Sep 09, 2020 08:48 Asia/Kabul

p-840-Az-Zumar-ayaat-9-10 د زمر سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (840)

  تفسیر ساده و روان آیات 9 و 10 سوره زمر  

  تلاوت آیه 9 از سوره زمر  

«أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاءَ اللَّیْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا یَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَیَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ  قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الَّذِینَ یَعْلَمُونَ وَالَّذِینَ لَا یَعْلَمُونَ  إِنَّمَا یَتَذَکَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ»

 (آیا دغه  شان کس ښه دی) که هغه کس چې د شپې په ساعتونو کې د سجدې او قیام په حال کې په عبادت مشغول دی (او) له اخرته ویریږي او د  خپل رب رحمت ته هیله من دی؟ ووایه:  آیا کوم کسان چې پوهیږي او کوم کسان چې نه پوهیږي، برابر دي؟ یوازې د خالص عقل خاوندان نصیحت اخلي.

   په تېره برخه کې، قران د هغه انسان په هکله خبرې وکړې چې یوازې  په سختیو او فشارونو کې خدای یاودي او کله چې په راحته کې  وي نو خدای یې هېر وي او یا د خدای انکار کوي. دا ایت د مقایسې په مقام کې فرمایي:  آیا دغه شان کس له هغه کس سره چې  په ټول حال کې که هغه په سختۍ کې وي او که په راحته کې خدای یادوی،برابر دی؟ هماغه کس چې نیمه شپه له خوبه پاڅیږي او په عبادت او لمانځه مشغولیږي چې د خدای رحمت ځانته جلب کړي او  له دوزخه یې په امان کې پاتې شي.

د خدای د ولیانو یوه ځانګړنه،  د لمانځه دعا او د قران د تلاوت لپاره د شپو پاڅیدل دي. ځینې عادي انسانان  واجب لمونځونه هم په ډېره سخته او نه زړه کوي او په سختۍ سره روژه نیسي. په داسې حال کې چې حقیقي مومنان چې په خدای او په قیامت ایمان لري نه یوازې واجب عبادتونه په شوق او مینه کوي بلکې د مستحبو لمونځونو لپاره هم په نیمو شپو کې له خوبه پاڅیږي او د خدای په در کې  په عبادت او لمنځ مشغولیږي.

 طبیعي ده چې  دغه کسان هم د خدای رحمت ته هیله من دي او هم یې له عذابه په ویره کې دي. هغوي په  ویرې او هیلې په مینځ کې په یو حالت کې ژوند کوي. همدا حالت سبب کیږي چې نه د خدای له رحمته نهیلي کیږي  او نه د خدای د بې پایه رحمت په وجه په غرور او کبر اخته کیږي.

ایت په دوام کې د خدای رسول ته فرمایي: خلکو ته اعلان وکړه چې  پوه انسانان له ناپوهو انسانانو سره یو شان نه دي. یوازې د روغ او سلیم عقل لرونکي، د دغو دوو انسانانو په مینځ کې په فرق پوهیږي. دغه شان کسان نصیحت مني او د سعادت لاره غوره کوي

درسونه:

۱: په قرآني فرهنګ کې شپه یوازې د اوده کیدو او ارام لپاره نه ده، بلکې   له خدای سره د خلوت او راز و نیاز لپاره  یو مناسب فرصت هم دی.

۲:  واقعي عالمان او پوهان،  له خدای سره د راز و نیاز او عبادت خاوندان دي.

۳:  له الهي عذابه د وېرې او یا یې رحمت ته د هیلې په هکله باید  د اعتدال حد وساتل شي. لکه څنګه چې خدایي انسانان هم له اخرته وېره لري او هم د خدای فضل او رحمت ته هیله من دي.

 

  تلاوت آیه 10 از سوره زمر  

«قُلْ یَا عِبَادِ الَّذِینَ آمَنُوا اتَّقُوا رَبَّکُمْ  لِلَّذِینَ أَحْسَنُوا فِی هَـذِهِ الدُّنْیَا حَسَنَةٌ  وَأَرْضُ اللَّـهِ وَاسِعَةٌ  إِنَّمَا یُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَیْرِ حِسَابٍ»

 ووایه: ای زما بندګانو چې ایمان مو راوړی دی، له خپل پالونکي ووېریږئ. د هغو کسانو لپاره چې په دې دنیا کې یې نیکي کړې، نیکه (بدله) ده او د خدای ځمکه پراخه ده ( نو که په یوه سیمه کې د خپل ایمان په ساتلو کې په فشار کې وئ، هجرت وکړئ) بې شکه، د صابرانو بدله،  هغوی ته بې حسابه او پوره پوره ورکول کیږي.

  تېرو ایتونو  له توبه کوونکو او مطیعو انسانانو سره د مغرورو او ناشکرو انسانانو پرتله وکړه. همداراز  یې عالم کسان له جاهلو سره پرتله کړل، خو دا ایت په دوام کې د  خدای د واقعي بندګانوځینو ځانګړتیاوو ته اشاره کوي،  د دغه ځانګړتیاوو په سر کې تقوا یادوي او فرمایي: د ایمان د خاوندانو نښه دا ده چې له خدایه ویریږي، هغه حالت چې سبب کیږي انسان له خدایه شرم او حیا وکړي او د ګناه او غلطو کارونو په وړاندې ځان وساتي.

خو یوازې تقوا کافي نه ده، احسان او نیکي هم لازمه ده. تقوا د هغه بریک په شان ده چې انسان له خطرو او ګناهانو  او په ګړنګونو کې له لویدلو ساتي او نیک کار د قدرتمن انجڼ په شان دی چې انسان مخکې بیایي.

   په وینا او عمل کې نیکي،  په خدای د ایمان  تقاضا ده. نو کوم کس چې د ایمان ادعا لري خو  عمل او وینا یې نیکه نه ده، دهغه ادعا غیر واقعي ده، د دغه شان کس ادعا د خدای په در کې نه منل کیږي او د خپلو  کارونو لپاره به  په اخرت کې هیڅ  بدله وانه خلي.

ایت په دوام کې د خدای په لاره کې د هجرت لپاره د ایمان د خاوندانو تیاري ته اشاره کوي او فرمایي: هر کله چې  په یوه سیمه یا ښار کې د  خپل دین د ساتلو لپاره له مشکل سره مخامخ شوئ، نوروسیمو ته هجرت وکړئ نه دا  چې له خپلې سیمې سره ستاسو مینه سبب شي چې  ستاسو دین ته تاوان ورسیږي. لکه څنګه چې د پيغمبر ملګرو له ډېرو سختیو او ستونزو سره سره  له مکې مدینې ته هجرت وکړ چې د مشرکانو له سلطې خلاص شي او د خدای د دین مرسته وکړي.

 بې له شکه  له خپل زیږنځای او وطنه  بلې سیمې ته هجرت کول،  ځینې سختۍ او مشکلات هم له ځان سره لري نوځکه ایت په دوام کې فرمایي:  کوم کسان چې د خدای لپاره دغه سختۍ زغمي او صبر کوي خدای تعالی هم د خپل کرم او مهربانۍ له مخې د هغوي بدله پوره پوره ورکوي. دا بدله د هغوي دعمل په حساب نه  وي بلکې د کرم او مهربانۍ له مخې  هغوي ته اجر ورکوي.

درسونه:

۱: ایمان ، تقوا او احسان  له یو بل سره تړلې څیزونه دي  په دوي کې هر یو له بله پرته انسان سعادت او نیکمرغۍ ته نه شي رسولی.

۲:  که د ایمان ساتلو لپاره  له کور او وطنه هجرت ته ضرورت وي، باید د خدای په خاطر هجرت وکړی شي او سختۍ او ستونزې  وزغمل شي چې د خدای مهرباني راباندې وشي.

۳:  د خدای بدله او اجر زمونږ د هڅو په بدل کې دی،  مطلب دا چې خدای هسې په هسې چاته جنت نه ورکوي. سختۍ او  کوششونه د انسان د ودې سبب کیږي او هغه لوړو درجو ته رسوي.