Sep 07, 2020 07:34 Asia/Kabul

p-830-Sad-ayaat-44-48 د صاد سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (830) -  

در ادامه با تفسیر ساده و روان آیات 44 تا 48 سوره صاد در خدمت شما هستیم

تلاوت آیه 44 از سوره صاد گوش فرا می‌دهیم:

«وَخُذْ بِیَدِکَ ضِغْثًا فَاضْرِب بِّهِ وَلَا تَحْنَثْ إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا  نِّعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ»

(ایوب ته مو وویل) د بوټو د نازکو څانګو یوه ګېډۍ په لاس کې واخله او په هغه سره یې ووهه او قسم مه ماتوه. مونږ ایوب صابر ومونده. څومره ښه بنده! په رښتیا چې هغه ډېر توبه کوونکی و.

 په تېره برخه کې مو د حضرت ایوب په هکله وویل چې خدای تعالی هغه په سخته بدني ناروغۍ او له مالونو او اولادونو په محرومېدو سره وازمایه او هغه په دغو سختیو  کې همېشه صابر او شکر ګزار و. لکه څنګه چې په روایتونو کې راغلې دي: د حضرت ایوب مېرمن د ناروغۍ په ټول دوران کې هغه  یوازې پرې نه ښوده او همېشه یې په څنګ کې وه. خو یوه ورځ چې د خپل مېړه له خیال ساتلو ستړې شوې وه د شېطان په وسوسې اخته شوه او داسې خبره یې وکړه ګواکې خدای حضرت ایوب هېر کړی دی او  هغه باید له سختیو او ستونزو د خلاصېدو لپاره د خدای په ځای له بل چا مرسته وغواړي. حضرت ایوب په دغه خبره ډېر سخت غوسه  شو او قسم یې وخوړ چې کله  له ناروغۍ ښه شي نو مېرمن به وهي.  خو کله چې حضرت ایوب د خدای په مهربانۍ له دغه سختې ناروغۍ ښه شو اراده یې وکړه چې  د سختیو او ناروغۍ په دوران کې د ښځې د ملګرتیا او  خیال ساتلو په وجه  د هغې له سزا تېر شي او وې نه وهي.

دا ایت فرمایي: خدای تعالی حضرت ایوب ته وفرمایل چې قسم دې خوړلی نو اوس قسم مه ماتوه چې  په قسم خوړولو کې د خدای د نوم حرمت او عزت وساتل شي خو له دې امله چې مېرمنه دې د معافۍ قابله ده نو د غنمو یوه غنچه شان واخله  او مېرمنه دې پرې ورو شان ووهه  چې هم دې قسم وساتل شي او هم دې ښځه خوږ نه شي.

درسونه: 

لکه څنګه چې په قیامت کې خدای تعالی د انسان د ښو کارونو په وجه د هغه د بدو کارونو سزا کموي، په دنیا کې هم سپارښتنه کوي چې د نیکو انسانو د نېکو کارونو په وجه  د هغوي سزا سپکه کړي.

۲: د خدای نوم حرمت او عزت لري  نو ځکه که څوک د خدای په نوم قسم وخوري باید مات یې نه کړي.

۳: له پېغمبر سره د یو چا خپلوي د دې سبب نه شي کېدی چې د هغه په معامله کې په قانون عمل ونه شي.

   تلاوت آیات 45 تا 48 از سوره صاد  

«وَاذْکُرْ عِبَادَنَا إِبْرَاهِیمَ وَإِسْحَاقَ وَیَعْقُوبَ أُولِی الْأَیْدِی وَالْأَبْصَارِ»، «إِنَّا أَخْلَصْنَاهُم بِخَالِصَةٍ ذِکْرَى الدَّارِ»، «وَإِنَّهُمْ عِندَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَیْنَ الْأَخْیَارِ»، «وَاذْکُرْ إِسْمَاعِیلَ وَالْیَسَعَ وَذَا الْکِفْلِ وَکُلٌّ مِّنَ الْأَخْیَارِ»  

 او زمونږ بندګان ابراهیم او اسحاق او یعقوب رایاد کړه چې  قدرت او بصیرت یې درلود.

مونږ هغه په خاص خلوص سره چې د آخرت  یادوونکې وو خالص کړل.

په یقین سره هغوی زمونږ په نزد له غوریزو او نېکانو دي.

او اسماعیل او یسع او ذوالکفل یاد کړه چې ټول له نېکانو دي.

د تېروایتونوپه دوام کې چې د ځینو پيغمبرانو کیسه یې قیان کړه دا ایتونه  په لنډ ډول د خدای تعالی د شپږو پېغمبرانو په هکله فرمایي: هغوی د خدای پاک بندګان وو او خدای هم هغوی همېشه له ګناه او باطني ککړتیاوو پاک کړې او د خلوص لوړو درجو ته یې رسولې دي.

  په دغو ایتونو کې د پېغمبرانو په بیانو شویو ځانګړنو کې لومړۍ د خدای عبد والی او بنده والی دی. یعنې پېغمبران  د بندګۍ او عبودیت په وجه دغه مقام ته رسېدلې دي. هغوي نه یوازې د خدای په عبادت او بندګۍ  بلکې د ژوند په ټولو چارو کې د خدای امر ته پوره پوره تسلیم وو. د عامو انسانانو په اپوټه چې  معمولا په ژوند کې  په خپلو غوښتنو او ارمانونو پسې وي او که د خپلو غوښتنو په خلاف کوم کار وشي نو پرې خپه کېږي. په داسې حال کې چې  الهي کسان همیشه  د خدای غوښتنې ته پر خپلې غوښتنې ترجیح ورکوي او په شوق سره یې پوره کوي او ویاړ پرې هم کوي.

طبیعي ده چې دغه مقام ته رسېدل کوشش او باطني مجاهدت او زیار ته اړتیا لري او دغه شا کسان د الهي رسالت او پېغمبرۍ د لاسته راوړلو  وړتیا مومي او له نېکانو  او غوریزو کسانو ګرځېږي.

 پر بندګۍ سربېره ، خدای تعالی پېغمبران د علم او بصیرت خاوندان هم شمېرلې دي. د دندې په تشخیص او معلومولو کې پیاوړی درک او بصیرت او د خپلو موخو د پرمخبیولو لپاره له خپل توان او امکاناتو استفاده د دغه الهي کسانو نورې ځانګړتیاوې دي.

دا ایتونه د قیامت د ورځې په یاد او له هر ډول دنیاوي وابستګۍ د انسان په خالصېدو هم ټینګار کوي همداراز په ایتونو کې دوه ځله دې ټکي ته اشاره  شوې چې  پېغمبران له نیکو او ښو کسانو دي.

درسونه:

 ۱: د تېرو قومونو او پېغمبرانو د ژوند پېښو مطالعه او د الهي استازو درنښت  د انسانانو د روزنې  او ودې لپاره د قرآن یوه روده ده.

۲: د پېغمبرانو د ټولو کمالاتو  سرچینه عبودیت او بندګي ده. نو ځکه د خدای په در کې د خالص عبد او بنده ذکر تر نورو کمالاتو مخکې راغلی دی.  په بله ژبه پېغمبران د خدای د بندګۍ او عبودیت په وجه دغه لوړ مقام ته رسېدلې دي.

۳:  له دنیا غوښتنې ډډه کول او اخرت ته دایمي پام، له دنیاوي ککړتیاو د انسان د پاکۍ او خلوص زمینه برابروي او هغه ته بصیرت او رڼا وربخښي.

پای. 

 

      کلید واژه: بسوی نور، صاد، ایوب، پیامبران، عبودیت