Sep 07, 2020 12:04 Asia/Kabul

p-833-Sad-ayaat-67-74 د صاد سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (833) 

  تفسیر ساده و روان آیات 67 تا 74 سوره صاد 

   تلاوت آیات 67  تا 70  از سوره صاد 

«قُلْ هُوَ نَبَأٌ عَظِیمٌ»، «أَنتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُونَ»، «مَا کَانَ لِیَ مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَإِ الْأَعْلَى إِذْ یَخْتَصِمُونَ»، «إِن یُوحَى إِلَیَّ إِلَّا أَنَّمَا أَنَا نَذِیرٌ مُّبِینٌ»

 (ای پېغمبره) ووایه: دا لوی خبر دی.

چې تاسو ترې مخ اړولی دی.

ماته له عالم بالا څخه هیڅ پوهه (او علم) نه ؤ هغه وخت چې (د آدم د خلقت په باره کې یې) مجادله کوله.

 په ما هیڅ وحي نه کېږي مګر له دې امله چې زه ښکاره خبرداری ورکوونکی یم.

 په هغو ایتونو کې چې په تېرو څو برخو کې مو وجاجول، د جنت، دوزخ او د جنتیانو او دوزخیانو د حال احوال خبره وشوه. دا ایتونه فرمایي:  دا غیبي چارې دي چې د پېژندلو لپاره یې بې له وحي هیڅ لاره نیشته او دا وحي  پر پېغمبر له نازلېدو وروسته  په لیکلې شکل په قرآن کې وړاندې شوې ده. نو ځکه په سر کې فرمایي: ای پېغمبره! مشرکانو ته ووایه چې دا قرآن لوی خبر دی چې تاسو د خدای د انکار په وجه له هغه مخ اړولی دی او زما د خبرو اورېدلو او پرې فکر ته تیار نه یئ.حال دا چې زه دا خبرې له ځانه نه وایم بلکې پر ما دغه ټولې خبرې وحي کیږي چې تاسو ته د راتلونکې او هغه څه په هکله چې په مخکې یې لرئ خبرداری درکړم. زه له خپل لوري دغیبو علم نه لرم او ستاسو په شان په غیبو نه پوهیږم مګر دا چې خدای یې پر ما وحي وکړي، لکه څنګه چې د پنځېدلو په وخت د آدم او د پرښتو له شخړې نه وم خبر او خدای ترې خبر کړم.

درسونه:

۱: په اعتقادي چارو کې د یوې خبرې د خلکو منل یا ترې مخ اړول د هغې  عقیدې او فکر د حقانیت یا یې باطلوالي نښه نه ده.

۲: د پېغمبرانو د پوهې او خبرېدو سرچینه د خدای وحي ده. په مسلمه توګه له غیبي چارو د پیغمبرانو علم او پوهه، مطلقه نه ده بلکې په هغه اندازه ده چې خدای تعالی وغواړي په هغوي یې وحي وکړي.

  تلاوت آیات 71 و 72 از سوره صاد  

«إِذْ قَالَ رَبُّکَ لِلْمَلَائِکَةِ إِنِّی خَالِقٌ بَشَرًا مِّن طِینٍ»، «فَإِذَا سَوَّیْتُهُ وَنَفَخْتُ فِیهِ مِن رُّوحِی فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِینَ»

 کله چې دې پالونکي پرښتو ته وویل:  زه له خټې یو انسان پېدا کوم.

 نو کله مې چې هغه برابر کړ ( اواندامونه مې یې ښه جوړ کړل) او خپل روح مې پکې وپوکه، ورته په سجدې پرېوزئ.

  د تېرو ایتونو په دوام کې چې د یوې مهمې موضوع په هکله یې د پرښتو خبرو ته اشاره کوله دا ایتونه فرمایي: دا خبرې د آدم د خلقت په هکله وې. خبره داسې وه چې  خدای تعالی د آدم د پېدا کولو په وخت، خبره له  پرښتو سره شریکه کړه او هغوی ته یې وویل: زه غواړم له  خاورو او اوبو یو نوی مخلوق وپنځوم چې له نورو مخلوقاتو او حیواناتو سره اساسي تفاوت لري او هغه دا چې پکې مې خپل روح  وپوکه.نو باید د دغه نوې مخلوق په وړاندې سجده وکړئ او پر ځان د هغه لوړاوی ومنئ.

دا چې د انسان جسم له خاورو او اوبو جوړ شوی یوه څرګنده خبره ده، ځکه چې هغه ټول خواړه چې بدن ترې جوړیږي نیغ په ینغه یا په غیر مستقیم ډول له هغو بوټو دي چې  له خاورې پېدا شوې او په اوبو سره لوی شوې دي. خو دا حقیقت چې انسان پر جسم سربېره  الهي روح هم لري  د انسان  د کرامت او دهستۍ په نظام کې د هغه د ځانګړې مقام ښودنه کوي، ځکه د هغه څه امانتدار دی چې خدای یې په وجود کې اېښی دی، یعنې د خدای روح.

  البته د انسان په وجود کې د الهي روح د پوکېدو مطلب دا نه دی چې یو څه له خدایه جدا شوې او له انسان سره یو ځای شوې وي بلکې مطلب یې د انسان د روح د سرچینې  او جرړې بیانول دي چې له لوړ عالمه راغلې نه له خاکي عالمه . په بله ژبه،  ځینې الهي صفات چې انسان یې د لاسته راوړلو  چمتووالی او وړتیا لري، هغه ته بخښل شوی دی، د مثال په توګه  خدای تعالی د علم ، قدرت ، رحمت او همداراز اختیار او اورادې په شان  صفتونه هم د انسان  د وړتیا تر حده هغه ته ورکړې دي.

 درسونه:

۱: د پرښتو پېدایښت د انسان تر پېدایښته مخکې و. ځکه چې خدای تعالی له انسانه مخکې له پرښتو سره خبرې اترې کړې دي خو دې ته په پام سره چې لیاقت او وړتیا تر مخینې زیاته مهمه ده خدای انسان تر پرښتو لوړ کړ.

۲:  انسان دوه اړخیز مخلوق دی. معنوي او مادي اړخ لري ، انسان د روحي اړخ او د خدای د روح په وجه د پرښتو مسجود وګرځېده نه د جسماني ځانګړتیاوو له امله.

۳: له خدایه پرته د بل چا په وړاندې سجده جایزه نه ده، مګر دا چې د خدای په امر وي. آدم ته سجده  له دې امله چې د خدای په امر وه نو د خدای بندګي ده  نه د آدم بندګي.

   تلاوت آیات 73  و 74  از سوره صاد  

«فَسَجَدَ الْمَلَائِکَةُ کُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ»، «إِلَّا إِبْلِیسَ اسْتَکْبَرَ وَکَانَ مِنَ الْکَافِرِینَ»

 نو پرښتو ټولو په یو ځای سجده وکړه.

مګر ابلیس چې کبر یې وکړ او له کافرانو شو.

 د قرآن د ایتونو له مخې، پرښتې د خدای مطیع او فرمانبردار مخلوق دی او هیڅکله د خدای له امره سرغړونه نه کوي. نو ځکه  کله چې خدای امر وکړ چې آدم ته سجده وکړئ، ټولې د انسان په وړاندې په سجدې پرېوتلې او د خدای د امر اطاعت یې وکړ. خو یوازینی کس چې امر یې ونه مانۂ ابلیس و چې د تکبر او لویۍ په وجه  د انسان په وړاندې ټیټېدو ته تیار نه شو ځکه چې ځان یې  تر هغه لوړ او ښه ګاڼۂ  د ابلیس دغه سرغړونه سبب شوه چې له هغه لوړ مقامه چې لاسته یې راوړی و راوغورځیږي او د ګناهکارو او کافرانو په  لیکه کې راشي.

 څرګنده ده چې ابلیس هم له پرښتو وای  نو نافرماني یې نه شوه کولې. همدغه نافرماني ښیي چې  هغه د پرښتو له جنسه نه ؤ بلکې لکه څنګه چې د قران په نورو ایتونو کې راغلې هغه د پېریانو له  جنسه ؤ.ځکه چې جنیان او پېریان هم د انسانانو په شان  د سرکشۍ او نافرمانۍ امکان لري. په روایتونو کې راغلې چې  ابلیس  د خپلو اوږدو او زیاتو عبادتونو په  وجه د پرښتو په لیکه کې راغلی و او له همدې امله هغه ته هم خدای د سجدې امر وکړ.

درسونه:  کبر او غرور، د انسان د پرېوتلو سبب کېدلی شي، حتی که ډېر عمر یې سم او په فرمانبردارۍ کې تېر کړی وي.

۲:  په ښو خلکو کې پاتې کېدل په یوازې توګه د انسان د ژغورنې سبب نه کېږي بلکې هر کس باید هڅه وکړي چې په حقیقي معنا ځان ښه کړي چې وژغورل شي. کېدی شي  د خدای د پېغمبرانو او ولیانو اولاد هم  له حقې لارې څخه بې لارې او د تباهۍ په ګړنګ کې وغورځیږي.

پای .

  ---------------   

  کلید واژه:  بسوی نور، صاد، غیب، وحی، روح، فرشتگان، ابلیس، سجده