چینه روانه کړه. د دغه چینې نوم زمزم دی او ترننه جاري ده.
په هر حال د حضرت ایوب له پښو لاندې د چینې له روانېدو وروسته خدای تعالی له هغه وغوښتل چې ځان پکې ووینځي او ترې اوبه هم وڅښي چې ناروغي یې ښه شي. په دغه الهي ازموینه کې د حضرت ایوب له کامیابۍ وروسته هغه په بشپړه توګه روغ شو. خدای تعالی یو ځل بیا خپل نعمتونه هغه ته ستانه کړل، بچیان یې هم کور ته ستانه شول او ژوند یې یو ځل بیا ځلا وموندله. پر دې سربېره خدای تعالی ورته نور بچیان هم ورکړل چې خپله مهرباني پرې بشپړه کړي.
څرګنده ده چې د حضرت ایوب له ټیټو هسکو ډک ژوند، د عقل د خاوندانو لپاره د درس او عبرت سبب دی چې ګني انسانان په خپلو شتمنیو مغروره نه شي ځکه چې کېدی شي په یوه شېبه کې هر څه له لاسه لاړ شي او همداراز مونږ ته رازده کوي چې په سختیو، ربړو او ناروغیو کې هیڅکله د خدای له مهربانۍ او رحمته نهیلي نه شو ځکه چې د سختیو او ستونزو ختمول د خدای لپاره اسان کار دی.
درسونه :
۱: د تېرو خلکو په تېره بیا الهي پېغمبرانو له تاریخه خبرېدل، درس آموزه او عبرت زده کوونکي دي ځکه چې د نورو له مشکلاتو خبرېدل په انسان کې د صبر او زغم د روحیې د پیاوړتیا سبب کیږي
۲: کړاوونه او مصیبتونه هم ممکنه ده د انسان د روحي او معنوي ودې لپاره وي او هم د شیطان د وسوسو لپاره یو مېدان وي، شېطان هڅه کوي د سختیو او ستونزو په وجه انسان له نیغې لارې وغړوي
۳: دعا د خدای د ولیانو سیرت او د هستۍ د پالونکي په وړاندې د عبودیت او بندګۍ یوه جلوه ده. نو د ستونزو او مشکلاتو د ختمیدو لپاره باید له خدایه دعا وکړو.
۴: د بچیانو زیاتوال او پراخه کورنۍ د خدای له نعمتونو ده.
خدای پاماني
کلید واژه: بسوی نور، صاد، سلیمان، ایوب، شیطان