سوره زمر ۱-۴
p-837-Az-Zumar-ayaat-1-4 د زمر سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (837) - -
۱-۴
بسم الله الرحمن الرحیم
ګلونو اورېدونکو د صاد سورې په ختمېدو سره دا برخه په زمر سورې سره پېلوو چې د قرآن مجید نه دېرشمه سږره ده. دا سوره په مکې کې نازله شوې او د نورو مکي سوروتونو په شان یې زیاتره ایتونه د اعتقادي مسایلو لکه توحید، قیامت ، او نبوت په هکله دي.
په سر کې د زمر سورې لومړي او دوهم ایت ته پام وکړئ.
«تَنزِیلُ الْکِتَابِ مِنَ اللَّـهِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ»، «إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَیْکَ الْکِتَابَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللَّـهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّینَ»
(د دې) کتاب نازلېدل، د عزیز او حکیم خدای له لورې دي.
مونږ دا کتاب په حقه په تا نازل کړ؛ نو د خدای عبادت وکړه، په داسې حال کې چې (خپل) دین دې د هغه لپاره خالص کړی دی.
دا ایتونه د اسلام په مکتب کې د قرآن مقام ته اشاره کوي او فرمایي: قرآن د خدای کلام دی، نه د حضرت محمد کلام ، لکه څنګه چې تېر اسماني کتابونه هم د حضرت موسی او عیسی علیهما السلام په شان پېغمبرانو خپلې خبرې نه وې، بلکې د خدای کلام و. د دغه کتاب د نزول هدف هم د تېرو کتابونو په شان، د نړۍ د پنځوونکي سم شناخت ته د خلکو هدایتول او د توحید او یو خدای منلو له اصله د هر ډول انحراف او ګمراهۍ توږل دي.
انسان په فطري او طبیعي توګه پوهیږي چې نړۍ یو پنځوونکی لري، خو د دغه خالق په پېژندلو کې له غلطۍ سره مخامخ کیږي. هغه یا ځینې څیزونه او کسان په خلقت کې د خدای شریکان ګڼي یا هغوي د نړۍ د چارو په چلولو کې له خدای سره شریک ګڼي. نو ځکه قران راغلی چې د نړۍ حقیقي خالق په سمه توګه او له خرافاتو لرې خلکو ته معرفي کړي.
روښانه ده هغه کتاب چې د خدای له لورې نازل شوی، خبرې یې کاملا پرحقه او سمې دي او له هر ډول باطلې اوغلطې خبرې پاک او سپڅلی دی، ځکه چې هغه عزیز او حکیم دی او بې له علم او حکمته ترې بل څه نه صادریږي.
درسونه :
۱: که څه هم مونږ خدای په خپلو سترګو نه وینو خو د قران د ایتونو په لوستلو سره د هغه خبره اورو او پکې په فکر او غور سره د هغه په حقانیت او سموالي پوهیږو.
۲: واقعي عزت د علم او حکمت په سیوري کې لاسته راځي او دا دوه له یو بل سره تړلي څیزونه دي.
۳:د خدای بندګي باید خالصه او د حق دین په اساس او له هر ډول شرک او کفر او خرافاتو پاکه وي.
تلاوت آیه 3 از سوره زمر
«أَلَا لِلَّـهِ الدِّینُ الْخَالِصُ وَالَّذِینَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِیَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِیُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّـهِ زُلْفَى إِنَّ اللَّـهَ یَحْکُمُ بَیْنَهُمْ فِی مَا هُمْ فِیهِ یَخْتَلِفُونَ إِنَّ اللَّـهَ لَا یَهْدِی مَنْ هُوَ کَاذِبٌ کَفَّارٌ»
خبر اوسئ چې خالص دین یوازې د خدای دی او کومو کسانو چې د خدای په ځای نور سرپرستان او معبودان ځانته ونیول، (وایي) مونږ د هغوي عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې مونږ خدای ته ډېر تر ډېره نزدې کړي، بې شکه، خدای به د هغه څه په باره کې چې دوي پرې اختلاف لري، د دوي ترمینځ فیصله وکړي.البته خدای هغه کس چې دورغجن او ناشکره دی نه هدایتوي.
د تېر ایت په دوام کې چې په دین کې داخلاص په هکله و، دا ایت پر هغه په تاکید سره زیاتوي: خالص دین یوازې له خدای اخستلی شو او هغه څه چې د انسان د خپل ذهن جوړ دي له شرک کفر او خرافاتو سره اخښلې دي. دا یوازې خدای دی چې ځان انسان ته سم معرفي کولی شي او د عبادت او بندګۍ صحیح لاره ورښودلی شي.
همداراز هغه څه چې خدای یې مني، خالص دین دی او په فکر او عمل کې هر ډول شرک او ریا سبب کیږي چې د انسان نیک کارونه هم ونه منل شي. لکه څنګه چې د خدای رسول د هغه چا په ځواب کې چې ورته یې وویل : مونږ خپل مالونه اړمنو ته ورکړل چې خلک مو نامه په نیکه واخلي وفرمایل: خدای تعالی یوازې هغه عمل مني چې خالص او یوازې د هغه لپاره وي.
ایت په دوام کې په دین کې له اخلاصه د لرې کیدو یوې نښې ته اشاره کوي او فرمایي: مشرکانو په دې ګمان چې انسان نیغ په نیغه خدای نه شي بللی او یا ورسره اړیکې نه شي ټينګولی، ځینې مخلوقات د ځان او خدای ترمینځ د مقدسو واسطو په توګه منل او په عبادت کې یې له خدای سره شریکول. په داسې حال کې چې خدای هیڅکله دا اجازه نه ده ورکړې او هغوي د خپلو دروغو او شرکیه افکارو په اساس خدای ته دغه شان نسبت ورکوي او بې له خدایه د بل چا عبادت کوي.
درسونه :
۱: د انسان د لاس جوړ مکتبونه او دینونه هر څومره چې معنوي او عرفاني وي، له ډول ډول خرافاتو او فکري عملي انحرافاتو سره اخښلې دي او پاک او خالص دین یوازې د لوی خدای له لورې نازل شوی دی.
۲: فکري منحرفان خپل انحرافات او بې لاري توجیهوي چې نور خلک خپل دین ته جذب کړی شي، لکه څنګه چې بت پرستانو، بوتان د ځان او خدای تر مینځ واسطه ګڼل.
۳: خدای منل او له خدای سره تقرب، د ټولو خوښ دی خو د دغه تقرب په طریقه او لاره کې ډېر خلک په خطا ځي.
تلاوت آیه 4 از سوره زمر
«لَّوْ أَرَادَ اللَّـهُ أَن یَتَّخِذَ وَلَدًا لَّاصْطَفَى مِمَّا یَخْلُقُ مَا یَشَاءُ سُبْحَانَهُ هُوَ اللَّـهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ»
که خدای غوښتل ( د ځان لپاره) زوی ونیسي، نو ضرور به یې له خپل مخلوقه هغه غوره کړی وی چې دی یې غواړي. ،(خو) هغه پاک دی(له دې چې بچی ولري) او خدای یوازینی او قهار دی.
د تېرو ایتونو په دوام کې چې د خدای په پرستش کې یې د شرک یوه نښه بیانوله، دا ایت فرمایي: ځینې مشرکانو هم پرښتې د خدای لوڼې ګڼلې او د هغوی عبادت به یې کاوه، لکه څنګه چې مسیحیانو هم، حضرت مسیح چې د حضرت مریم زوی و، په خدایۍ نیولی او عبادت یې کوي.
په داسې حال کې چې خدای هیڅ بچی نه لري او پاک او سپیڅلی دی له دې چې زوی ولري. که غوښتل یې چې خپل یو مخلوق په زوی توب ونیسي، نو هغه به یې اعلان کړی و چې ټول یې وپیژني او عبادت یې هم وکړي. پر دې سربېره خدای یوازینی او واحد ذات دی او هیڅ مخلوق د هغه په شان او دهغه په مثل نه شي کیدلی چې ګني بچی یې وګڼل شي. هغه پر هر څه غالب او واکمن دی او د هغه په وړاندې هیڅ طاقت نیشته چې هغه بچي او یا ساري او مثل ته اړتیا ولري.
درسونه:
۱: خدای تعالی نه خپل بچي لري او نه یې څوک په زویتوب نیولی، ځکه چې د بچي غوښتل د اړتیا نښه ده. په داسې حال کې چې هغه مطلق بې نیازه دی او هیڅ اړتیا نه لري چې خپل یو مخلوق په زوی توب ونیسي.
۲: خدای یوازې او بې ساری دی او هیڅ مخلوق هغه ته ورته او شبیه نه دی. نو هر هغه فکر او عقیده چې د خدای لپاره مثل او ساری فرض کړي د خدای له یکتایۍ او وحدانیت سره سمون نه خوري او له بیښه غلط دی.
پای --------------
کلید واژه: بسوی نور، زمر، قرآن، کتاب، حکمت، حکیم، فرزند